د جرمونو نړیواله محکمه؛ښايي افغانستان کې د جنګي جنایتونو پلټنه پيل شي

477

د جرمونو نړیواله محکمه؛ښايي افغانستان کې د جنګي جنایتونو پلټنه پيل شي

د جرمونو نړیواله محکمه غواړي افغانستان کې د جنګي جنایتونو په اړه پلټنه وکړي. سره له دې چې د جرمونو نړیوالې محکمې څو ځله مخکې هم په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د پلټلو غوښتنه کړې وه، خو تازه یې یو ځل بیا ویلي چې غواړي په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د تېر شل کلن حضور پر مهال ټول جنګي جنایتونه وڅېړي. رویټرز وایي دغه محکمې پرېکړه کړې چې ژر په په دې اړه خپله تګلاره واضح کړي او ټوله هڅه يې دا ده چې وکړی شي په افغانستان کې په رښتینې مانا د بهرنیو ځواکونو او جګړې کې د ټولو ښکېلو لورو جنګي جنایتونه وسپړي او په اړه یې پرېکړه وکړي.

روسیه: امریکا دې ومني چې افغانستان کې یې سخته ماتې وخوړه

امریکا باید دا ومني چې افغانستان کې یې سخته ماتې خوړلې ده. په واشنګټن کې د روسیې سفارت له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو په یوه خپره کړې اعلامیه کې راغلي چې امریکا په افغانستان کې سخته ماتې وخوړه او امریکايي چارواکي باید دا خبره ومني. د سرچینې په خبره امریکا یوازې باید د ماتې په منلو بسنه و نه کړي، بلکې دا دې هم واضح کړي چې په تېرو شلو کلونو کې یې په افغانستان کې څه لاس ته راوړنه لرله او ددې دومره مودې د خونړۍ جګړې پایله څه وه. روسیې ویلي امریکا په افغانستان کې یوازې ورانۍ لرلې، افغانانو ته یې مات اقتصاد پرېښود او اوس یې بیا پر دغه هېواد بندیزونو او فشارونو ته مخه کړې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.