شپونکی

عزت الله نورزی

1,549

د کورپه مخکې له ګلانو سره ناست وم، غوښتل مې چې د ګلانو له ښکلي بوی څخه خوند واخلم، یوه وزه راغله اوګل ته یې خوله وروړله، ماته څوکاله مخکینۍ خپله وزه را په یاد شوه.
زما یوه وزه وه هغه به مې پوله، تل به مې ویل چې وزه مې هم له ځانه سره ښونځي ته بولې وی، د ښونځی له څنګ مې په شنو چمنوکې تړلې وای چې ښه مړه شوې وای بېرته مې له ځان سره کورته بولې وی؛ خو داسې نه کېدل؛ ځکه ماته چا اجازه نه را کوله.
چې له مکتب څخه به کورته ولاړم. مور به مې ډوډۍ تیاره کړې وه. ډوډۍ به مې وخوړه. مابه وزه فصل ته روانه کړه، مور به راته ویل:
– زویه ! ګرمي ده، وزه بو نه ځې، ګرمي به د ووهي.
ماهم د مور خبر منله مابه ورته وویل:
– سمه ده مورکۍ!
موربه راغله، ویده بې کړم چې ګرمي به خلاصه شوه، راویښ بې کړم، په وزه کې بې پړی راته واچاوه، وزه به مې ترپړي ونیوله، سیرلي بې له شانه ورپسې روان شول. کتابونه به مې په بکس کې واچول، قلم پنسل قلم تراش پنسل پاک کتابچې به مې هم په بکس کې واچولې. د فصل په لور به مې وزې روانې کړې. وزه به مې شنو مرغوته بوتله، په شنولښتیوبه مې جای کړه. تبلمېخ به مې ورته ټک واهه؛ هسې نه چې د چا کښت وخوري. مابه خپل کتاب ورته لوست چې مرغې ته به مې بوتله هلته به مې وزه په مرغه کې وتړله. مابه خط ولیک ټوله کورنۍ دنده به مې ولیکه.
چې وزه به مړه شوه، ګودر ته به مې بوتله ښه به مې اوبه کړه، مابه هم اوبه وڅښلې ښه مې په یاد دي زموږ د ګودر اوبه ډېرې يخې وې چې اوبه مې څښلې داسې یخه مز بې وکړه.
په ګودر به ډېرې پیغلې نجونې ناستې وې، زما د وزې سیرلي بې نیول، وړوکوسیرلیو به منډې ترې وهلې، انګازې بې کړې، بغ او بوغ بې کېښود، پیغلو به راسره خبرې کولاې:
– دا سیرلي په موږ خرڅ کړه.
ما به ورته ویل:
– دا سیرلي د وزې دي، نه یې خرڅوم، بیا وزه ور پسې چیغې وهي.
دوی به په کړس کړس خندل، زما کتابونه بې وکتل:
– درس وایې؟
ما به ورته ویل:
– هو
دوی به خندل:
– شپون کله درس ویلای شي؟
زما ځواب دا و:
– له سهاره ښونځی ته ځم، له ماسپېيښنه هغه درس لولم چې معلم صاحب راته ویلای.
پیغلو به راته وویل:
– چې ډاکټر شې موږ ته بیا خوشې دوا راکوې؟
ما ورته وویل:
– زه چې دومره سختۍ تیروم، وزه څروم، ښونځی ته ځم، د دې لپاره چې په راتلونکې کې ډاکټر شم ښه ژوند ولرم ښې پیسې پیداکړم?
دوی وخندل چې ډاکټر شوې موږ ته به وړیا دوا راکوې.
مابه هم ورته وخندل:
– خدای دې وکړي چې زه ډاکټر شم او تاسو ته خوشي دوا درکړم.
وزه به مې اوبه کړه، په لښتي به مې څرنده ترکوره راوستله، وزه ډېره شوخه وه، پر لښتي به سمه نه څرودله، ونو ته بې خوله اچوله.
چې کورته به مې را ورسوله، مور به مې خوشحاله شوه غږ بې راباندې وکړ:
– زویه وزه دې مړه کړه؟
مابه ورته ویل:
– هو، مورې!
بیا بې غږ راباندې وکړ
– درس دې زده کړ؟
ما ورته ویل:
– هو، مورکۍ!
بیابې د خط پوښتنه رانه وکړه.
– ما ورته ویل:
مورکۍ خط مې هم لیکلی.
موربه مې وزه ولوشله یوګیلاس شیدې بې ماته راکړې، وبې ویل:
– زویه نورې به بیګاه ته پخې کړم.
ما به هم ورته ووې:
– ښا مورکۍ
بیګاه به موډوډۍ وخوړه، سپوږمې به چې را وختله، هغې ته به مې خط ولیک بیا به مې کتاب هم ولوست، بیا به ویده شوم.
سهار دوخته به له خوبه راجګ شوم کتاب به مې واخیست، وزه به مې خلاص کړه بیرون به مې وڅروله، چې لمر به را وخوت، وزه به مې کورته راوستله، مورکۍ به وزه ولوشله ماته بې یوګیلاس شیدې راکړې. زه به د ښونځی په لور روان شوم.
چې په ښونځی کې به معلم صاحب پوښتنه وکړه:
– چا کورنۍ دنده را وړې ده؟
مابه لاس پورته کړی و، یو دو نوروبه هم پورته کړ.
معلم صاحب به زموږ کورنۍ دنده امضاه کړه.
نوربې ښه وتړسول.
– له دغو هلک څخه نه شرمېږئ چې وزې څروي او کورنۍ دنده هم لیکلي.
معلم صاحب به چې غږ وکړ:
– چادرس زده کړی؟
مابه ګوته پورته کړه:
– ما
څوکسانو به نوروهم ګوتې پورت کړې.
په موږ بې درس ووې، نور بې په لښتو ووهل.
معلم صاحب به راته ویل:
وړوکی شپونکی ډېر کوښښ کوي؛ په ما ګران دی؛ نوی درس یې هم زده دی.
چپراسي به شپلک وکړ، موږ به رخصت شو.
ازموینې مو پای ته رسېدلې وې، په اخره ورځ د نومر معلومولوته ورغلي و چې معلم صاحب نومونه واخیستل اول یې زما نوم واخیست، یوه کتابچه یوقلم یوخط کش یې راکړل. څومره ورته خوشحاله شوم د کورپه لورمې منډې کړې.
چې کورته ورسېدم مورته مې ورښکارکړل، ماوې معلم دغه شیان راکړل هغه هم ورته خوشحاله شوه.
له ډېرې خوشحالۍ مې ډوډۍ ونه خوړه، خوب نه راتلا.
چې ماسپیښن شو، وزه مې له کوره بوتله ماوې:
– نن بې غره ته بوځم چې ښه مړه شي.
وزه او سیرلي مې غره ته بوتلل، هلته مې خوشي کړل، ښکلې مرغې او ګیاوې وې، وزې او سیرلیو خوړل؛ خو وزه یوې ونې ته په دوه پښو ورپورته شوه، تر پښو د لاندې یې تیږه ولوېده، وزه راخطا شوه په زنۍ کې یې خنډ ولاړ چې هر څومې زور ورسره وکړ راکوزه مې نشوای کړای وزې خارکۍ هم ډېرې چیغې وکړې؛ خو زما زور نه پرې رسید سیرلیوهم ورته چیغې کړې.
له ډېرو بوغو ورسته هلته مړه شوه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.