طالبانو د شېرخان بندر دروازه تړلې

553

د طالبانو د حکومت چارواکي تاییدوي، چې د شیرخان بندر دروازه یې تړلې او چاته د تېرېدو اجازه نه ورکوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد مونږ ته دا خبره د هغو راپورونو په غبرګون کې وکړه چې وایي، څو تاجک موټر چلونکو ته د طالبانو سیمه ییزو چارواکو اجازه نه ده ورکړې چې بېرته تاجکستان ته ستانه شي.

مجاهد مونږ ته وویل، دوی وروسته له هغې دې پرېکړې ته اړشول، چې د تاجکستان چارواکو د افغانانو پرمخ د خپلې پولې د خلاصېدو لپاره د دوی پرله پسې غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه کړ.

هغه زیاته کړه: د تاجکستان خواته زموږ له خوا نه دا څومیاشتې ستونزه نه وه، خو تاجکي اړخ متاسفانه له دې خوا نه په بندرباندې هیڅوک هم نه پرېښودل. له هغې خوا موږ هرڅوک را پرېښودل بیا له دوی نه مو څوواره غوښتنه هم وکړه چې دوی هم ورته تعامل وکړي، دلته تجاران لرواو خلک د ستونزو په درلودلو سره اوړي تاجکستان ته ضرورتونه لري، په قانوني اسنادوله قانوني لارو ځي. خو متاسفانه هغوی همکاري نه کوله. بار بار دا خبره موږ په ناستو پاستو کې مطرح کړې وه او د بهرنیو چارو وزارت له خوا هم دا مسئله تعقیب شوې وه، وروسته موږ هم دې ته مجبور شو چې ورته ګام واخلو. لکه څنګه چې دوی د افغانستان له خوا چاته اجازه نه ورکوي چې هاخوا ته لاړشي، نو موږ هم له هغې خوا د راتګ اجازه بنده کړه.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه، څو پورې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اعتماد او د بهرنیو چارو وزارتونو په سطحه یو تفاهم نه وي رامنځته شوی، د شېرخان بندر دروازه به بنده وي او سیمه ییزو چارواکو ته ویل شوي چې له هغې خوا هم چاته اجازه ورنه کړي چې افغانستان ته را واوړي.

دغه راز پرون سیمه ییزو رسنیو په شېرخان بندر کې د طالبانو د ساتونکو او د تاجکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتې راپور ورکړی و، خو د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د نښتو خبره ردکړې ده.

د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې چې طالبان پرافغانستان بیا واکمن شوي، د منځنۍ آسیا د هېوادونو په ډله کې چې له افغانستان سره ګډې پولې لري، د نوروپه پرتله له تاجکستان سره یې اړيکې ښه نه دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.