مکې ته ولې دا نوم اخيستل کېږي

763

مکې ته ولې دا نوم اخيستل کېږي؟

د مکې ښار د مدينې جنوب لويديځ خواته څلور سوه کيلو مټره فاصيله کې پروت دی. پخوا يو کوچنی کلی ؤ چې پۀ وړو غونډيو کې راګېر ؤ. د ابراهيم عليه السلام د کورنۍ د استوګن کېدلو وروسته چې دلته زمزم اوبۀ پيدا شوې، د جرهم قبيله هم د هاجرې پۀ اجازه استوګنه شوه. اسماعيل عليه السلام د مضاض د لور سره وادۀ وکړ او کرار کرار دا شړه دښته يو اباد کلی شو.

مکه ورته ځکه وايي چې دا لفظ د کېناستلو پۀ مانا دی او دلته هم د ډېرو قوتونو زور اوبۀ شوی او ناست شوی دی، لکه تاريخ کې راځي، تبع خميري چې کعبه وليدله، نرم شو، ټوټه يې ترې تاو کړه او لۀ نړېدو يې عاجز شو. ابرهه اشرم د شپېتۀ زره فوج او لويو فيلانو سره د دې ښار هيڅ هم ونکړل. ذوالقرنين به پۀ عاجزۍ د دې کنډر طوافونه کول، عباسي او اموي خلفاوو به دلته سپڼ نشو وهلی، اوس هم باچاهان د عامو خلکو پۀ څېر دلته ازاد ګرځي.

مکه د رش، ازدحام پۀ مانا هم ده. دلته به لۀ پخوا نه د حج پۀ موسم کې رش او ازدحام ډېر ؤ، ځکه يې مکه وبلله، تر دې قريشو به د ډېر رش او ساري ناروغيو د انتقال لۀ امله خپل ماشومان بانډو ته ترې لېږل.

مکه د يو مرغۍ نوم هم دی، د دې ښار پۀ باغچو کې به کېناستله او عجيب اوازونه به يې کول. عربو به ويل، کله چې يو څوک د دې مرغۍ اواز واوري، حج يې بشپړ دی.

مکه د څټ ماتېدلو پۀ مانا هم ده، يانې کله چې څوک د دې حدود مات کړي او د دې د ويجاړېدو تکل وکړي، څټ يې ماتېږي، کبر يې ماتېږي. وليد بن مغيره چې کله د کعبې ابادي نوې کوله، د دې زوړ دېوال يې پداسې حال کې ونړاوۀ چې وېره پرې پرته وه او لاسونه يې لپه کړي ؤ، ربه مونږ د زياتي نېت نلرؤ.

مکه د منځ پۀ مانا هم ده ځکه چې دا هم د نړۍ منځ، مغز او مرکز دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.