چپ لاسي رښتيا هم نابغه خلک دي؟

بخت

1,079

له پخوا زمانو څخه خلک په دې باور دي چې چپ لاسي زياتره نابغه کسان دي، لکه ليوناردو داوينچي، مارک ټواين، موټزارت، مېري کوري، ټېسلا ،ارستو او نور….

د ساينس الرټ د خپل له مخې دا خبره تر اوسه پورې لا دود او باوري ده ځکه دوی اوس د بيل ګيټس او ليونل ميسي نومونه اخلي چې چپ لاسي دي، خو ايا دا رښتيا هم همداسې ده؟

د ليورپول پوهنتون څيړونکو له اوږدې مطالعې وروسته چې (چپ لاسی او په رياضي کې یې مهارت) تر عنوان لاندې تر سره کړې دې نتيجې ته رسېدلي دي چې چپ لاسي د رياضي په پوښتنو او مفاهيمو په حل کولو کې تر نورو ښه او تکړه دي، د نړۍ د نفوس تقريباً ۱۰ تر ۱۳،۵ فيصده چپ لاسي دي ، او له دوی څخه یې کم شمېر په دواړو لاسونو د استفادې مهارت لري.

هغه کسان چې چپ لاسي دي د مغزو ښۍ نيمه کرې یې ښه توسعه پيدا کړې او عملکرد يې ښه دی، او هم یې د مغزو د دواړو ښۍ او چپې نيمې کرې تر منځ د ارتباط هغه عصبي ژونکې د ښي لاسو په نسبت سترې دي. او دا چې د دواړو مغزي نيمو کرو تر منځ ښه او ان واحد کې بهترين ارتباط ټينګ دی نو ځکه دوی زياتره کارونه ښه ژر تحليل کولای او ژر سمه نتيجه ترې را اېستلی شي.

سربېره پر دې چپ لاسي په هنر او ميوزيک کې هم تر نورو تکړه دي.

ځينې مشهور چپ لاسي:

انجلينا جولي، بارک اوباما ،بيل کلنټن، ليډي ګاګا، مورګن فري مين،ټام کروز،جسټين بېبر او نور….

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.