غزل

شېبه ګهیځ

754

لمر نه یم سپوږمۍ نه یم اسمان سره نږدې نه یم

زه ددغې ځمکې د ښایست حصه په دې نه یم

ښه ده چې د ظلم په بنیاد باندې ژوند نه کوم

ښه ده چې د ګل غوندې ازغو ته په سجدې نه یم

پام کوه چې ما د جنګ لپاره استعمال نه کړې

زه خو ګرانه ستا په لاس کې غشی د لیندې نه یم

لا خو د غزل ار ته سینه کې مزل پاتې ده

لا خو راتیر شوی د ژوندون له تجربې نه یم

خامخا چې وژني پتنګان د خپل ښایست په اور

دومره پلوی هم د رڼا د عقیدې نه یم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.