!د کهکشان مالکه

عبدالوکیل متین

124
ډېر اميدوار ستا د کرم يم د جهان مالکه!
د ټولې ځمکې، سيارو، هم د اسمان مالکه!
زما په ژوند د تاجدارانو تاج په ځمکه پرېووت
ته جاودان ېې، ته سلطان ېې ته سلطان مالکه!
ستا په اختيار هزاران ستوري خپل مدار کې ګرځي
ته ېې واکدار د کائنات ټول کهکشان مالکه!
ته مې قبوله سجده کړه له رکوع او له قيامه سره
رجوع مې تا ته ده د ژوند په هر يو آن مالکه!
ستا سلطنت کې ځان ته حق د شکوې نه ورکوم
ته ېې معمار زما د ژوند او هم د ځان مالکه!
ته ېې مالک، ته زمامدار ېې پاس د عرش د مقام
خوځښت د ماشو، لمر سپوږمۍ دی ستا په توان مالکه!
له نفرتونو ډک جهان کې ستا رحمت او ستا کرم لټوم
غواړم پناه له هر فساد د هر شېطان مالکه!
ما له لږ وس را چې خدمت ستا د مخلوق وکړمه
په بدن پټ کړه وږي، تږي بې وزلان مالکه!
زه دې راهست کړم له نېستۍ محفوظ دې وساتلم
د زړه درزا مې عبادت کړي ستا د شان مالکه!
شاکر بنده يم زه متين زور دې د قار نه لرم
محروم مې نه کړې ته رحيم ېې ته رحمان مالکه!
——————- اپرېل – ۱ – ۲۰۲۴
سنټرال ويلې – منټيکا – کليفورنيا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.