د ناروغ متن درملنه

ګل رحمان رحماني

779

   په دې لنډکي مطلب کې ژبني متن ته د انساني وجود حیثیت ورکړل شوی دی، دا وجود د خپلو ځانګړنو او سلامتۍ تر څنګ کله کله ناروغ  وي او له یوي پټې ناروغۍ او درده ځورېږي.

   څنګه چې انسان، پنځه ګوني حواس او د بدن غړي لري، هر یو یې خپله دنده تر سره کوي، داسې متن ته هم د مانا او مفهوم رسونې لپاره د  یوه وجود په حیث ځانګړنې دندې او  مجبوریتونه ور په غاړه وي.

   د متن کتنې یا اېډېټ په برخه کې کتونکو بېلابېل پړاوونه ښوودلي چې  یوه ډلبندي یې هم شکلي یا جوړښتي، فني او صوري سمونه ده.

   دلته په دې ډلبندۍ خبره نه کوو، دا چې موخه مو د متن سلامتي او روغتیا ده، نو راځئ له دې زاویې ووننوځو. متن کتونکی یا اېډېټر په حقیقت کې د طب ډاکټر دی چې ناروغ افراد معاینه کوي، ناروغي یې معلوموي او بیا ورته د درملنې نسخه ورکوي، دلته هم باید د متن کلیت وګوري، برسېرن (ظاهري) زخمونه ګوري او په خپله پاڼه کې ورپسې دروني یا پټ دردونه هم یادښت کوي.

 هغه ځای چې وینه ترې بهېږي او وجود ته زیان رسوي، په لنډمهاله ډول یې پانسمانوي، وروسته یې جراحي کوي او درېیم پړاو کې اړوند درمل ورکوي، خو دا هلته ښه کولی شي چې غوره تشخیص وکړي، د تشخیصي برخې تخصص ولري. هغه د پښتو لنډۍ خبره نه وي چې:

 په نا لایق طبیب مې سر شو

درد مې په زړه درمل د سترګو راکوینه

  د متن لیکوال تل د کلمو له بیروبار یا حجم سره مخ وي، کله یې چې د خپلې موخې لپاره  یو د بل تر څنګ راوړي، بیا هم ډاډمن نه وي، نه پوهېږي چې دا کړی کار یې سم دی که نا سم؟ کوم متن کتونکی چې د متن سلامتۍ ته لومړیتوب ورکوي، دلته ډېر عوامل په پام کې نیسي لکه منځپانګه، سبک، سکښت، غږ، ریتم او د روایت بڼه.  تر څنګ یې دا پوښتنې هم له ځانه پوښتي:

لیکنه کوم پتنشیل(انرژي) لري؟

د قوت او کمزورۍ ټکي یې څه دي؟

په کوم څه باندې باید تمرکز ولري؟

متن څنګه کولی شي چې د لیکوال، شور، شوق او انرژي ته انعکاس ورکړي؟

جملې او فقرې څنګه داسې تنظیمولی شي چې د متن لا ډېره شکلي ښکلا پیدا کړي؟

کومه برخه باید پیاوړې او کومه دې حذف شي؟

 دا هغه پوښتنې دي چې هر متن کتونکی یې باید د متن کتنې له اصلي پیل مخکې له ځانه وپوښتي. په دې ډول هم د هغه کار کې چټکوالی راځي او هم به د متن کتنې په اړه مخکې له مخکې یو لرلید ولري.

پر دې سربېره په دې پړاو کې کولی شي چې ډاکټر د یوې بیروني (سرپا) درملنې کار تر سره کړي.

دا ډول متن کتنه چې د متن بیا لیکنه او د متن بنسټیز سمون ورسره تړلی دی، له لیکوال سره دایمي همکارۍ او اړیکې ته اړتیا لري. له بلې خوا باید لیکوال له کتونکي څخه له مرسته غوښتنې وړاندې باید پوه شي چې دی څه غواړي او د بدلون راوستنې یا سمونې لپاره لیکوال ته تر کومې کچې واک ورکوي.

 لکه مخکې مو چې وویل، متن کتونکی ډاکټر دی، هغه ته یو داسې متن راځي چې ناروغ دی یا د ناروغۍ شک پرې کېږي، خو باید زموږ د ډاکټرانو په څېر نه وي چې که روغ کس هم ورته راشي باید د خپلې وړتیا ښوودنې لپاره حتمی ورته نسخه ولیکي او یو څه دوا ورباندې وپلوري. نه؛ که فکر کوي چې متن ناروغ نه دی، ښه ده چې د روغتیا ستاینه یې وشي او هغه دومره روحیه واخلي چې د نورو لپاره بېلګه او لارښوود وګرځي.

يادونه: کېداى شي دا متن هم ناروغي ولري!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.