کثافت دانی

وږمه سبا عامر

1,728

هغه د یوه بنګړي په شان ماته ماته او ستومانه، تخت باندې پرته وه. شېبه مخکې له دفتره راغلې وه. په کوټه کې بد بوی خور و، خو هغه نپوهېده، چې کوټې ته بوی له کومې خوا راځي؟ د لوږې احساس یې وکړ، خو د لاسه یې نه کېده چې په پخلنځي کې ځانته څه پاخه کړي. د ډرامې د کتلو وخت و. دغه ډرامه یې د تېرې یوې میاشتې راهیسې د هیواد په یوه تلویزیوني چینل کې څارلې وه، خو اوس د ډرامې لیدو ته د تيرې اونۍ په شان لېواله نه وه.

 د ښاپیرۍ خبرو به شېبه په شېبه له ځان سره وړله، سترګې یې له اوښکو را ډکې شوې، پړمخې پرېوته او په لوړغږ یې په خپله کوټه کې ډېرې چیغې ووهلې، مور ته، پلار ته، خور او وروڼو ته یې ښېراوې وکړې.

ښاپیرۍ ورته رښتیا ویلي وو، د هغې یوه خبره هم د دې په تاوان نه وه، خو اوس اوبه له ورخه تېرې وې، له ځایه پورته شوه، تشناب ته ننوته، هندارې ته یې وکتل، د شونډو سور رنګ یې پاک شوی و، د بڼو ریملونو یې د اوښکو له لاسه سمې تورې تورې کرښې پرمخ جوړې کړې وې.

 موسکۍ شوه، ویې خندل، په اوږو پراته وېښتان یې نور هم په مخ راخوشې کړل، سمه د بلاګانو شهزادګۍ ښکاره شوه.

 تېر کال یې د ماشومانو په مکتب کې د بلاګانو د لمانځ ورځې (هالوین) په ورځ لېدلې بلا وریاده شوه.

زړه یې ونه غوښتل چې مخ پرې وینځي، له تشناب څخه ووته، پخلنځي ته لاړه، شا وخوا یې وکتل، څه یې ونه موندل، د مېز په سرباندې د واینو دوه تش ګیلاسونه او د پخلنځي د لوښو وینځلوځي کې څوقابونه پراته وو. لاړه یو یو قاب یې راواخېست، سږمو ته یې نږدې کړ، خو یوه یې هم په اپارتمان کې د خور بوی بڼه نه لرله.

  زړه یې تنګ شو، بېرته خپل د خوب کوټې ته راغله، پر تخت پرېوته او د ښاپیرۍ د خبرو دنیا کې ډوبه شوه، په زړه یې توره تیاره راغله، په دې وخت کې یې په موبایل زنګ راغی، پرته له دې چې یې نمبر وګوري موبایل یې بند کړ.

چیغه یې وکړه، په لوړ غږ یې وویل:

ـ خاورې وخورئ، زهر وخورئ، د تاسو له لاسه زه تباه شومه، اوس به بیا ډالرې غواړئ ولې چې نن زما د خوارۍ او مجبورۍ مزد راغلی.

د اپارتمان ټالۍ وشړنګېده، وارخطا لاړه، په دوربین کې یې ولیدل، د دفتر مشر و، د تل په څېر، اوتو کړی د اپارتمان د دروازې مخ ته ولاړ و.

ویې غوښتل چې نن دروازه خلاصه نه کړي، او که خلاصه یې کړي، نو یوه ښه څپېړه پر مخ ورکړي.

 دې سوچ لږه ارامه کړه. زر یې دروازه خلاصه کړه، هغه موسکۍ و. اپارتمان ته دننه شو، له دننه کېدو سره یې د خپلې کرتۍ له جېب څخه دستمال راوویست او پوزې ته یې ونیوه، له هغې څخه یې وپوښتل:

– دا څه خوسا بوی دی؟

-نپوهېږم زه هم حیرانه یم چې دا د څه بوی دی؟

مشر ورته موسکی شو.

دواړه په دې لټه کې شول، چې د بد بوبۍ سرچینه معلومه کړي، تر پلټنې وروسته یې د جامو په المارۍ کې د جرابو په منځ کې له چینجو ډک خراب شوی برګر وموند.

له وېرې یې د المارۍ خانه بېرته بنده کړه، خو سړي، خانه راوویسته او د څو جوړو ښکلو ښکلو جرابو سره یې په کثافت دانۍ کې چپه کړله.

سړي د اپارتمان د دواړو خواوو کړکۍ پرانیستې او په لنډو شېبو کې خوسا بوی له کوره ورک شو. سړي هغې ته وویل چې تشناب ته لاړه شي او خپل مخ دې ووینځي. هغه لاړه، مخ یې په ګرمو اوبو اوصابون ښکلی ووینځه، هندارې ته ولاړه وه، سوچ کې لاړه، چې ولې یې دې بوډا ته په مخ څپیړه ورنکړه؟ ټکان یې وخوړ، ورپه زړه شول چې تر مقررۍ مخکې دې ورته برېښنالیکونه استول، او هغه یې پخپله ځان پسې لېونی کړی و. فکر یې وکړ چې څپیړه به ورته درنه پرېووځي، ښه ده چې ورکړې یې نه ده، خبره په نرمه خلاصول پکار دي.

بېرته د خوب کوټې ته راغله، سړی یې خوا ته ورنږدې شو، په غوښن ورانه یې لاس ورکېښود، خو دې د هغه لاس لرې کړ. سړي ته یې وویل چې غواړي لکه د کوټې د وږمې په شان خپل ژوند بدل کړي، خو د سړي په شونډو ترخه موسکا راغله ورته یې وویل:

-زه اوته دواړه، د هغه خوسا برګر په شان یو، اوس زما او ستا ځای هماغه کثافت داني ده.

کال ۲۰۱۶، د فبرورۍ ۲۱ مه

پراګ – چیک جمهوریت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.