قلم

الحاج قیام الدین قیام

482
ھر توری یې عسکردی،ھره لیکه یې لښکردی
قلم اوس په نړۍ کې له ھر فوځ نه زورور دی
قلم پدې وړه جُسه کې مه ګورئ ، ډیرغټ دی
په توره او میړانه کې، د غرونو په څیر ستر دی
په قد وړوکی ښکاري ، سترکمال لري په ځان کې
ھم توره ده ھم ډال دی،ھم کمین دی ھم سنګردی
قلم ھغه وسله ده چی لښکرې ماتوۍ شي
پدې وسله سمبال لښکر په ھرمیدان کې بردی
وړوکي نرۍ نوکه یې په توپ او ټانک بریږي
ویشتل کوي ځوانانو،ھم راکیټ دی ھم ستینګردی
نن ھغه څوک اتل دی چی قلم ېې سم خوځیږي
قلم چې د چا خوار دی،ھغه خواردی درپه دردی
نن ګټه په قلم کې ده ، قلم د ثُروت مور ده
توپک چې چا خپل کړی،په ھرکارکې ېې ضرردی
اوس ټول له توپک تیر شئ،خپل قلم واخلئ ځوانانو
قلم کارول زده کړئ چې ھم توره ھم ھنردی
قیام ته چې را وځئ ، خپل قلم درنه ھېر نشي
قلم په ھر میدان کې اوس د ھر بري مصدردی
قیام

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.