!اختر او زما شلېدلې جامې

لیکوال: مطیع الله سحر احمدزی

1,175

زه ماشوم وم زما یوه مور او یوه مې کوچنۍ خور وه، زموږ ډېره زیاته غریبي وه، په کلي کې به مې چې د نورو ماشومانو ناسته پاسته، خوراک او څښاک او خرچې ليدلې نو زه به خپلې غریبۍ ډېر سخت دردولم.

مور مې هم ډېره بېوسه وه، په کلي کې به یې د یو بل جامې مینځلې د ورځې به یې د یو وخت ډوډۍ زموږ لپاره پیدا کوله. اختر ته دوه درې ورځې پاتې وې، د باندې بنجارې واله غږ وکړ چې د اختر لپاره مې نوي شیان نوي جامي راوړي، راشي او نوي نوي شیان واخلئ، د بنجارې واله په دې غږ سره ما هم ورمنده کړه هلته د کلي ماشومان ترې راټول ول، هر یو ورته ویل، ماما دا په څو دي او ما د هغوي تماشه کوله، د بنجارې واله بازار سم ګرم و.

ماشومانو د اختر لپاره جامې اخیستلې او په منډه یې کور ته وړلې، بنجارې واله ته به یې ویل ماما سبا ته بیا راشه موږ نور شیان هم اخلو، زموږ غزیبي وه ما هېڅ هم وانخیستل خو د کلي ماشومانو ما پورې خندل او پېغورونه یې راکول، وای پيسې نه لري اختر ته یې هېڅ هم وانخیستل.

زه هم په منډه کور ته راغلم، د توت د ونې له سیوري لاندې مې مور ناسته وه وړوکې خور ته مې شلېدلو جامو ته پیوند اېښودلو، پر ما یې سترګې ولګېدلې راته یې وویل، زما ګرانه ته مه خپه کېږه د خور دا جامې دې خلاصې شي بیا تا ته هم جامې جوړوم، ته به په هغو جامو کې ډېر ښایسته ښکارې.

زه هم ماشوم وم زیات په ښه او بد نه پوهېدم ما له خپلو همزولو سره سیالي کوله، مور ته مې وویل نه مورې زه دا زړې جامې په اختر کې نه اغوندم ماته باید نوې او ښکلې جامې واخلې باندې بانجارې واله راغلی د کلي ټولو ماشومانو ترې نوې نوې جامې واخیستلې. ټول ماشومان ما پورې خاندي وای په یوه اختر کې دې هم نوې جامې ونکړې.

مور مې راته وویل ګوره زویه موږ غریبان یو د نوو جامو وس نه لرو موږ به په همدې زړو جامو ګوزاره کو. او ستا خو بیا دا جامې هم ښکلې دي یوازې لږ شلېدلی هغه یې درته ګنډم دا به تا سره ډېرې ښایسته ښکاري.

خو مور مې چې هر څومره راته وویل ما یې خبره نه منله، مامې مورته دومره وژړل چې اخېر مې سترګې له ژړا سرې شوې خو بیا يې هم راته جامې نه اخیستې. مور مې ډېره په تنګ کړه،  بیا یې په خپله چپړه ملا ته کلک ووشتم، ما ویل که یې سم په ټوپک ووشتم، بیا یې راته خپل یو امېل راکړ.

په منډه راغلم بنجارې واله ته، هغه کافر هم راته په یوه امېل یوه جوړه جامې راکړې، زه دومره ساده وم چې بیا هم خوشحال ومه، له خوشحالۍ سم په بد حال ومه.

بیا مې رامنډې کړې خپلو حمزولو ته په نره راغلم چې ما هم د اختر لپاره نوې جامې واخیستلې، همداسې په خوشحالۍ کې ان تر هغه بره کلي لاړم، دا زما په ژوند لومړۍ اختر و چې ما نوې جامې واخیستلې.

وروسته بیا کور ته راغلم، مور مې سلګیو نیوله وه او بنجارې واله ته یې خېرا وې کولې چې ته ولې دې کوڅې ته راتلې. تاسې د خلکو له ژوند نه څه خبر یاست څوک به پیسې لري څوک به یې نه لري ولې د خلکو زړونه ازاره وئ.

اخوا مې خور په لوبو بوخته وه د هغې مې هم نوو جامو ته راپام کړ، هغه هم مور ته مې په ژړا شوه ویل مورې ماته هم نوې جامې….

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.