ښې ورځې به کله راځي؟

لیکنه: محمدشفیق شرفزی

683
نوی کهول د یو هېواد او ټولنې په عروج او زوال، پرمختګ او شاتګ کې مهم رول لري. هر ځوان غواړي، چې په ژوند کې ډېرې لاسته راوړنې ولري او تل په ټولنه کې د سرلوړۍ او اعزاز ژوند وکړي. پدې ټول پوهېږو، چې په نړۍ کې هغه ځوانان بریالي دي، چې قوي عزم، غښتلې اراده، پیاوړي صلاحیتونه او حوصله ولري په هر میدان کې به بریالی وي او ټولنې ته به د ویاړ باعث ګرځي. په همدې سبب ویلای شو، چې په افغانستان کې نوی کهول، چې پنځوس سلنه د نفوس شاوخوا تشکیلوي خپل روښانه راتلونکي ته متوجه واوسي او خپله انرژي د هېواد په ښېرازۍ کې ولږوي.
خو د افسوس خبره داده، چې زموږ له دې ګرانبها سرمایي څخه په هر نظام کې سالمه ګټه وانخستلی شوه. تل د غېر معیاري تعلیم، بې روزګارۍ، قیمتۍ، فساد او داسې نورو نادودو ښکار شوي دي. تل یې وړتیاوې، ملي احساس او هېواد ته د آبادۍ او پرمختګ هوډ د مفسدو لخوا وژل شوی او د پښو لاندې شوی دی.
په افغانستان کې په تېرو څو میاشتو کې ډیری لوستي ځوانان حتا داسې ځوانان، چې د پوهنتون څخه د فراغت په درشل کې وو، هېواد یې له مختلفو دلایلو له امله پرېښود، چې تشه به یې تر ډيره محسوسېږي. همدا راز هغه ځوانان، چې له هېواده بهر  د زده کړو لپاره تللي اوس نه غواړي، چې هېواد ته راستانه شي د بېلګې په ډول د هند هېواد ته د نظامي زده کړو لپاره تللي ځوانان، چې څو ورځې وړاندې له پوهنتونه فارغ شول، نه غواړي هېواد ته وګرځي سره ددې، چې اسلامي امارت ورته هر اړخیز ډاډ ورکړی او ورته یې ویلي، چې اړوند ادارو کې به په دندو هم وګمارل شي، خو بیا هم زړه نازړه دي. له ا.ا.ا څخه د ټولو افغانانو دا هیله ده، چې هره وعده، چې کوي یې په عمل کې وښایي او ځینو حساسیتونو ته پام وکړي ترڅو له یو اړخه شته کدرونه له لاسه ورنه کړو او له بله پلوه له هېواده تللي کدرونه په ډاډه زړه خپل هېواد ته راستانه شي.
داسې هم نه ده، چې ژوند په ټپه ولاړ دی! اکثره نهادونه په عادي شکل خپلې چارې پرمخ وړي. پولیس او د پولیسو اکاډمي فعاله ده، حربي پوهنتون او نور ټول ملکي پوهنتونونه فعال دي. اکثره ښوونځي فعال دي، امنیتي ستونزې نشته او خلک ژوند په عادي شکل پرمخ وړي. فقط د ښځو د حقوقو او ښوونځېو خبره ده او په اړه یې نړېوال په یوه خوله دي، که موجوده نظام له لږڅه نرمښت څخه کار واخلي خېر دی که داخبره د زهرو ګوټ هم وي د دې کړېدلي ځورېدلي، یتیم او یسیر ملت پخاطر پرې سترګې پټې کړي او دغه د زهرو ګوټ وکړي!  نو نه به څوک له وطنه ځي او نه به د شکایت ځای پاتې وي. نه به د افغان سره د مهاجر او مسافر ورستاړي او مختاړي کارول کېږي، نه به مو ځوانان په سمندرونو کې د کبانو خوراک کېږي، نه به مو پېغلې د تورو پنجابیانو لخوا بې پته کېږي، نه به مو سپینږیري د ټېلرو لاندې ځانونه اچوي او نه به مو معصوم کوچنیان د کتاب د بکسو پرځای د کباړو بوجۍ په شا ګرځوي او نه به مو ژوند،  خپل کور کې داړل کېږي، ګاونډیان به مو هېواد ته د دیاړۍ او مزدورۍ لپاره راځي، کاروبار به وغوړېږي، سیلانیان به ډلۍ ډلۍ له نړۍ راروان وي او زموږ د هېواد له طبعي نظارو او ښکلاګانو به لیدنه کوي. خپل وطنه ګل وطنه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.