په خبرو کې بې باکي مکوی

محمدالله آرین

1,170
دا وطن دی، دلته هر سړی دوسیه لري، هیڅوک پاک، مبرا، مستثنا او بې ګناه نه دي، د جامي د يوې خبرې له امله یي ان د ورور د جبري واده او فساد خبرې را برسيره شوې، د کامیاب د يوې بې باکۍ له امله يي ان د ښځې د عزت او شرف کيسې تر رسنیو پورې را ووتې. زه فکر کوم کوم توهين چې نن دوی ته وشو شاید بل چاته نه وي شوی خو دا توهين دوی ځان ته وکړ هيڅوک چاته تر هغه چې احساسات يي زخمي نکړي توهین نه کوي هر عمل عکس العمل لري.
له خبرو تر کردار او عمل پورې هرڅه چې کوو ولس قضاوت کوي، هغه چې ظلم کوي دوی باید سبا هیره نکړي، شايد نن دوی ته فرصت وي خو سبا يي مقابل لوري ته فرصت په لاس ورځي، د تیرو په مرداریو کې ډکي وهل يا چاغول حل لاره نه ده.
نن وتلي شاعر سید جيلاني جلان لیکي وو چې بازار ته نشو تلی، سودا نشو اخیستی ځکه لسګونو خويندې او ماشومان درته د سوال لاس در اوږدوي او هيڅوک ددې توان نلري چې ټولو سره مرسته وکړي.
ددې ټولنې تریخ حقیقت عياشي او يا تیر فسادونه او مزې نه وې بلکه تریخ حقیقت حاکم فقر دی، ددې پر ځای چې موږ په تیرو باندې وخت ضايع کوو باید له تیرو زده کړو او په اوس کې د ستونزو لپاره حل لارې ولټوو.
سرحدات مصون نه دي د مصونيت غم يي باید وشي، تعليمي ادارې په ټپه ولاړې دي دا باید بیا په حرکت راشي، علمي مراکز له سقوط سره مخ دي ددې د سقوط مخه باید ونیول شي، خصوصي پوهنتونونه له محصلينو تش شوي ځوانانو ته باید د کار زمینه مساعده شي چې هم کار وکړي هم د فيس ورکړې توان پيدا کړي.
رسنیو ته چې راوزی کوښښ وکړی داسې خبره وکړی چې ګټه ولري، بې ګټې خبرې، افواهات، شايعات، تور او تهمتونه پرته له دې چې زموږ احساسات زخمي کړي نور هيڅ ګټه نلري.
ځمکني واقعيتونه له فيسبوکي هغو سره ډير توپير لري.
ددې وطن د بربادۍ د مخنيوی لپاره سوچ په کار ده، په فرعونيت، استبداد او جبر نه حکومته شوي نه به وشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.