کاروان د یو الْهیاتي وجودي په حېث

محمود ایاز

395

نن د ګران پیر محمد کاروان ورځ لمانځل کیږي. زه د دغې ورځې په مناسبت خپل مضمون و دوئ ته ډالۍ کووم. په کوم کې چې ما د وجودیت د نظري مباحثو او وجودي اصطلاحاتو په رڼا کې د دوئ د شاعري جاج اخیستی دی. دا مضمون زما په اوس تازه چاپ شوي کتاب “په پښتو شاعري د وجودیت اثرات” کې هم خپور شوی دی.

د وجودیت د مکتب اثرات په نړیواله کچه د نړۍ تر ګوټ ګوټ پورې ځکه ورسېدل چې د دوئ په نظري مباحثو او وجودي عقایدو کې دا توان او تاثیر موجود ؤ چې د هرې سيمې او د هر وطن د لیکوالو او ادیبانو پام ئې، و خپلو وجودي عقایدو و لور ته را وګرځاوۀ . د دوئ تر دې وجودي نظریاتو ډېر وړاندې په وجود او عدم هم مستشرقینو او هم مسلمان فلاسفه په فلسفیانه تناظر کې ښه تاودۀ تاودۀ بحثونه کړي دي . د وجود او عدم یا د وجودي فکرونظر فلسفیانه شواهد او حقایق موږ د تېرو هېرو تهذیبونو د تاریخ په پاڼو کې ښۀ په اسانه را برسېره کولی شو او د اوّل الْهیاتي وجودي د عقیدت چیغي او بغاري په اسانه په خپلو غوږو اورېدلی شو . د سقراط ، افلاطون او ارسطو عقاید خپله د دې صداقت اثبات کوي چې دوئ اولین الْهیاتي وجودیان دي . سقراط یو ځای په واضحه تورو کې د خدای د وجود د اثبات په اړه وئیلي ؤ . “ای د یونان خلګو ! زۀ تاسو سره مینه لرم او له دې نه زیاته مینه زۀ د خدای سره لرم”. بل ځای سقراط څه داسې وئیلي چې خدای چې د کوم کار لپاره زۀ ټاکلی یم هغه بهترین دی . دغه رنګه افلاطون د حق وجود اثبات داسې کوي . ” کائېنات د انساني حسیاتو نه ماورا دی. دا انسان نه شي تخلیق کولی او نه دا از خود په وجود کې راغلی دی . دا — خدای تخلیق کړی دی”. ارسطو خدای (Living being ) او ( Eternal ) هستي ګڼي او هغه د وجود د صداقت په اړه دا هم وئیلي چې “د کائېنات هر څیز متحرک دی او د دې تر شا یو محرک ضرور شته کوم چې ساکن دی او هیڅوک ورته حرکت نه شي ورکولی. دا یو اټل حقیقت دی او هم دغه اټل حقیقت خدای دی.”
د وجود او عدم تصور قریب قریب په هر زمانه کې ژوندی پاته شوی دی . بلکې د هستۍ او نېستۍ چیغې هر وخت له فرد یا بنیادم سره شاملِ حال پاته شوي دي یا انسان د شک او یقین له تصور سره همېشه هم آهنګ اوسېدلی دی او داسې احساسات د هغه د ویرې او تشویش په سوب له هغه سره په هر آن ملګري اوسېدلي دي . او د حقیقت تلاش د هغه د اصل هدف د لټون پیلامه ګرځېدلی دی . د وجود تر حقیقته رسېدل په اصل کې د بنیادم وجودي المیه پاته شوې ده . د هغه په خیال، د هم دغه کرب و اذیت په مشکل کې د هغه خوشالي چرته مېشه ده . د هستۍ او ذات تر صداقته رسېدۀ دهغه اصل مجبوري وه، ده او وي به ـــــــ کومه چې د دۀ د بې کرارۍ یوه ژوندۍ پیلامه موږ بللی شو . په دې اړه بنیادم په يوۀ وخت کې بې شمېره دیوتاګان او دېویانې منلي دي
مطلب دا چې د دغو وجودي چیغو شور موږ د رواقئنیو په غائي نظام Theological System کې هم اورېدلی شو او دغه رنګه د وجود د عقیدت نارې د علم الکلام یا د عقل و نقل سرخېل، راسخ العقیده یهودي فلو هم کړي دي او هم دغه باقاعده اولنی الْهیاتي وجودي بلل کیږي.
اوس که د الْهیاتي وجوديت په تناظر کې موږ د پیر محمد کاروان شاعري په ځير نظر وګورو نو دلته هم موږ په ډېره اسانه له مطلق وجود سره د هغه د وجودي عقیدت او مينې وجودي حساس رابرسېره کولی شو. د دوئ په شاعري کې د خدای د تلاش او جستجوئ وجودي تنده قاري داسې محسوسوي لکه دغه تنده چې هر وخت د هغه په ذات یا داخل کې له هغه سره شامل حال پاته شوې وي. داسې ښکاري لکه کاروان چې برائې راست د یو غیبي سندرمار خوږې خوږې او شيريني سندرې اوري. دا نایابه الهامي سُرور د هغه د ناتمامې بې کرارۍ شومه ګرځېدلی دی او دغو الهامي اذانګو هغه لېوندی کړی دی. د کرب او اذیت په دغه صورتِ حال کې ناګهانه هغه خدای ته په دې وئیلو مجبور شي چې ته ماته سندرې وایه او زۀ به تاته سندرې زمزمه کوم. داسې ښکاري لکه په کاروان چې د هومر غوندې کېفیت راخور شوی وي او دغه کېفیت کې د هغه د داخلي کرب نه داسې اشعار رازېږېدلي هم دی. دلته د یو وجودي شاعر د وجودي عشق یو دوه شعرونه د مثال په توګه نقل کول غواړم:

روح مې لوئ ګړنګ دی، د نغمو له اذانګو نه ډک
ښکاري کوم غیبي لوئ سندرمار ته مخامخ یمه

راشه او پر غاړه مې د لېچو امېل واچوه
سر مي پر اوږو راوړی دار ته مخامخ یمه

ذکر شوي شعري نمونې خپله د هغه د وجودي احساس او د هغه د وجودي کرب او درد د صداقت اثبات کوي. د کاروان وجودي عقیدت او عشق هغه یو مخ د عقل له تیارو او تورو بډو نهام ساتلی دی. ځکه هغه اوس د نور او سُرور په لمبېدلې رڼاګانو کې اوسي. هغه د یو وجودي په مقدس لباس کې ملبوس ښکاري. هغه اوس له ځانه هم، په خپل وجودي انفرادیت کې ورک شوی دی. ولې چې هغه اوس ځان له د خپل وجودي احساس څراغ بل ساتلی دی. کوم چې و هغه ته د لمر نه هم زیاته رڼا ورکوي. ځکه اوس د خپل ذات له ناتمامې تندې سره پوره پوره اشنا شوی دی او هغه خبر دی چې د هغه په داخل کې د ابدیت جذبې ژوندۍ دي او ساوې اخلي. د دې صداقت د اثبات لپاره د هغه ناتمامه بېکراري کافي ده. رښتیا دادي چې له هغه سره صرف او صرف دغه یوه لاره پاته ده او هغه لاره د مطلق وجود پورې د رسائي لاره ده. ځکه د دې عارضي دنیا له جمود څخه په منډو باندې سر دی. له عدم څخه تر وجود پرې دا سفر څومره مشکل او کرکېچن دی په دې حقیقت باندې صرف او صرف کاروان خبر او آګاه دی. کله چې یو قاري د کاروان د شعري متن قرأت کوي نو هغه په دې نتیجه ورسي چې د دوئ تخیل د وجودي احساساتو نه عاري نه ښکاري بلکې هغه کټ مټ د وجودیانو د عقیدې مطابق هغه فرد یا بنیادم ښکاري د چا جوهر چې د هغه په وجود کې خپل وزر رپوي. دا لاندیني شعرونه ئې د وجود د عشق او عقیدت په تناظر کې وئيلي چې د ډېرې ستائينې وړ دی.

