شهزاده او سپوږمۍ

ژباړه: عزت الله نورزی

1,561

شهزاده یو ډېر نازولی هلک و.

د شهزاده پلار پاچا و، هغه داسې فکر کاوه چې زوی یې د وزیرانو تر زامنو ډېر لایق او هوښیار دی. او تر اوسه یې په پاچاهۍ کې داسې کوم ماشوم نشته.

شهزاده به چې هرڅه وغوښتل پلار بې ورکړل؛ خو شهزاده یو ډېر توند خویه او بې رحمه هلک و. یوه ورځ شهزاده له خپلو ملګرو سره لوبه کوله او بازي د مارپيچې او زینې لرونکې وه، په دې وخت کې شهزاده لوبه وبایلله.

په داسې حاله کې چې هغه یو نازولی او غوسناک شخص و او هغه یو ډېر قهرجن لوبغاړی وه، په دې وخت کې عصبي شو او چیغې یې پيل کړې:

– تاسو له ماسره درغلي وکړه، دا امکان نه لري چې له ما څخه څوک لوبه وګټي، تاسو حتمي له ماسره درغلي کړې ده. په غوسه شو او دلوبې تخته یې پر لاسو ووهله.

ملګرو یې ورته وویل:

– ته یو بد او نازولی لوبه کونکی یې، موږ درغلي نه ده کړې، تا لوبه وبایله.

شهزاده وویل:

– حتمي لوبه کوم مشکل لري؟ د مارپېچ ټولې خانې غلطې اېښودل شوې دي، دا به امکان ونه لري چې له ما څخه څوک لوبه وګټي!!

ملګرویې  ورته وویل:

لوبه کوم مشکل نه لري، ته نشي کولای چې همېشه لوبه وګټې، شهزاده وویل:

 اه، زه کولای شم، په نړۍ کې ځواکمن شخص یم، پلارمې راته ویلي دي چې زه غوره انسان یم؛ خو دغه لوبه  مشکل لري.

ملګرو یې په ډېر ادب ورته وویل:

په په نړۍ کې غوره شخص نه يې، پلار دې تر تا غوره شخص دی؛ ځکه چې هغه پاچا دی. ته یوازې یو نازولی هلک یې او د پاچا زوی یې.

 شهزاده ډېر په قهر شو، سم په لاس یې خپل اس زین کړ او له ځان سره یې دوه تازیان ملګري کړل او د پاچا دماڼۍ په لور یې حرکت وکړ. پلا ر ته یې ورغی چې پلار یې له دې واقعې څخه یې خبر کړي.

پاچا له دولسو وزیرانو سره په یوه غونډه کې ناست و. شهزاده پرته له دې چې دمجلس نزاکت مرعات کړي، پرته له اجازې د غونډې خونې ته ننوت او دپاچا په لوري ور روان شو او په زوه ېې چیغه وکړه: ډېره بده پېښه واقع شوې ده، زه باید له تا سره یوازې خبرې وکړم.

پلار یې په ورخطایۍ سره وویل:

– ګرانه زویه څه بدي پېښه شوې ده؟ ښاغلی زویه دننه راشه او ټوله کیسه راته وکړه. زه چاته اجازه نه  ورکوم چې تا ته تکلیف ورسوي. هغه ناغېړه پېښه چې مخکې واقع شوې وه اوس یې ماته ووایه چې زه یې دخلاصون په لټه کې شم.

شهزاده خپل پلارته کیسه وکړه او هغه ټولې خبرې یې ورته وکړې چې ملګرو یې ورته کړې وې. پلار یې شهزاده ته وویل:

– هغو ی تاته څه ویلي دي؟

 شهزاده وویل:

– هغو ماته و وې چې زه یو بد لوبغاړی یم.

 د دوی خبرې له دې وجې وې چې د مارپیچ ټولې خانې غلطې اېښودل شوې وې او هغو له ماسره درغلي وکړه، هغو ماته وویل:

– چې زه ددنیا تر ټول غوره کس نه یم. فقط یو نازولی او غوسناک انسان یم، د دې په خاطر چې ته پاچا یې او د ټول ښار په خلکو واکمني کوې.

پاچا شهزاده ته وویل:

– ښه ده، ته سم وايې. ته چې څه وایې هغه سم دي.

