زکات/صدقه او نبوي حدیثونه

1,396

له ابي هریره رضـــ الله تعالی عنه نه روایت دی چې رسول الله صــــ الله علیه وسلم وفرمایل: هر کله چې تا د خپل مال زکات ورکړ نو اداء دي کړ کوم چې په تا لازم وو.

ـــــــــــــــــــــ

له حضرت علي رضــــ الله تعالی عنه نه روایت دی چې رسول اکرم صــــ الله علیه وسلم وفرمایل: ما د اسونو او غلامانو زکات معاف کړ نو هر څوک دي له هرو څلویښتو درهمو نه یو درهم زکات راوړي او په یو کم دوه سوه یعني 199 درهمو کې ماته د زکات اخستل نشته خو چې دوه سوه شي نو په هغې کې پنځه درهمه زکات دی.

ـــــــــــــــــــــ

له عبد الله بن مسعود رضـــ الله تعالی عنه نه روایت دی چې رسول الله صــــ الله علیه وسلم وفرمایل: په هرو دېرشو غواګانو کې یو کلن سخوندر/سخوندره او په هرو څلویښتو غواګانو کې دوه کلنه غوا/سخوندره زکات ورکول کیږي.

ــــــــــــــــــــ

له ابن عباس رضــــ الله تعالی عنه نه روایت دی چې رسول الله صــــ الله علیه وسلم کله معاذ بن جبل رضـــ الله تعالی عنه یمن ته ولیږلو ورته یې وفرمایل: ته به د اهل کتابو په یو قوم تیر شې نو هغوی ته ددې خبري دعوت ورکړه چې له الله ﷻ نه پرته بل څوک د عبادت وړ نشته او زه _محمد_ صــــ الله علیه وسلم د الله ﷻ رسول یم، که دا قبول کړي نو هغوی خبر کړه چې الله ﷻ په شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځ فرض کړی دی، که هغوی دا ومنې نو خبر یې کړه چې الله ﷻ په هغوی د هغوی د مالونو زکات فرض کړی دی چې د هغوی له امیرانو نه اخستل کیږي او د هغوی فقیرانو ته دي ورکړل شي، که هغوی دا هم قبول کړي نو د هغوی د ښو مالونو نه ځان وساته یعني په زکات کې ښه مال په چاڼ کولو سره مه اخله او د مظلوم له ښیرو نه بچ اوسه ځکه چې د هغه او الله ﷻ په منځ کې هیڅ پرده نشته یعني ژر قبلیږي.

ــــــــــــــــــــ

له ابو هریره رضـــ الله تعالی عنه نه روایت دی چې رسول الله صــــ الله علیه وسلم وفرمایل: په مسلمان د هغه د آس او غلام زکات نشته.

ـــــــــــــــــــــ

له ابن عمر رضــــ الله تعالی عنه نه روایت دی چې رسول الله صــــ الله علیه وسلم وفرمایل: د شاتو په هرو لسو مشکو کې یو مشک زکات ورکړئ.

ـــــــــــــــــــــ

له ابن عمر رضـــ الله تعالی عنه نه روایت دی چې رسول الله صــــ الله علیه وسلم وفرمایل: چا چې مستفاد مال پیدا کړ په هغه زکات نشته تر څو پوري چې یو کال پرې تیر نه شي.

ـــــــــــــــــــــ

له ابن عباس رضــــ الله تعالی عنه نه روایت دی چې رسول الله صـــ الله علیه وسلم وفرمایل: په یوه ځمکه کې د دوو قبلو والا اوسیدل وړ نه دي یعني د اهل کتابو او مسلمانانو او په مسلمانانو جزیه نشته.

ــــــــــــــــــــ

له زینب رضـــ الله تعالی عنها نه چې د عبدالله رضـــ میرمن ده روایت دی چې رسول الله صــــ الله علیه وسلم مونږ مخاطب کړو او ویې فرمایل: اې د ښځو ډلې ! صدقه ورکړﺉ که چیرته ستاسو له کالو او زیوراتو هم وي ځکه چې په تاسو کې اکثر په قیامت کې اهل جهنم دي.

ــــــــــــــــــــ

له معاذ رضـــ الله تعالی عنه نه روایت دی هغه د رسول الله صــــ الله علیه وسلم نه د ترکاري/سبزو د زکات په اړه پوښتنه وکړه نو حضور صــــ وفرمایل: په دې کې هیڅ زکات نشته.

ــــــــــــــــــــ

له ابي هریره رضــــ الله تعالی عنه نه روایت دی چې رسول الله صــــ الله علیه وسلم وفرمایل: هغې کروندې ته چې د اسمان اوبه ورکول کیږي یعني د باران او ویالې په اوبو زرغونه شي په هغه کې لسمه برخه زکات دی او کوم شې ته چې په راښکلو سره اوبه ورکړل شي یعني اوښ یا غوایې سره را وایستلی شي نو په هغه کې شلمه برخه زکات دی.

ـــــــــــــــــــ

له ابوهریره رضـــ الله تعالی عنه نه روایت دی چې رسول الله صــــ الله علیه وسلم وفرمایل: د ځناور د وژلو بدله نشته، د کوهي/څاه په کیناستلو/چپه کیدلو کې که څوک مړ شي بدله یې نشته او د کافرو په ښخه شوې خزانه کې پنځمه حصه ده.

ــــــــــــــــــــ

له رافع بن خدیج رضـــ الله تعالی عنه نه روایت دی چې رسول الله صــــ الله علیه وسلم وفرمایل: په انصاف سره زکات اخیستونکی یعني چې زیاتی نه کوي او په زکات کې ښه مال په چاڼ کولو سره وانخلې نو هغه داسې دی لکه د الله ﷻ په لار کې جنګ کوونکی تر هغو چې خپل کور ته واپس نه شي.

