که زورت نمې رسيد چرا دوتا نه کردي؟ 

داکتر صلاح الدين سعيدی 

647
زمونږ بعضې وطنداران په ژړا او واويلا کې د امامانو د شهادات په اړه چيغه وهي، غمشريکی کوي او ژړا کې وايي: …. که نمی توانستی چرا فرار نه کردی؟
که زورت نمی رسيد چرا دوتا نه کردي؟
دا ظاهر کې ټوکه ډېر جدي ديني او عقيدتي بنياد لري چې اکثر سرتمبه پښتانه د تأريخ په اوږدو او بعضې يې همدا نن هم پرې نه دي پوه.
وايي جناب حامد کرزي نارينه کار وکړ چې د په افغانستان کې د طالبانو د قدرت رسېدو سره سره فرار يې ونه کړ!
اما د اسلام په دين کې هجرت هم په ېو ډول پر همدې اصل ددغه مجبوريت حالت سره اړه لري او ولاړ دی. د تقيې ( تقيه)  سياست هم پر همدې اصل ولاړ دی. چې د اړتيا په وقت کې ددوی د فکر سره سم کاظم الغيض او  امام کاظم شي. دا چې درست کار او درست فهم د اسلام له دينه دی او که نه، دا جدا بحث دی. دا لاره مطرح ده چې د انفرادي حالاتو سره متفاوت ارزول کېږي او ارزول کېدای شي.
ضرورت او مجبوريت حالاتو کې د پرګمتيک سياست او کړنلارې خواته  چې د بدو بدو بدو امکاناتو نه د لږ بد لار غوره کول درسته او مبرر ورکوي هم د دقت وړ حالت دی. هو دا هغه توصيه ده چې زه ورته په ېو ډول مايل ېيم.
افغان طالبانو هغه شعار مطرح کړ  او هغه کړنلاره خپله او غوره کړې وه چې  د ملت او اسلام غوښتنه وه. هغه په افغانستان کې د غير اسلامي عسکرو د تسلط ختمول او افغانستان کې د اسلام  د دين شريعت جاري کول وه. د طالبانو د حاکميت په پايله کې ۹ مياشتې مخکې  افغانستان کې د کفري عسکرو ظاهري حضور او  حاکميت الحمد لله د افغان ملت او طالبانو د مجاهدت په نتيجه کې  د الله تعالی په عون  ختم شو، خو په پايله کې د مرتد پنجاب حاکميت پر افغانستان مسلط کړای شو او دې ته عمل کې پوره پوره لار اواره شوه. اوس چې پنجاب په افغانستان کې هرڅه وغواړي هغه افغانستان  کې کولای شي او کوي. هو د تأريخي مشهور، علني پاکسناني طپارو د تجاوزه څه د پاسه اوه لسيزې تېريږي. هو د مغلکۍ د بمباردمان او بيا د اوس پاکستاني بمباردمان او له پاکستانه پر افغانستان باندې امريکايي هوايي کنترول، د پاکستاني جنرالانو جيبونو له شنو دالرو ډکوي او پاکستاني مفتيان هم خپل حق اخلی.
په افغانستان کې د اسلامي شريعت طالبي فهم د سترو ستونزو سره عمل کې مخامخ او عملي عادله جنبه او شرايط او لازم خبير کادرونه نه لري.
د طالب د موجود حاکميت غير مشروعيت کې حتی اکثر طالبان مشران هم شک نه لري او هڅه کوي چې کومه لويه جرګه دايره او د خپل نظام مشروعيت ترلاسه کړي. دا ځان غولونه ده او د مشروع حاکميت ېواځې د افغان مجاهد ملت د انتخاب په صورت کې مېنځ ته کېدای شي.
مونږ د ناستو او ولاړو او د جرګو ملاتړ کوو چې د ملت د انتخاب لپاره پرې دا ميکانيزم فعال شې چې ټولې خواوو ته د فبول وړ شي.
نو که جرګه طالب د خپل د حاکميت د مشروعيت د حصول لپاره کاروي، نوهغه لويه جرګه چې طالب راوغواړي طالب ته به مشروعيت ورکړي او هغه لويه جرګه چې زه راوغواړم، ماته به مشروعيت ورکړي.
الله ج دې مونږ ټولو ته هدايت وکړي. د طالب د حاکميت اوسنۍ سياست د جګړې د ادامې سياست دی او دا د افغان ملت او مسلماناتو  په ګټه نه دی. له اسلامه د تحجري فهم د تطبيق هڅه او تماميت خواهي ده چې دا ملت ته خوشبختي نه شي راوړلای.
ېواځنۍ لار ټول ټاکنو ته رسما تعهد، د تذکرو د ويش په شمول دغه برخه کې د ورته انساني ټولنو نه په زده کړې، پوره تدابير او تر ېوه کاله افغانستان کې د شفافو قوانينو او نړېوالو ناظرينو تر نظر لاندې ټول ټاکنې کول د حل لارې دي. نوی بن د حل لار نه ده.
و ما علينا الا البلاغ المبين
۱۷/۵/۲۰۲۲

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.