شعر او رنګ

ګل رحمان رحماني

1,394

زموږ دنیا او زموږ د استوګنې د چاپېریال شاوخوا جلا رنګونو پوښلې ده، ډېرو ته به دا رنګونه عادي ښکاري، خو په طبیعت او مصنوعي نړۍ کې ددې ټولو رنګونو ایجاد او کارول کومه عادي او سرسري خبره هم نه ده، هر یو رنګ زموږ پر ژوند جلا اغېزې لري، زموږ له بېلابېلو مفکورو او ځانګړنو استازولي کوي، همداسې په بیرغونو، نښانونو او هنرونو کې د جلا سېمبولونو حیثیت لري، د انسان له عواطفو او احساساتو سره تړلي او د حسي ادراک په روزنه کې بې اغېزې نه دي. یا په بل عبارت رنګونه زموږ پر خوی، خصلت، ادراک او عکس العملونو مستقیم اغېز لري. شاعران ـ چې د ژوند او خپل چاپېریال پر وړاندې تر نورو حساس وي ـ د رنګونو په اړه جلا لیدلوری لري او له رنګونو یې د خپل کلام او هنر په بشپړتیا او پالنه کې د خپل ذوق په اساس هنري ګټه اخیستې ده.
دا رنګ خو یو غبار دی د هر ګل په ایېنه کې
ښکلا د سپرلي ګوره د هر ګل په ایېنه کې
د پښتو ژبې باغي او فلسفي شاعر غني خان ښايي له نورو پښتو ژبو شاعرانو په زیاته پېمانه له رنګونو د خپلو موخو او پیغامونو لپاره هنري استفاده او له رنګ سره شاعرانه چلند کړی وي، ده ته حتی په خپله فلسفي دنیا کې ځان او دا ټوله دنیا هم د خدايي خلقت یو څاڅکی رنګ ښکاري دی. ده په ډېرو ځایونو کې له رنګ سره د نور خبره هم ذکر کړې ده، ځکه رنګ او نور خپله د ذهني مفاهیمو یو جلا امتزاج دی. دی وايي:
زه یو مست شان لېونتوب یم
د هوا په اس سورېږم
که یو رنګ د یار د سترګو
شل رنګونه شم ګډېږم
بل ځای د پسرلي په ستاینه کې وايي:
شو بدل جهان د رنګ
رنګ شو ټول جهان په رنګ
یا:
کور نه دی جنت دی په کې زر قسمه ګلونه
هر خواته چې ګورې په رنګونو کې رنګونه دي
دا رنګ کله بیا د سیاسي پېښو او بدلونونو له څرنګوالي او څرنګوالي څخه هم په خپله سېمبولیکه بڼه پرده پورته کوي. لاندې بیتونه په ښکاره د ګل او بلبل د مینې کیسه ده، خو په حقیقت کې د یوه سیاسي اوښتون د پیلامې اشارې لېږدوي.
بلبل غوږ کې د ګل وویل
شو بدل د یارانې رنګ
غلی شانته انقلاب دی
بدلوي د زمانې رنګ
د اجمل خټک د «لویو لویو قدرتونو ربه» مشهور نظم یو بیت داسې دی:
نه د دنیا شوو نه د دین پاتې شو
نه مو ځان تور کړ او نه سپین پاتې شوو
دا خو د رنګ یو څه هنري لید لوری و، خو له کیمیاوي یا ساینسي او خپل اصلي لیدلوري هم له خپل پېژند کې زموږ له حواسو سره تړلی دی. رنګ ته په انګریزي کې (Color) وايي او تعریف یې داسې دی: رنګ هغه څه دي چې د فزیکي پدیدې په ډول د نور لګېدنې له اثره زموږ سترګو ته را څرګندېږي، یوه عیني او رواني پدیده هم ورته ویل شوې ده.
