دوحه کې خبرې؛ طالبانو له امریکا بیا د افغان شتمنیو د ازادېدو غوښتنه کړې

519

دوحه کې خبرې؛ طالبانو له امریکا یو ځل بیا د افغان شتمنیو د ازادېدو غوښتنه کړې

طالبان وايي، د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر یې په دوحه کې له امریکايي استازو د افغانستان د شتمنیو د ازادېدو او د بندیزونو د لېرې کېدو غوښتنه کړې.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې له پرون راهیسې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یوه پلاوي د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازې ټام وېسټ او نورو امریکايي چارواکو سره خبرې کولې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي په دغه ناسته کې “د ټام وېسټ ترڅنګ د سپنې ماڼۍ، د مالیې وزارت، د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې یا USAID او یو شمېر نورو ادارو لوړ پوړي استازي وو”

د طالبانو په وینا پاڼه کې ویل شوي “په بحثونو کې ټینګار وشو چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې ازاده کړل شي او پر افغانستان لګېدلي بندیزونه دې لېري کړل شي.”

د طالبانو ګڼ مشران د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لست کې دي او ډېری یې بهر ته سفر نه شي کولای.

طالبانو ویلي، په دغه ناسته کې د امریکا د مالیې یا خزانې وزارت استازې د افغانستان د کنګل شویو شتمنيو په اړه مالومات ورکړي خو طالبانو په دې تړاو په خپره کړې خبرپاڼه کې نور جزیات نه دي خپاره کړي.

ښاغلي متقي له امریکا غوښتنه کړې چې د طالبانو حکومت سره چې خبر پاڼه کې “نوی اسلامي حکومت” یاد شوی، د فشار پر ځای د همکارۍ او مثبت تعامل لار غوره کړي.

طالبان خپل نظام د ۱۹۹۰ لسېزې واکمنۍ په څېر “اسلامي امارت” بولي، خو د یادولو ده چې په دوحه کې د سولې خبرو پرمهال یې ژمنه کړې وه چې اسلامي امارات په نامه نظام بېرته افغانستان نه واکمنوي.

د طالبانو اعلامیه کې ویل شوي، حکومت یې پر کړو ژمنو ولاړ دی او د افغانستان خاوره به د ګاونډیانو او نړۍ پرضد نه کارول کېږي.

که څه هم تر اوسه د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د دغې ناستې په اړه څه نه دي ویلي، خو طالبانو د ټام وېسټ له خولې لیکلي چې غواړي له طالبانو سره د “تعامل لار خپله کړي.”

د روان کال د وري میاشتې په لومړیو کې، کله چې طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته پرېنښودې، امریکا د اعتراض په ډول په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو بهیر وځنډاوه.

اوس داسې ښکاري چې د خبرو دغه بهیر بېرته پرانیستل شوی خو له شپږم ټولکي پورته د نجونو ښوونځي لا هم تړلي دي. پر طالبانو نېوکه کېږي د ټولګډونه حکومت د جوړېدو په ګډون یې په دوحه کې د خبرو پرمهال کړې ژمنې نه دي پلي کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.