د مطالعې لپاره اړینې لارښوونې

جواد لایق

854

۱ – کله چې تاسو مطالعې ته تیاری نیسئ، نو یو څو دقیقې وړاندې فکر وکړئ چې ایا تاسو له مخکې نه د دې موضوع په اړه څه شی زده دي او کنه؟
دا لاره چاره ستاسو یاداښت متحرک کوي او د مطالعې برخه کې یوه اغېزمنه لاره چاره ده

۲ – کوښښ وکړئ چې په شپه او ورځ کې یواځې یو مضمون ونه لولئ. بلکې له یوه نه ډېر مضمونونه ولولئ او د هر مضمون تر منځ باید پنځه یا لس دقیقې وقفه او بریک واخلئ، خو ملګرو که تاسو غواړې چې یو مضمون په ښه شان سره ولولئ او ډېر څه پکې زده کړئ، بیا ولولئ، څه خبره پکې نشته

۳ – کله چې د یو څپرکی مطالعه پای ته رسوو، نو څو دقیقې نور وخت هم باید ورکړو او د څپرمي مرکزي خیال باید له ځانه سره ولیکو
د مرکزي خیال د پیژندلو موږ اړ یو چې دغه پوښتنې له ځانه وکړو:
۱ په دې څپرکي کې لیکوال کومو اړینو ټکو ته اشاره کړې وه؟
۲ لیکوال کوم فکرونه، خیالات او ټکي بیا بیا یاد کړي وه؟

۴ – د یو مضمون له لوستلو وروسته سم دستي بل مضمون مه شروع کوئ، د راتلونکي درس د پېل کېدو وړاندې د یاد شوي درس په اړه له ځانه پوښتنې وکړئ، د هغه لنډېز او غورچاڼ جوړ کړئ او په ښکلې شکل سره یې په یو بېله کتابچه کې نوټ او یاداښت کړئ

۵ – د خپل کتاب او نوټ (یاداښت شوي او غورچاڼ شوي درس) اړین او مهم ټکي په بیلا بیلو رنګونو ښکاره کړئ.

۶ – که کوم مضمون سخت په نظر درغلو هغه بیا د خپل تازه والي یعنې هغه وخت کې ولولئ چې د ښه والې احساس کوئ.
داسې مضمون د دریو ورځو لپاره پرلپسې تکرار کړئ، چې په دې سره مو د دې ستونزمن مضمون زده کړه اسانه کېږي، یعنی په کومو مضمونو کې چې تاسو ستونزه یا کمزروتیا احساسوئ هغه ته ډېر وخت ورکړې تر څو مو په سم ډول په ذهن کې کیني.

۷ – د هغو مضمونونو او څپرکو په زده کړه ډېر زور رتوړئ مانا چې ډېر وخت ورته ورکړئ، چې زده کول یې له نورو اړین او ارزښتمن وي.

۸ – ملګرو په ټوله مانا باید کوښښ وشي چې مطالعه په ارام سره وکړئ، په لوړ اوز لوستلو سره د مطالعې رفتار کمېږي.
د مطالعې پر مهال قلم، پنسل په لاس کې ونیسئ او د لوستونکو جملو سره یې لاندې کشوئ او د جملو او لفظونو د لوست سره خپلې سترګې او غاړه تاووئ، په دې لاره چاره ستاسو د مطالعې رفتار یوازې د یوې اونۍ په تمرین سره دوه ځلې ډېریږي، خو ځینې خلک په اوریدلو سره ښه درس زده کوي، دا ډول کسان یا زده کوونکې باید په لوړ اواز مطالعه وکړي.

۹ – د غوره مطالعې لپاره اړتیا او اړینه ده چې یو مضمون ونه لولئ، بلکی مضمونونه په پرلپسې ډول بدلوئ، او خپل ذهن پرې تازه ساتئ.
تلاش وکړئ چئ له یوه نه ډېر مضمونونه ولولئ د بیلګې په توګه دړه ساعته ریاضي ولولئ، دوه ساعته پښتو ، دوه ساعته جغرافیه او داسې نور.. .
خو د هر نوی مضمون د شروع کولو څخه وړاندې بنځه یا لس دقیقې تفریح حتمن کوئ.

۱۰ – د نوی سبق د یادولو لپاره تر ټولو غوره وخت سهار وختي دی او د درسونو د تکرار لپاره د شپې د خوب نه یو ساعت وړاندی وخت غوره دی. په دی دواړو وختونو کې ستاسو ذهن په اسانۍ سره مواد قبلوي او په ښه شان سره مو زده کيږی.

۱۱ – د خپل درسي کتاب د مطالعې پر مهال به احساس کړئ چې د کتاب په ځینو برخو به تاسو په ډېرې اسانۍ سره پوهېږئ، خو ځینې برخې به یې درته ستونزمنې ښکاره شي، تاسو باید د کتاب سختو او ستونزمنو برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړئ.
ـــــــــــــــــــــــــــ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.