رنګونه په ټوله کې په درېیو ډلې وېشل شوي دي. لومړی ډله یې اصلي رنګ بلل کېږي چې له سره، زېړ او ابي څخه عبارت دي. په دویمه درجه رنګونو کې نارنجي، زغون او بنفش راځي چې د دوو اصلي رنګونو (سره او زېړ) ترکیب دی. په همدې ډول درېیمه ډله رنګونه د لومړۍ او دویمه درجه رنګونو له ګډېدو څخه جوړ شوي دي.
د کیفیت او اغېز له اړخه هم رنګونه په درېیو ډلو وېشل کېږي چې یوه ته یې یک او بل ته تاوده (ګرم) رنګونه وايي. ګرم رنګونه د انسان د عصبي تحریک سبب ګرځي، احساسات را پاروي، روښانه لیدل کېږي او دا ځانګړنه لري چې ځانته د لېدونکي پام واړوي لکه سور، نارنجي، زېړ او چټک ارغواني. زېړ رنګ د عاشق زېړې څېرې ته په پام سره د عاشقانو رنګ هم بللی شوی دی. یوه لنډۍ داسې ده:
یو مې له اصله هم رنګ زېړ و
بل مې جانان په لاس کې راکړل زېړ ګلونه
په یخو رنګونو کې ـ چې معمولا ارام ورکوونکي، خو بې تحریکه رنګونه بلل شوي دي ـ ابي، سپين او ارغواني رنګونه شامل دي، ددې رنګونو د ارامتیا او تودوخې د جذب ځواک زیات دی. ددې وېش درېیمه ډله بیا شنډ یا خنثی رنګونه دي چې نه تاوده وي نه یخ، بلکې د نورو له ترکیب څخه تر لاسه شوي وي.
د رنګونو په اړه یوه مهمه خبره دا هم ده چې خپله ارواپوهنه لري، د انسان پر روان او روحیاتو یې هر وخت خپل اغېز ساتلی دی، د هغه په روحیاتو، پوهه، ستړیا او هنرونو کې مشاهده کېږي.
مثلا سپین رنګ د صفایي، پاک والی او سوچه توب رنګ دی چې ښايي په همدې سبب د وادونو پر مهال د ناوې لپاره سپین کالي غوره وي. شین رنګ بیا د ځوانۍ، ځواک او بریالیتوب رنګ دی، زېړ رنګونه ګلونه بیا د ذهن او دماغي تحرک لامل ګرځي، فیروزه يي تبه او فشار کوي، ځکه خو په روغتونونو کې ډېر لیدل کېږي.
رنګ ته د انسان د څېرې او ظاهر په سترګه هم کتل کېږي، کله چې د باطني او ظاهري ښکلا خبره مطرح کېږي، له ظاهري څخه یوه موخه رنګ ده او له باطني څخه اخلاق او شخصیتي ښېګڼې. لکه په لنډۍ کې چې راځي:
سړی په رنګ نه سړی کېږي
سړی هغه دی چې یې خوی د سړي وینه
یا:
د ښار د ښکلو خوی دې واخیستلو
لکه موسم بدلوې رنګ دلبره
د رنګونو لومړۍ او غني سرچینه خپله زموږ چاپېریال او طبیعت دی، د کال څلورګوني موسمونه هر یو جلا رنګ لري، د پسرلي زرغونتیا، د دوبي سور رنګ، د مني طلايي رنګونه او په ژمي کې د واورو سپین رنګ ټول سره یو ځای کېږي او د طبیعت ښکلا بشپړوي. په پښتو شعر کې د همدې رنګونو انعکاس د ګڼو ماناګانو د لېږد او د سېمبولونو خزانې د بډاینې سبب شوې، ځکه خو موږ په شعري یا هنري ترکیبونو کې ګڼ د رنګ له نومونو جوړ دي. شین ځنګل، زېړه زرغونه، سپین مخ، سره لبان، تورې زلفې، شین اسمان، تور ماښام، سپین سبا، سپینې سپوږمۍ… او داسې نور چې زموږ د ښکلا د معیارونو او ذوق غوره استازولي هم کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.