یه! د مینې د سحر د لمانځه کېفه!
سندریز ئې لکه سورۀ رحمان

ستا خو دوست دی، ستا خو خپل دی، ستا خو مل دی
ما هم بوځه تر درشله د یزدان

پردي ګلونه ئې د عشق په زبور څه پوهېږې؟
د داؤدي بلبلو سیل مې له دیاره وتی

ستا د ښائست د لوئ اسمان په مشتري پرېوزي
د مینې ستوری مې د عقل له مداره وتی

زما په شخصي فکر د یادونې وړ خبره دا ده چې د خپل وجودي عشق او عقیدت لپاره چې کاروان د رنګ او سُرور نه ډک او د وجودي کیف نه لبرېز کوم خواږۀ او شیرين تراکیب استعمالوي هغه په بیا بیا د لوستلو حق لري. لکه د لمانځه کیف، د عشق زبور، داؤدي بلبلان، د مینې ستوری، د عقل مدار، د روح ګړنګ، د لېچو امېل، د نغمو اذانګې، غیبي سندر مار، په الطهور المائده لستوڼي، د منصور اوښکې، لمدې سترګې او آیاتونه د قرآن د ترنم په سیند کې. اوس که موږ د کاروان په ذکر شوی پرکیفه ترکیبونو لږ غور وکړو نو د هغه د شاعري د متن توري د یو الْهیاتي وجودي د ژبي تصدیق او اثبات کوي. ولې چې په دې شعرونو کې د یو وجودي د کرب او اذیت د خواږۀ ترنم اذانګې د بلال د اذان غوندې خوږلت و شیریني لري. کوم چې د هغه د ذات نه رازېږېدلي شعرونه د مطلق وجود د صداقت اثبات کوي. او د عرفانِ ذات دغه رښتنی مسافر د صداقت د ټاټوبي په لور په څومره مستۍ او لېونتوب مخ په وړاندې روان دی؟ د دې تریخ حقیقت په اصل صداقت صرف او صرف کاروان آګاه او خبر دی. شاید ځکه هغه د اوښکو په تسپو د حق وجود ذکر کوي. هم دغه وجودي احساس په هغه کې د خدای د لټون نوره نوره تنده زیاتوي. د عشق او لېونتوب دغه وجودي سفر څومره طویل دی؟ دا د هغه د پاره د تشویش خبره نه ده. د هغه اصل تشویش خو د هغه لپاره بې جانانه لمحې دي. کومې چې د هغه د وجودي کرب او اذیت د اضافې سوب ګرځېدلي دي. ځکه هغه له خپلې دغې تنهائي نه د وصل په لور په لڅو پښو منډي وهي. چرته چې د هغه امید د تکمیل د عشق خیمه ولاړه ده. چرته هغه په حقیقي معنا د ځان سره هم کلام کېدلی شي. ولې چې د هغه لپاره خو وجودي دنیا یوه حقیقي او اصل دنیا ده. او په هم دغه دنیا کې د هغه د وجودي کرب او اذیت دوا موجوده ده. دلته موږ په رښتیا د هغه د خپل وجودي شان او شوکت ننداره کولی شو. داسې وجودي احساسات د هغه د شاعري حقیقي وجودي حوالې دي. د مثال په توګه په لاندینیو شعرونو کې موږ د هغه د وجودي ترنم خوږ غږ په اسانه اورېدلی شو.

ورته ګورم په لیدو ئې نه مړېږم
تنهائي مې د جانان جامې اغوستي

د موسکا په لمر دې ټول د بوډۍ ټال کړم
ما د اوښکو د باران جامې اغوستي

رنګین زړۀ مې درپسې شو سترګې سترګې
که طاؤس وې د قرآن جامې اغوستي

په ذکر شویو درې واړه شعرونو کې کاروان د عرفانِ ذات د پخې عقیدې حامل ښکاري ولې چې هغه د وجود په حقیقت او قدروقیت آګاه دی. ځکه خود آګاه هم دی او خود بین هم. د آګهي او شعور دغه تکې سپینې چینې د هغه د داخل نه رابهیږي. هغه په موضوعي صداقت یقین لري. ولې چې هغه خبر دی چې”زۀ” احساس د هغه لپاره تر ټولو لویه المیه ده. ځکه هغه د “زۀ” د حقیقت نه یو مخ وارخطا دی. او د “ته” چې مطلق وجود او اصل صداقت دی، په لور محوِ سفر دی. ولې چې د ابدي صداقت لټون د هغه اصل هدف دی. هغه د مارټن هائيډېګر صداقت نه مني. هغه د خپل ذات او داخل په صداقت باندې پوخ ایمان لري. ولې چې د ځان پېژندنې ټول حقیقتونه د هغه په ذات کې مېشته دي. د هغه لپاره ځان پېژندنه په اصل کې د حق ذات پېژندنه ده. ځکه خو کرېکېګارډ وئيلي دي چې “په بې ایماني باندې و رښتني خدای ته رسائي امکان نه لري”. د دې لپاره د فرد د موضوعي صداقت ضرورت دی ولې چې د ذات په آګهي او خود یقیني کې د فرد یا بنیادم حقیقي بقا خپل وزر رپوي. په بل صورت کې خو صرف تاریکه او تاریکه ده، نور هیڅ نشته. هغه د یو وجودي غوندې آزاد او خود مختار دی. ځکه هغه په خپله خوښه د هم دغې ذکر شوې لارې انتخاب کړی دی ولې چې هم دلته هغه ته د وجودي ژوند بقا ښکاري او د هغه د کرب او اذیت، د تنهائي او بې کراري دوا هم په هم دغه لاره کې یقیني ده. ځکه هغه د خپل جانان لپاره سر تر پایه سترګې سترګې دی. د خپلو اوښکو په مقدس باران لمبېدلی دی ځکه د هستۍ او نېستۍ په کشمکش کې مبتلا کاروان دغه وجودي چیغې او بغارې وهي.
چا وئيل راته چې ته څنګه شاعر شوې؟
ما وې ما ته شاعري راکړه جانان

