د بلخ ولایت لپاره د داعش ډلې پخوانی والي ونیول شو

767

د بلخ ولایت لپاره د داعش ډلې پخوانی والي او پرونۍ امنیتي پېښو طراح د ا.ا امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شو.

د داعش ډلې مهم غړی او د بلخ ولایت لپاره د یادې ډلې پخوانی والي، عبدالحمید سنګریار، د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ونیول شو.

سنګریار، چې د داعش ډلې پخوانی والي او خورا فعال کس ؤ او په بلخ ولایت کې د ډېرو پېښو په سازماندهۍ کې یې مهم رول درلود او فعلا یې د عملیاتي برخې طراحۍ مسئولیت پر غاړه درلود او ویل کېږي چې د بلخ ولایت نننۍ پېښو طرّاح هم و.

داعش ډله ادعا کوي، چې بلخ ولایت کې یې ځینې تحرکات پیل کړي او غړي یې په ځینو سیمو کې ځای پرځای شوي دي.

د سنګریار په نوم فعال کس څو ځله د ا.ا  له عملیاتو په تېښته بریالی شوی و، چې دا ځل د ځانګړو عملیاتو پرمهال ونیول شو.

په بلخ ولایت کې د ا.ا مسئولین وایي، چې داعش ته بلخ ولایت کې د پټې او تېښتې ځای نشته، هر چېرته چې سر پورته کړي وبه ځپل شي او له منځه به لاړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د بلخ ولایت مزارشریف ښار د اهل تشیع وروڼو په یوه جومات کې مرګوني برید کې ګڼ شمېر خلکو ته مرګ‌ژوبله واوښته او پړه یې هم داعش ډلې پر غاړه اخیستې، چې په تعقیب یې د داعش ډلې دا مهم کسان مړه او ونیول شول.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.