د لمر له راختو مخکې په هوا کې د اوزون ګاز ګټې

943

د لمر له راختو مخکې په هوا کې په پرېمانه اندازه اوزون گاز (O3) وجود لري چې کرار کرار کمېږي او چې لمر راوخوت بیخي له منځه ځي.

د دغه گاز تر ټولو لویه ګټه د انسان عصبي  سیستم ته رسېږي.

فکري او عضلاتي فعالیتونه پياوړي کوي.

په کومه ورځ چې دغه گاز سړی واخلي تر ماښامه پورې یې طبیعت سم وي.

لمر د راختو پر مهال سور رنگی وي، دغه رنگ د فزیک د علم له نظر انسان، فعالیتونو ته هڅوي او تحریکوي يې.

لمر چې تازه راوخېژي د ماورای بنفش یا (Ultra Violet) شعاع ډېره اندازه پکښی شتون لری

چې د لمر د پوره راختلو یا طلوع سره یې دا شعاع له منځه ځي،

هغه څوک چې دا شعاع واخلي نو د هغه بدن او وجود د ورځې په جریان کې د ویټامين ډي (D) اخیستلو  ته تیار او چمتو وي.

څوک چې سهار وختي پاڅېږي نو دوامداره خوبونو باندې به روږدي نه شي، څوک چې په دوامداره توګه ویده پاتې شي؛ نو د زړه او قلب په ناورغیو به اخته شي.

په ځانګړي ډول د شراینو د تصلب یا (Atherosclerosis) په ناروغۍ به اخته شي.

ځکه چې خوب سکون او راحتي ده؛ خو که دا راحتي دوامداره شي؛ د شریانونو په دیوال  کې د غوړو موادو د رسوب لامل گرځي.

دغه غوړین مواد لمړی برید په قلبي هغو شراینو یا ( Coronarya) باندې ترسره کوي.

هغه خلګ چه سهار وختي د خوب پاڅیږی یوازیني خلک دي چې له دغه مصیبته خلاص دي.

د څېړنو له مخې د وینې د کورتیزول میزان په سهار کې تر ټولو په لوړه اندازه کې وي،

یانې په هر ۱۰۰ میلي متر مکعب کې ۲ – ۲۲ میکروگرامه.

کورتیزول هغه ماده ده، چې د بدن د فعالیتونو د ډېرېدو لامل گرځي،

او په وینه کې د موجود قند نسبت لوړوي؛

تر څو د بدن له پاره لازمه او کافي انرژي برابره کړي دانسان د فزیکی فعالیت د سرعت سبب گرزی .

که چېرته د سهار د اوداسه او لمانځه ګټې هم ورسره اضافه کړو؛ نو ګټې یې دوه برابره کېږي.

مسلمان مکلف دی چې قرآنی  تعالیم زده او عملي کړي. مؤمن چې سهار وختي ويښ شي، لمونځ وکړي او بیا ویده نه شي؛ نو ډېره ګټه به یې کړي وي. چی هم دینی اوهم طبی ګټی لری.

ــــــــــــــــــ

معمولاً د شپې یو ساعت خوب د ورځې له درې ساعته خوب سره برابر دی.

شپه چې آخره شي په هوا کې د اوزون گاز (O3) اندازه بیخي ډېرېږي. د ملا په آذان باندې یو نرم نسیم چلېږي چې همدا نسیم هم ځان سره ډېره اندازه اوزن گاز لري؛ چې لمر راوخوت بیا اوزون گاز له منځه ځي،

اوس خبره دا ده چې د اوزون گټه څه ده؟

– د انسان د بدن دفاعي سیستم قوي کوي.

– کولای شي د انسان د بدن انساجو ته د آکسیجن رسونې پروسه چټکه او صافه کړي.

– د انسان په بدن کې د ځینو انزایمونو د فعالیت لامل کېږي چې له وجې یې د انسان باډي او ظاهري شکل سمېږي.

– د ملا په آذان باندې دباندې وتل، ژوره ژوره ساه اخیستل او بیا آکسیجن بدن ته ننویستلو سره اوزون هم خورا ډېر اغېز ښندي.

څوک چې دا گاز واخلي بیا د ویټامين ډي په اخیستلو کې هم ستونزه نه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.