امریکا: روسان د بی پيلوټه الوتکو لیدو په خاطر ایران ته تللي

1,023
8 ساعتونه مخکې

امریکا وایي چې روسانو د ایران له وسلو لیږدونکو ډرونونو څخه لیدنه کړې، څو د اوکراین پر وړاندې جګړه کې ترې کار واخلي. پوتین د ایران او یوریشیا اقتصادي اتحادیي ترمنځ د آزاد تجارت سیمې رامنځته کولو پروتوکول لاسلیک کړ.

د شنبې (د جولای میاشتې ۱۶ نیټه) په ورځ سپينې ماڼۍ اعلان وکړ چې روسي چارواکو د جون په ۸ او د جولای میاشتې په ۱۵ نیټو د ایران د اصفهان ولایت په هوایي ډګر کې د ایران له یو شمیر بی پيلوټه الوتکو څخه لیدنه کړې ده.

امریکا همدا رنګه د سپوږمکۍ په وسیله د «شاهد-۱۹۱» او «شاهد ۱۲۹» په نوم د ایراني ډرونونو اخیستل شوي انځورونه خپاره کړي دي چې د روسي هیئت په موجودیت کې په دغه هوایي ډګر کې د نمایش او پرواز په حال کې و.

دغه رپوټ په داسې یو وخت کې خپور شوی دی چې په پام کې ده د امریکا ولسمشر جو بایډن به نن د شنبې په ورځ د فارس خلیج د همکاریو شورا په غونډه کې ګډون وکړي. په دغه شورا کې سعودي عربستان، بحرین، متحده عربي امارات، قطر، عمان او کویت هیوادونه شامل دي. د رپوټونو په حواله په دې ناسته کې به د مصر، اردن او عراق مشران هم حضور ولري.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان، وایي چې د امریکا حکومت داسې اطلاعاتو ته لاسرسی پیدا کړی دی چې ښيې «ایران روسیې ته د څو سوه بی پيلوټه الوتکو د تیارولو په حال کې دی.»

هغه زیاته کړه: «زمونږ ارزونه دا ده چې روسیې په دې وروستیو کې له ایران څخه د برید صلاحیت درلودونکو ډرونونونو یوه مجموعه ترلاسه کړي دي.»

سالیوان، د هغو بی پيلوټه الوتکو خپرو شوو انځورونو ته په اشارې سره چې روسي پلاوي ترې لیدنه کړې ده وایي چې دا د برید توان درلودونکو ایراني بی پیلوټه الوتکو ته د روسیې د دوامداره دلچسپۍ ښکارېندویې کوي.

ایران تر اوسه پورې څو څو ځله خپل بی پيلوټه الوتکې د خپلو سیمه ایزو متحدینو په اختیار کې ورکړي دي. د هغو له ډلې څخه د یمن حوثیان دي چې په وار وار یي له توغندیو او بی پيلوټه الوتکو څخه د اماراتو په خاوره کې پر مرکزونو او د دغه هیواد د نتفو پر ټانکرونو، تجارتي بیړیو، همدارنګه د مرسر سټریټ په نامه د اسرائیلو د تیلو لیږدونکې کیښتۍ او د سعودي عربستان په خاوره کې د بیلګې په توګه د آرامکو د نفتو دولتي شرکت پر تاسيساتو د برید له پاره استفاده کړې ده.

د یوریشیا د آزاد تجارت سیمې رامنځته کولو د پروتوکول لاسلیک

امریکا په داسې یو وخت کې له ایراني ډرونونو څخه د روسي چارواکو د لیدنې له موضوع څخه پرده پورته کړې ده چې تیره ورځ په ایران کې رسنیو لیکلي و چې د روسیې ولسمشر د ایران او یوریشیا اقتصادي اتحادیي ترمنځ د یوه آزاد تجارتي سیمې رامنځته کولو پروتوکول لاسلیک کړی دی. دغه پروتوکولو تیره اونۍ د روسیې په پارلمان یا دوما کې تصویب شوی و.

په یوریشیا اقتصادي اتحادیه کې د قرغیزستان، ارمنستان، قزاقستان، بلا روس او ورسیې هیوادونه شامل دي.

د ایران او د یوریشیا د اقتصادي اتحادیې ترمنځ د ازادې سوداګرۍ سیمې رامنځته کولو پروتوکول د ۲۰۱۸ م کال د می میاشتې په ۱۷ نیټه د قزاقستان په استانه ښار کې لاسلیک شوی و او ایران پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل له پیل څخه څه کم یوه میاشت وروسته تصویب کړ.

اوس د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د دغه پروتوکول اجرا کیدل لاسلیک کړی دی.

دغه پروتوکول د اجرا په صورت کې د مسکو او تهران ترمنځ تجارت کې د پام وړ آسانتیا رامنځته کوي او د دوو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ پر زیاتیدو تمامیږي.

د ایران د پارلمان د اقتصادي کمیسیون مشر په همدې اړه تیره اونۍ د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال سره د لیدنې پر مهال ویلي و چې د دې پروتوکول په تصویب او اجرا سره به «د روسیې په محوریت د ایران او یوریشیا اقتصادي اتحادیي ترمنځ د پراخو اقتصادي همکاریو زمينه مساعده شي.»

په دې ترتیب سره کولی شو ووایو چې د ایران او روسیې ترمنځ به نظامي، اقتصادي او سوداګریزه همکاري یوه نوي پړاو ته ورننوځي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.