راپور: محمد مبین هڅاند
دعوت میډیا۲۴ (سهشنبه/۱۷جوزا/۱۴۰۱): دا ورځ سږکال داسې مهال لمانځل کېږي چې په افغانستان کې نږدې نیمایي وګړي کافي خواړه نه لري او دغه راز د خوراکي موادو د بیو د زیاتوالي له امله هم ډېر خلک سالم یا ښه خواړه د ځان لپاره نه شي برابرولی.
په افغانستان کې د خوړو د کمي له امله دغه راز په سلګونو زره ماشومان هم په خوارځواکۍ اخته شوي دي.
په خوارځواکۍ یو اخته ماشوم ژاړي او اوسمهال د ارزګان په مرکز ترینکوټ په روغتون کې بستري دی.
سلګونو زره نور ماشومان هم په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته دي او همدا ډول په میلیونونو نور کسان هم د خوړو له کمي سره مخامخ دي.
د ملګروملتونو په حواله د افغانستان شاوخوا نیمایي وګړې د خوړو خوندیتوب نه لري، یعنې کافي خواړه نه لري چې ویې خوري.
د روغتیا نړیوال سازمان دا ورځ هرکال د دې لپاره لمانځي چې د هغو خطرونو مخه ونیسي چې د خوړو له امله رامنځته کېږي، هغه په نښه او حل لارې یې وموي او د انسانانو روغتیا لا ښه کړي.
یوه مهمه ناروغي چې په افغانستان کې د خوړو د کمبود یا ناسالم غذایي سیستم په نتیجه کې رامنځته شوې، هغه په دې هېواد کې په خوارځواکۍ د په سلګونو زره ماشومانو اخته کېدل دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.