1- هر مطلب، فیلم یا عکس بايد ژر له نورو سره شريک نه کړو، په دقت يې وګورو او په اړه يې يو څه فکر وکړو، که زموږ لپاره د منلو، باوري اوګټور و، له نورو سره هم يې شريک کړو او که نه، نو له شريکولو يې ډډه وکړو.
2- هر څه بياځلي خپاره نه کړو، هڅه وکړو چې زموږ د مطالبو سرچينې، حقيقي شخص او مرجع پېژندل شوې، باوري او د استناد وړوي.
3- د هغو خبرونو حجم په خوداګاه ډول کنټرول کړو چې خپروو يې او د نورو د وخت مهموالي ته پام وکړو.
4 – شايعات، بې لاسليکه او د ناباوري سرچينې مطلب خپاره نه کړو.
5 – ځينې وخت غوره ده چې يوازې لوستونکي او ليدونکي اوسو او د هغه پوسټ په اړه هيڅ غبرګون ونه ښييو چې لولو او وينو يې.
6 – تل مو پام وي چې کوم شی د چا لپاره بياځلي خپروو.
7 – مطالب له مخاطب، عنوان او د ګروپ له غړو سره مناسب پوسټ کړو.
8 – ځينې وختونه غوره ده چې د کلمه په زياتولو يا کمولو سره ترلاسه شوی پېغام اصلاح يا بشپړ کړو او بيا يې خپور کړو.
9 – پام وکړو چې د فساد، فحشا او بې عدالتۍ خپروونکي نه اوسو او د ظلم او بې انصافۍ توجيه ونه کړو (حتا په ټوکو کې هم).
10- د اشخاصو اړوند مطالبو، خصوصي حريم او د ښاروندۍ حقوقو په تړاو ټول مطالب په پام کې ونيسو او د چا سپکاوی ونه کړو.
11- د نورو د شخصي او خصوصي ويډيوګانو او عکسونو له شریکولو ډډه وکړو.
12 – پام مو وي چې نن سبا زموږ د شخصيت پېژندنې يو راز همدا ټولنيزې رسنۍ دي.
13 – پر نورو د نيوکې پر وخت بايد انصاف ، عدالت و احترام رعایت کړو.
14- د نورو د نظرونو او کړنو په ارزونه او نقد کې له انصاف او سړيتوبه ونه وځو، نظرونه او کړنې وارزوو او د اشخاصو پر شخصيتحمله ونه کړو.
15- له دين نه د وسيلې په توګه ګټه وانخلو او خرافات دود نه کړو.
16- ځينې وخت غوره ده چې د دروغجنو، بې انصافه او غیرحقيقي پوسټونو پر وړاندې غبرګون وښیيو او مناسب ځواب ورته چمتو او خپورکړو.
17- د کتاب لوستنې د فرهنګ د دودولو او لېوالتیا په موخه د هغو ګټورو کتابونو مطالب خپاره کړو چې موږ لوستي دي، څو نور خلک ترېهم ګټمن شي.
18- د غوره، مثبتو او هيله بښونکو خبرونو خپروونکي اوسو او د امکان تر بريده د منفي مطالبو له خپرولو ډډه وکړو.
د ټولنې روغتيا زموږ ټولو روغتيا ده
بايد يو بل ته پام وکړو
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.