د ننګ غونډۍ
د ننګ اكا د مېلمه پالنې په كيسو به مجلسونه تاوده وو.دې ډېر دروند او د وسيلې ډك و.په هر زړه كښې يې ځاى نيولې او خپل ټول ژوند يې دلانجواوكشالوپريكړو ته وقف كړې و۰ د كچنې كلې و مخ ته د غونډۍ پرسر ده خټين مېلمستون جوړكړې و چې پر اوار مخ يې په سلګونو وګړې ځايېدل.پرته د لارويانو د كلې د هرې ښادې او غم ټاټوبې د ننګ اكا همدغه مېلمستون و.د غونډۍ و بل لور ته د مېووبڼ و،چې ننګ اكا د كليوالو او مېلمنو د پاره اږلې(مختص)و.ده ته خداى په مالداري كې رزق وركړې و.غونډۍ د ننګ په نامه شهرت وموند،،.
،،بابا !درځه ما د ننګ غونډۍ ته بوزه،،.
لس كلن عبدالله د خپل پلار خبره غوڅه كړه.
يارمحمد مخ د رمې پر لور كوږ كړ: ،،وروځغله زويه! رمه د كښت د خوا راوګرزوه،دغسې نه وې چې دځا ئيوالو سره په شخړه واوړو،،.
عبدالله لكه كبلي په منډه ولاړ او د رمې مخ يې د څړځاى پر لور راواړاوه.
،،مړې دې،پر دغه بېټه يې پنډې كړه او ته راځه،،.
يارمحمد د كوڅي د لستوڼي څخه كچنۍ غوټه راوكښه،زوى ته يې څه كورت او وچ توت ونيول.هغه يې د اخستلو څخه نټه وكړه او په سركښې يې د پلاره غوښتنه وكړه چې د ننګ غونډۍ ته يې بوزي.
يارمحمد لاس وراوږد كړ: ،،ته دا توت او كورت درواخله، كيسه لا پاته ده،،.
عبدالله په كپه توت و خله ته كړل،پلار يې خاورو ته ډډه ووهل: ،،كله چې ننګ د اومې نړۍ څخه سترګې پټې كړې نو زامنو د غونډۍ د پاى په كڅ كې ښخ كړ.تر څه وخته لا زامن د پلار پر نورك چلېدل،خو ورو ورو يې لكه د ګور چينجيان يو د بل په خوړلو پېل وكړ.مېلمستون وتړل سو او هم يې د بڼ و لور ته د وګړو پر تګ و راتګ بنديز ولګاوه.د يوې مورنۍ زامنو يې د غونډۍ د خاورو په پلورلو لاس پورې كړ،د بلې مورنۍ زامنو تر بڼ لاس وكېښ. د د و ى پر بې ننګي او بېلتون الهي عذاب نازل سو.پر كلې د اوبو چينې وچې سوې.د غونډۍ څخه په خاورو او د بڼ څخه په وچو ونو د بار ټراكټرانو لړۍ روانه وه . كليوال لدې ځايه وكوچېدل او په بيلو بيلو سيمو كې سره تت و پرك سول.څو كلونه وړاندې كله چې حكومت د ننګ د غونډۍ و مخ ته تېره سوې لار پخه كړه نو پر ځاى يې هغه رستوران د بل ولات شتمن جوړ كړ (اكتوبر۲۰۰۳ ګلستان) .
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.