په امریکا کې د افغان سفارت فعالیت چې نن ودرېد

هارون حکیمي

492
په امریکا کې د افغان سفارت فعالیت چې نن ودرېد، د خپګان وړ دی. په ۱۹۴۳ کي پرانستل سوی دا سفارت تر ۴۰ کاله فعالیت وروسته یو ځل په ۱۹۸۳ کي تړل سوی وو چي ۱۹ کاله وروسته په ۲۰۰۲ کي بیرته پرانستل سو او تر ۲۰ کاله فعالیت وروسته تړل کېږي خو معلومه نه ده چي بیا به کله پرانستل کېږي.
سره له دې چي تېر شل کاله د افغانستان او امریکا په دوه اړخیزو اړیکو کي، چاري تر ډېره په کابل کي د امریکا د سفارت لخوا پر مخ وړل کېدې، خو په امریکا کي دغه سفارت د افغانستان د استازولۍ یو بنسټ وو چي لږ تر لږه د خپلو ملي ګټو د ساتلو خبره یې کوله. په اتیایمو او نویمو کلونو کي په واشنګټن کي د افغانستان په هکله پاکستاني سفارت خبري کولې؛ د تېرو شلو کلونو یوه لاسته راوړنه د هغه بد اغېز یا مداخلې مخنیوی وو. خو اوس له بده مرغه بیا هغه حالت ته د ورګرځېدو ګواښ موجود دی.
په داسي وخت کي د افغانانو کلتوري ډیپلوماسي کولای سي چي د افغانستان غیري رسمي، کلتوري، هویتي او فکري استازولي وکړي. ددغه سفارت د یوه پخواني ډیپلوماټ په توګه (۲۰۱۷-۲۰۲۰)، د یو شمېر پخوانیو همکارانو او امریکا مېشتو علمي او متنفذو شخصیتونو سره په ګډه په دې هکله د فعالیتونو او لومړیتوبونو پر طرحه غور کوو.
دا وخت ډېر مسئولیت په امریکا او نوره نړۍ کي افغان ډیاسپورا ته راجع کېږي. هیله من یم چي د ملتونو ترمنځ د اړیکو په پاللو د افغانستان ملي ګټو ته خیر ورسوو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.