 شهزاده وویل:

– زه غواړم چې په ټولو خلکو واکمني وکړم او په نړۍ کې له ټولو خلکو څخه لوړ وم.

پلار یې وویل: زما هوښیاره زویه چې زه هروخت مړ شوم ته به زما پرځای پاچا شې.

شهزاده وویل: زه نشم کولای ترهغه وخت انتظار وکړم زه غواړم چې اوس په نړۍ کې غوره انسان شم او پر خلکو وکمني وکړم.

پاچا  د وزیرانو په لوري مخ ور واړو او له هغه څخه یې غوښتنه وکړه چې موږ او تاسې باید یوپلان جوړ کړو، څه شی چې شهزاده غواړي هغه ورکړو. وزیرانو نه غوښتل چې د وړوکي او بدخویه شهزاده په اړه څه شی چې هغه غواړي فکر وکړي. ددې په خاطر چې پاچا خوشحاله شي څه یې ونه ویل.

پا چا وویل:

 ما تصمیم ونیو، هغه کسان چې واده نه لري شهزاده بې پاچا کړم او زه به دهغو کسانو پاچا شم چې ودونه ولري. پاچا له شهزاده څخه پوښتنه وکړه:

– اې زما ګرانه زویه! ته دغه تصمیم خوښوې؟

شهزاده ترې وپوښتل:

– زه به له تاڅخه په ډېرو خلکو حکومت کوم؟

پلار یې وویل:

– هو، په حقیقت کې هغه کسان چې ودونه یې کړي له دوه زیات زامن لري او زیاتره کسانو ودونه نه دي کړي. او ته به له ماڅخه په ډېرو خلکو حکومت وکړې.

شهزاده  له اس او ښکاري تازیانو سره د خپلو دوستانو مخې ته ورغی او هغو ته یې وویل:

– له نن ورځې څخه ورسته یو لوی سړی یم؛ ځکه ټول هغه کسان چې ودونه نه لري، زه یې مشر یم او ددې تعداد له هغو کسانو څخه چې ودونه یې کړي زیات دی.

شهزاده بیا دمارپېچ او زینې لوبې ته شروع وکړه او لوبه یې وبایلله، بیا ډېر په قهر شو.

شهزاده وویل:

-دا هېڅ امکان نه لري چې له ماڅخه څوک لوبه وګټي؛ ځکه زه دهېواد غوره شخص یم او زه دټولو هغو کسانو مشر یم چې ودونه نه لري او زه په خپله ټول شیان لرم. زه باید یو ګټونکی و اوسم نه بایلونکی.

ملګرو یې ورته وویل: ته ډېرې غورې کوې، ولې هېڅ هم له ځان سره نه لري.

شهزاده وویل:

– دا څه وايئ، زه هرڅه لرم.

ملګرو یې ورته وویل: ته هېڅ نه لرې او نشي کېدای هر شی ولرې.

 شهزاده وویل:

– تاسې د یو شي نوم واخلئ چې زه یې نه لرم.

یوه ملګري یې وویل:

– ته دځان سره سپوږمۍ لرې؟ خو ته له ځان سره سپوږمۍ نه لرې.

شهزاده وویل:

خیر که زه سپوږمۍ نه لرم، باید پلارته مې ورشم او له هغه څخه سپوږمۍ وغواړم چې ماته سپوږمۍ راکړي.

  شهزاده له دې خبرې ورسه د پلار به طرف ورغی، پاچا په یوه ډېره مهمه غونډه کې ناست وه. دا ځل بیا پرته له دې چې شهزاده دمجلس ادب مراعات کړي، سیخي مجلس ته ورغی او چیغې یې کړې:

 پلار جانه زه سپوږمۍ غواړم!!

پاچا وویل:

ای زما ګرانه زویه! څنګه کولای شم هغه تاته راوړم.

شهزاده یې پلارته وویل:

– ته باید یوه چاره پیدا کړې؛ ځکه چې ته دهېواد تر ټولو غوره شخص یې او ځکه له تا څخه سپوږمۍ غواړم.

پلار  يې ترې وپوښتل:

– که دې له نورو شیانو سره مینه وي، ته فکر وکړه، یا اسونه خوښوې یا دمېوو یو باغ خوښوې؟ ته چې هر یو خوښوې، زه بې په بيړه درته اماده کړم.