ــــــــــــــــــــ

له انس بن مالک رضـــ الله تعالی عنه نه روایت دی چې رسول الله صــــ الله علیه وسلم وفرمایل: د زکات په ترلاسه کولو کې زیاتی کوونکی داسي دی لکه زکات نه ورکوونکی.

ــــــــــــــــــــ

له جریر رضـــ الله تعالی عنه نه روایت دی چې رسول الله صــــ الله علیه وسلم وفرمایل: هر کله چې زکات اخیستونکی تاسو ته راشي نو هغه له ځانه مه جدا کوئ ترڅو پوري چې هغه له تاسو نه وي راضي شوی.

ــــــــــــــــــــ

له عبدالله بن عمرو رضــــ الله تعالی عنه نه روایت دی چې رسول الله صــــ الله علیه وسلم وفرمایل: د زکات اخیستل امیر ته حلال نه دي او نه هم قوي تندرست/روغ ته.

ــــــــــــــــــــ

له ابي سعید خدري رضـــ الله تعالی عنه نه روایت دی وایې چې د رسول الله صــــ الله علیه وسلم په زمانه کې یوه سړي د میوو په کاروبار کې تاوان وکړ او ډېر قرضدار شو نو رسول الله صــــ وفرمایل: ده ته صدقه ورکړئ بیا خلکو صدقه ورکړه خو د هغه قرض پوره نشو، بیا رسول الله صــــ د هغه قرض غوښتونکو ته وفرمایل: څه چې مو ترلاسه کړل واخلئ تر هغه سیوا ستاسو حق نشته.

ــــــــــــــــــــ

له سلمان بن عامر رضـــ الله تعالی عنه نه روایت دی چې رسول الله صــــ الله علیه وسلم وفرمایل: هر کله چې څوک روژه ماتوي نو په قجوره دې ماتوي ځکه چې په دې کې برکت دی بیا که قجوره پیدا نه کړي په اوبو دې ماته کړي ځکه چې اوبه پاکوونکې دي او همدارنګه حضور صـــ وفرمایل: صدقه/زکات مسین ته ورکول فقط صدقه ده او خپلوانو ته ورکول صدقه/زکات ورکول دوه ثوابه لري یو د صدقې بل د صله رحمي.

ـــــــــــــــــــ

له سعید بن یسار رضـــ الله تعالی عنه نه روایت دی هغه له ابو هریره رضــ نه واوریدل ویل یې رسول الله صـــ الله علیه وسلم وفرمایل: چا چې په خوشالي سره د الله ﷻ لپاره د حلال مال نه صدقه ورکړه نو الله ﷻ د صدقه ورکوونکو حلاله صدقه قبلوي او ډیر مهربان الله ﷻ هره داسي صدقه په خپل ښي لاس کې اخلې که څه هم یوه قجوره وي هغه د الرحمن ﷻ په تله کې لوېږي تر دې چې هغه د غره نه هم لویه شي لکه څنګه چې څوک د خپل آس یا غوا د بچې روزنه کوي او لوئیږي.

ــــــــــــــــــــ

له انس بن مالک رضـــ الله تعالی عنه نه روایت دی چې رسول الله صــــ الله علیه وسلم وفرمایل: بې شکه صدقه ورکول د الله ﷻ قهر یخوي او د خراب حالت د مرګ مخه نیسي.

ـــــــــــــــــــ

له ابي هریره رضـــ الله تعالی عنه نه روایت دی چې رسول الله صـــ الله علیه وسلم وفرمایل: بې شکه الله ﷻ صدقه قبلوي او په خپل ښي لاس کې یې اخلې بیا یې د صدقه ورکونکې لپاره لویوي او پالې څنګه چې تاسو د خپل آس د بچي ساتنه او پالنه کوئ تر دي چې د غره برابره شې ددې تصدیق د الله ﷻ په کتاب کې دی چې الله ﷻ فرمایې:

ژباړه: بې شکه الله ﷻ د خپلو بندګانو نه توبه قبلوي او صدقې اخلې، سود محوه/نابود کوي او صدقې زیاتوي.

ـــــــــــــــــــ

له فاطمه بنت قیس رضـــ الله تعالی عنها نه روایت دی چې رسول الله صــــ الله علیه وسلم وفرمایل: په مال کې د زکات نه علاوه حق هم شته بیا حضرت محمد صـــ د سورة البقره دا آیت ولوست: لیس البر نه تر اخره پوري.

ـــــــــــــــــــ

له ابن عباس رضــــ الله تعالی عنه نه روایت دی چې یوه سړي وویل یا رسول الله صــــ الله علیه وسلمزما مور مړه شوي ده ایا هغې ته به څه ګټه ورسیږي که زه د هغې له طرف نه صدقه ورکړم نو حضور صــــ ورته وفرمایل: هو، هغه عرض وکړ چې زما یو باغ دی نو زه تاسو خبروم چې ما د خپلې مور د طرف نه صدقه کړ.

ــــــــــــــــــ

پورتني واړه حدیثونه له ترمذي شریف نه دلته پښتو ته وژباړل شول، ډېره مهرباني چې مونږ څارئ، ملتیا مو کوئ او د مسئولیت په رسولو کې مرسته کوئ، مونږ ستاسو لپاره په پښتو ژبه د قران کریم د آیتونو او نبوي حدیثونو په خپرولو سره ډېر ښه پلان لرو، د خدای ﷻ پالني او نېکي د چارو لپاره د [وَتَعَاوَنُوا] پاڼه خوښه کړئ او له خپلو ملګرو سره یې شریکه کړﺉ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.