غزل

اوښکه امېل

541
سوچ کوه فکر برابر ساته
حوصله لويه لکه غر ساته
پاچا! رعيت دې په بلا ولـګي
پاچا! يواځې دې خپل سر ساته
مئينان پرېږده چې لمبه، لمبه وي
خال دې تندي باندې لږ بر ساته
چېغه د يو افغان همداسې وهه
همـدا بيرغ هــمدا څــادر ساتـه
چاته موقعې د جګړې مه ورکوه
باڼه دې تل لښـکر، لښــکر ساتــه
دلته به مينه ددې خلکو نه مري
ته د مــغلو نه خېبــــر ســاتــه
ګرد دې د زړه هندارې لاندې نه کړي
دسمال دې ګـوتو کـې اکثر ساته
نصيــحتونه امــېل! ډېــر، ډېر کوه
هــرې بلا نه دې هنــــر ساتـــه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.