شهزاده وویل:

– زه دغه ټول غواړم چې له ځان سره یې ولرم، مګر نن سپوږمۍ غواړم.

له پاچا څخه لاره ورکه شوه زوی ته یې وویل:

– زویه! زما لپاره دسرخوږی جوړ کړ.

وزیرانو ته یې امر وکړ چې دسپوږمۍ د ترلاسه کولو لپاره یوه حل لاره ولټوي.

دوه لسو وزیرانو شپه ورځ غونډه کوه او په دې اړه یې فکر کاوه چې څنګه سپوږمۍ ترلاسه کړي. یو له وزیرانو څخه پاڅېد وویل:

لاره او چاره مې پیدا کړه چې سپوږمۍ ترلاسه کړم.

پاچا وویل:

ډېره ښه، هغه لاره څه ده؟ هغه ماته ووایه، چې ډېر پرېښانه یم.

وزیر وویل:

– زه باید یو لوړ برج جوړ کړم چې تر اسمانه ورسېږي، همدارنګه وزیر وویل: څه وخت مو چې برج جوړ کړ نو شهزاده کولای شي په برج کې پورته ولاړ شي او سپوږمۍ ونیسي.

د وزیر موخه دا وه چې دتل لپاره د شهزاده له جنجاله خلاص شي.

پاچا وویل: ډېره ښه خبره ده! پاچا سم په لاس دبرج دجوړولو امر وکړ.

په ټول هېواد کې د لوړ برج دجوړېدو خبر نشر شو، د دې ملک خلکو به په خپلو منځو کې د دې برج غورې کولې. کاریګر و د ونو په غوڅولو بوخت شول، تکړه نجاران د برج په جوړولو بوخت شول ترهغه وخت یې جوړ کړ چې په په هېواد کې يوه ونه هم پاتې نه شوه. له دې ورسته یې ونې یوله بل سره وتړلې او ساختمان یې ترې جوړ کړ.

په نړۍ کې تر ټولو لوړ برج و، دلمر مخ یې پټ کړ. له لرې لرې ځایو څخه یې خلک نندارې ته راغلي و چې برج ته دشهزاده ختل وویني.

له ټولو څخه مخکې ښهزاده خپلې خبرې وکړې، وویل:

– شهزاده څومره لوړ فکر لري!! دا زه وم چې دغه ماڼۍ جوړه شوه که زه نه وی دغه ماڼۍ به هم نه وای جوړه شوې.

دموزیک له غږولو ورسته ټولو چک چکې وکړې او شهزاده برج ته وخوت په برج کې پورته تللا ترهغه پورې چې له خلکو څخه ورو ورو ورک شو. اسمان ته نږدې شو چا نشوای کولای چې هغه وویني چې تیاره شوه ټول کورونو ته ولاړل په کورونو کې يې ماڼۍ ټه د شهزاده دختلو کیسې کولې.

اونۍ، میاشتې، کالونه تېر شول مګر شهزاده له سپوږمۍ څخه بیا رانغی. دشهزاده له تلو ورسته سلګونه کالونه تېرشول؛ خو دهغه حال بیا رانه غی. په اخر کې پاچا مړ شو.

 هغه وزیر چې دماڼي دجوړولو فکر یې رامنځته کړ و، پاچا شو؛ په دې شرط هر وخت چې شهزاده له ماڼۍ څخه را کوز شو هغه به پاچا شي.

دغه یو ډېر ښه پاچا و له خلکو سره یې ښه رویه کوله او ټول خلک ترې خوشحاله و. خلکو وړوکی، عصبي او تند خویه شهزاده دسپوږمۍ په لاره هېر کړ.

سلګونه کاله ماڼۍ همداسې ولاړه وه، ونې، نباتات، پاڼې او او ګلونو پکې ښکلي ځېلېدل، خلکو به چې دماڼۍ د تاریخ په اړه پوښتنه کوله چې دا ماڼۍ چا جوړ کړې ده هېچا نشوای کولای چې اصلي ځای ددې ماڼۍ د جوړېدو ووايي.

یوه سپين ږیري سړي وویل:

– دغه ماڼۍ زموږ نیکونو د پاچا له ماڼۍ سره جوړه کړې وه او اوس دمېلې ځای دی.

هېڅ وخت مغروري مه کوئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.