شپه لا غځيږى پسې

محمد اکبر کرګر

368
شپه لا غځيږى پسې
تته رڼا د شپې په زړه کې نرۍ لاره کوي ،
په لويه پرخه دباران څاکي ښوييږې،
تميدنگ يې نشته ،
خو :
زما حواس، زما نظر اود زړگې دربى مې
ټول په يو موټي کې را ټول شي او
درزهارى کوي ،
شپه ښه تورتم ده خو دتالندې يو پړک يې اندامونه سيزي ،
زه له خپل ځايه دحواسو په وزرو سور شم
چېرته د ليرې غرو له پاسه په هوا وگرځم
غواړم چې ستورې په لاسو کې ټينگ کړم
او د بوډئ په ټال کې وځانگمه
د کروندو اودځنگلونو غيږ ته ځان وسپارم
اوهلته ورغاړې ووځم .
هلته د شنو غنمو فصل ښوري ،
دپسرلي بکياڼې گل کړي وي ،
هلته دپيغلو اونيمزالو رنگارنگه ټيکري
له ډېره ليرې په مزه ښکاري .
خو :
بيامې پام واوړي دکوټې لرگيني دړې په لور
وره ته مې پام شي
اوبيا هيڅ نه وينم .
دومره پوهيږم چې په توره اوتورتم کوټه کې
چيرته يوازې او تنها پروت يم
نه خو د خيد غنمو فصل شته دى ،
نه دځنگله دونو شور اوله يوې بلې مچکاني بريښي ،
نه د کوترو غومبر غوږ ته راځي ،او
نه يې زاغان ښکاري ، اونه
اوازونه دچنچڼو اورم
نه دپارچاو کومه ناپايه سندريزه اورم
بيرته يوازې او يوازې ځان ته فکر کوم .
لکه بې لارې مساپر چې دکاليو
کوچنۍ غوټه يې پرى ايښي
د ويالي پرسر وي دى ترې رهي وې
خو کاليو ته يې فکر نه وي
هغه يې له ياده وتي ،
يو دم ناڅاپه پښه نيولي غوندى
په ناخبره شان خپل څټ ته گوري
اويا په جومات کې پښى ابلي دمحراب په لور ى
يوڅه ذکرونه اواوراد وايي ،
خو نه !
زه هم همداسې دبالښت له پاسه
سر سموم خوب غواړم
خو خوب مې له سترگو کوچ کړى وي
د ټولي ورځې د درندو سوچونو جاج اخلم
خو شپه لا غځيږي
د سهار د رڼا پته نه وي .
اپريل ۱۷
کال ۲۰۱۸

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.