د خوړو ګراني؛ نړیوالو بازارونو پر افغانستان ناوړه اغېز کړی

413

په نړیواله کچه د خوړو ناورین پر افغانستان هم ناوړه اغېز کړی دی. نړیوالې رسنۍ وایي دا چې په وروستیو کې په نړیواله کچه د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي، خو افغانستان په داسې یوه حالت کې له دې وضعیت سره مخ شوی چې تر سختو اقتصادي فشارونو لاندې دی.

سرچینه کاږي په نړیواله کچه د خوارکي توکو بیې د نورو هېوادونو په پرتله پر افغانستان ډېر ناوړه اغېز کړی دی. په افغانستان کې له یوې خوا بېکاري، وچکالي، کمزوری اقتصاد، د شتمنیو کنګل کول د لوږې د پراختیا لامل دي او له بلې خوا په نړیواله کچه د خوارکي توکو د بیې لوړېدل هغه څه دي چې دا ناورین یې لا پسې پراخ کړی دی.

په نړیواله کچه وروسته له هغه د خوراکي توکو بیې لوړې شوې چې نړۍ ته د غلو دانو دوو سترو صادروونکو هېوادونو اوکراین او روسیې په خپلو کې جګړه پيل کړه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.