د بایډن ناهیلي؛ عرب مشران تر وروستي حده پر امریکا بې باوره شوي دي

450

د بایډن ناهیلي؛ عرب مشران تر وروستي حده پر امریکا بې باوره شوي دي

د امریکا متحد هېوادونه پر دوی بې باوره شوي دي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې عربي هېوادونو او منځني ختیځ ته د بايډن پر سفر یوه مقاله خپره کړې ده او په هغه کې وایي چې بایډن د سیمې له سفر له کومې سترې لاس ته راوړنې پرته امریکا ته راګرځېدلی دی.
دغه ورځپاڼه وايي په وروستیو کلونو کې د بایډن او ټرمپ سیاستونو نړیوال پر امریکا بې باوره کړي دي او نږدې ملګري هېوادونه یې هم له دغه هېواد سره د همکارۍ زړه نه ښه کوي. ورځپاڼه وایي د منځني ختیځ حاکمان داسې فکر کوي چې امریکا بې وفا ده او پر دوی تکیه کول ستره تېروتنه ده.
نیویارک ټایمز وایي سره له دې چې امریکا غوښتل منځنځي ختیځ ته په خپل سفر روسیې، چین او ایران ته خپل قوت وښيي، خو داسې ښکاري چې په دې چاره کې ناکامه شوې ده او په سیمه کې پخوانی محبوبیت نه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.