د طالبانو او قطر-ترکېې ترمنځ د هوايي ډګرونو د مدیریت خبرې له بن بست سره مخ شوي

529

د افغانستان د پنځو هوايي ډګرونو د مدیريت له پاره د طالبانو او د ترکېې-قطر مذاکراتي ټيمونو ترمنځ خبرې اترې وروسته له هغې له بن بست سره مخ شوي دي چې طالبان پر دې اصرار کوي چې د هوايي ډګرونو امنیت به د دوی خپل جنګيالي ساتي.

Afghanistan Erster ziviler Evakuierungsflug seit US-Abzug aus Kabul gestartetد کابل يوازينی هوايي ډګر د تیر میلادي کال په اګست مياشت کې وروسته له هغې ډیر زیانمن او ککړ شو چې په زرونو افغانانو پر دغه میدان هجوم یوړ او هڅه ېې کوله چې د تخلېې پروګرام په پروازونو کې ځانونه بهر ته وباسي. دا هغه وخت وو چې له افغانستانه وروستي بهرني ځواکونه د وتلو په حال کې ول، د افغانستان حکومت تازه ړنګ او طالبان تر شل کلنۍ جګړې وروسته بیرته واک ته رسیدلي ول.

که څه هم دا وخت د کابل هوايي ډګر د ځینو کورنيو او نړیوالو پروازونو پر مخ خلاص دی، خو د لويو هوايي شرکتونو د بشپړو خدماتو وړاندې کولو له پاره اړتیا لري تر څو د خدماتو کچه ېې د پام وړ سطحې ته لوړه کړل شي.

طالب او قطري چارواکو ويلي دي چې د طالبانو سرپرست خارجه وزير، اميرخان متقي، د هوايي ډګرونو په هکله یو توافق ته د رسیدلو په موخه روانه اوونۍ په دوحه کې د قطر د بهرنيو چارو له وزير، شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني، سره دوه ځله اوږدې کتنې درلودې. خو دغه خبرې چې په هغو کې د کندهار، هرات، مزارشريف او خوست د هوايي ډګرونو بیارغونې هم شاملې وې، له بن بست سره مخ شوي دي او پرمختګ نه لري.

Afghanistan Hamid Karzai International Airport in Kabulپه مذاکراتو کې بن بست وروسته له هغې رامنځته شوی چې طالبان اصرار کوي د هوايي ډګرونو امنیت به د دوی جنګيالي ساتي

د طالبانو یوه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وويل: «د ترکېې-قطر له کنسرسیوم سره د کابل د هوايي ډګر قرارداد یوازې د تخنيکي ملاتړ له پاره دی.»

د فرانس پریس خبري آژانس په حواله دغه طالب چارواکي ويلي دي: «د هوايي ډګر ساتنه به زموږ خپل افراد کوي. زموږ په خاوره کې د بهرنيو قواوو او یا د بهرنيو امنيتي کارپوهانو حضور د افغانستان اسلامي امارت له پاره د منلو وړ نه دي.»

په قطر کې میشت يو ديپلومات چې له دغو خبرو اترو خبر دی ويلي دي کله چې خبرې د کابل د هوايي ډګر امنيتي مسائيلو ته ورسیدې، طالبانو ېې په اړه «ډير غوښتونکي» ول.

دغو مذاکراتو څخه د چارو يو باخبره کارپوه چې نه غواړي نوم ېې یاد شي وویل څرنګه چې قطر او ترکيه «طالبانو باندې باور نه لري»، غواړي د کابل هوايي ډګر د امنيتي مدیریت په اړه له طالبانو سره خبرې وکړي.

دغه کارپوه زیاته کړه: «هيڅ لوری دې ته حاضر نه دی چې د خپلو الوتکو او خدمو امنیت او خوندیتوب، د طالبانو د ېوې امنيتي ژمنې په بدل کې په خطر کې واچوي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي هم پر ټويټر ليکلي دي چې متقي له خپل قطري سیال سره په کتنه کې د افغانستان د هوايي ډګر پر هغو مسائيلو خبرې کړي چې لا تر اوسه ورباندې توافق نه دی شوی.

هغه زياته کړې: «په ليدنه کې دواړو خواوو هغه ټکي مشخص کړل چې لا زيات بحث او وضاحتونو ته اړتیا لري.»

د کابل په هوايي ډګر کې د بشپړو خدماتو احیا د افغانستان د پاشل شوي اقتصاد له پاره یوه حياتي مسئله ده. په حاضر وخت کې د دغه هوايي ډګر مدیریت د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره د قطري کارپوهانو په مرسته مخته وړي کوم چې له افغانستانه د امریکايي قواو تر وتلو وروسته ډير ژر کابل ته راغلل.

په متحده عربي اماراتو کې میشت یو شرکت دا وخت د کابل په هوايي ډګر کې خدمات تر سره کوي. اوسمهال دوه افغان هوايي شرکتونه، کام ایر او اریانا افغان هوايي شرکت، له کابل څخه دوبۍ، دوحې، اسلام آباد او تهران ته پروازونه کوي. د ایران مهان ایر هم کابل ته پروازونه کوي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.