پاکستان کې ټول ټاکنې د پنجابي پوځي نظام دوام او

عمر بورا زماني

452

  ۱۱ د جون ۲۰۲۲

پاکستان کې ټول ټاکنې د پنجابي پوځي نظام دوام او د څېرو بدلون دی نور څه نه

په پاکستان کې ټول واک د پاکستان اسټیبلشمنټ (د پاکستان پوځ) سره دی. د پاکستان رسنۍ، قضا او جمهوري حکومت هم د پاکستان د اسټیبلشمنټ له خوا کنټرولېږي. اسټيبلشمنټ هغو ګوندونو ته واک ورکوي چې د اسټيبلشمنټ ټولې پرېکړې سل په سلو کې مني او د ردولو جرأت یې نه کوي. هغه ګوندونه چې د اسټیبلشمنټ لخوا زېږېدلې وي د پنجابي میډیا یا رسنیو له لارې روزل کېږي ترڅو په ملت کې د هغه ګوندونو د شهرت لپاره کار وشي. چې بیا د ټاکنو له لارې هغه ګوند یا ګوندونو ته د حکومت چارې وسپاري. خو د دولت اصلی واک چې مقننه، اجرائیه او قضایا قوه تشکیلو ی ورسره کورنی او بهرنی سیاست د پنجابی ارمی سره وي. د هغه وخت لومړی وزیر که هغه نواز شریف وو که بې نظیر او که عمران خان خو واګې یې له پوځ سره وې او دوی یې د ګوډاګیانو په څېر لوبول. خو که د وخت لومړی وزیر (صدراعظم) د پنجابی ارمي د پرېکړو سره مخالفت وکړي، نو بیا یې د قضایه قوې، د نه باور رایه یا د پوځ مشر د کودتا په زور له دندې ګوښه کوئ.

هغه ګوندونه چې د پنجابي پوځ له خوا زېږېدلي دي.

ای ایس ای او پنجابی پوځ چی کوم ګوندونه زیږولی دی.  بیا کله چې دا ګوندونه د پنجابي پوځ لخوا وشړل شي. بیا د دغو ګوندونو مشران او پلویان په پنجابي پوځ نیوکې پیل کړې. چې د پنجابی پوځ پام بېرته خپلو ګوندنو ته راوړه وي.

خو بیا د دغو ګوندونو مشران او پلويان د پنجابي رسنیو او پنجابي پوځ له خوا غدار ان نه ګڼل کېږي. ځکه چې د دغو ګوندنو مشران له پنجابي پوځ څخه د خپلي خاورې، خلکو، منابعو او ژبې حق غوښتنه د خپلو ولسونو د ګټې لپاره نه، بلکې یوازې د خپل واک لپاره غواړي. ځکه دا ډول ګوندونه د پنجابي پوځي نظام ته کوم ګواښ نه پېښوي، بلکې په یو ډول نه یو ډول د پنجابی پوځي نظام غوړه مالان دي او د پنجابی نظام ساتونکی او ورته وفادار دي. خو د خپل پښتون قوم، پښتو ژبې او د پښتنو سیمو د منابعو او خپلواکۍ دښمنان  او غداران دي.

ملت پاله غورځنګونه او ګوندونه.

دا ډول ګوندونه او حرکتونه د یوه قوم، یوې ژبې، یوه مسلک او یوې سیمې د خلکو له خوا د وخت له استبداد او نظام څخه د خپل ملت د عدالت غوښتنې لپاره جوړ شوي. له همدې امله ملت پال ګوندونه او خوځښتونه د پنجابي پوځي نظام د ظلم پر ضد غږېږي او د خپلې سیمې د خپلواکۍ، منابعو، ګټو، ژبې او حقونو غوښتنه کوي. ځکه دوی د پنجابي رسنیو او پنجابي پوځ لخوا د وطن غداران او د وطن دښمنان بلل کېږي. خو په اصل کې دوی خپلو خلکو، خپلې ژبې او خپلې خاورې ته وفادار دي نه پنجابی نظام ته.

پښتانه په لومړي سر کې دې ته اړتیا لري چې خپله خاوره، ژبه، توکم او طبیعي زیرمې د پنجابي پوځي نظام څخه ازاد کړي.

که پنجابي پوځي نظام په پاکستان کې هر ګوند ته واک سپاري نو دا به د پښتنو په تاوان وي. ځکه دا یوازې د پنجابي پوځي نظام دوام او د څېرو بدلون دی نور څه نه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.