عقیده مې شوې په زړۀ کې مې اوسېږې
یادوم دي چې روزي مې شي جانان

په دغو دوو ذکر شویو شعرونو که یو ځير نظر واچوو؟ نو لامحاله به قاري په دې وئيلو مجبور شي چې دا شعرونه د یو وجودي د داخل نه رازېږېدلي دي. بلکې که دا ووایو چې دا شعرونه کټ مټ د یو وجودي د تخیل ژبه معلومیږي. نو هم له دې نیم صداقت نه څوک انکار نشي کولی. هغه د کامیو غوندې دنیا او ژوند ته د شک په نظر نه ګوري بلکې هغه دنیا او ژوند د یو مقدس مقصد د حصول پیلامه بولي. شاید ځکه هغه د خپل وجودي کرب و اذیت باوجود له خپلې وجودي مستۍ سره ملګری، په خورا اطمینان د خپل اصل منزل په لور روان دی. ولې چې دغه عارضي کرب، اذیت او تشویش د هغه د ابدي منزل په لاره کې خنډ نشي جوړېدلی. دا ځکه چې د هغه داخل د وجودي جذباتو د دولت نه لبرېز دی. د تلاش او جستجوئ په دې توره بډه کې هغه د ایمان او ایقان د لمر وړاندګې په خپلو سترګي ويني او ځکه د یو وجودي غوندې د خپل سفر د حقیقت اثبات کوي.
که چیرې موږ د تصوف مباحث راواخلو نو هم د کاروان شاعري په وجودي احساساتو شتمنه او غني ښکاري او که ئې د علم الکلام د نقلي او عقلي شواهدو په رڼا کې وګورو نو هم د دوئ په شعري اظهار کې یو شمېر نمونې داسې په اسانه رابرسېره کولی شو. کومې چې د وجودي احساساتو او جذباتو پوره پوره ترجماني کوي. که چرته زۀ دا دعوه وکړم چې د زیرِ بحث شاعر شاعري ځانله یو بېل وجودي کیف او حظ لري نو هم زما یقین دی چې د جوابِ دعوه لپاره به څوک لستوڼي راونغاړي. ولې چې په هره زمانه کې د بېلا بېلو عقایدو په رڼا کې خلګ د عقل کل، د لوګس، د Nous، د قادر مطلق، د مختارِ کل، د خیر کل و لور ته متوجه شوي دي او د دغې کامل هستۍ ضرورت ئې په شدت سره محسوس کړی دی. زموږ کاروان هم د داسې موضوعاتو په رڼا کې کله متکلم عقلي، کله متکلم نقلي، کله صوفي، کله وجودي او کله کله یو مجذوب الحال ملنګ ښکاري. هم دغه د هغه د وجودي کېفیاتو انفرادیت دی. ولې چې هغه به د تصوف او علم الکلام سره سره د وجودي عقایدو په نظري مباحثو حتماً څه نا څه کوټلې مطالعه لري. ځکه ئې په شعرونو کې د عشق او محبت سره سره مستي او بد مستي قاري له ورایه محسوسوي. که چرته زۀ د دوئ په دې بد مست شعري اظهار نه یم پوهېدلی. نو زۀ به په دعوه سره ووایم چې “صلائے عام ہے یارانِ نکتہ داں کے لیے” . د دۀ په شاعري کې د حال او قال سپېڅلي احساسات خپله زما د راپورته کړي دعوې اثبات کوي.

زۀ د قال په جهنم کې لولپه یم
د خدای دوسته په ما وکړه د حال سیوری

یو څو مصرعې وګوری:
1. موږ خو په زړونو کې د ستورو اسمان وکرلی
2. ستا په ستورو کې اسمانه زړګی نشته
3. پیمانه د زړۀ ئې ډکه، سر تر پایه له یزدانه
4. خدایه! لاسونه د زرینو ستورو ورپوې
5. تښتېدلی د هندارو نه جوهر دی
6. د عشق لمونځونه رانه ډېر قضا دي
7. خدایه! ته ووایه اوس چرته ګرځې
8. د خدای په شونډو یزداني مسکا خوره وره شوه
9. راشه د دعا په شونډو ښکل د یزدان شونډې کړو
10. ما وې زما معشوقه شعر نومیږي
پورته ذکر شوی یو شعر او لس مصرعې د هغه د حال او قال د وجودي بې کرارۍ د صداقت ګواهي ورکوي ولې چې د کاروان دړد د هغه د وجودي احساساتو نه رازېږېدلی دی. هغه له مکاني کیف څخه یو مخ ازاد دی او په یو زماني کیف کې سرشار او مست دی. د عشق بلکې د وجودي عشق په اور کې لولپه دی. هغه د خپل ذات له عالم انفس سره هم آهنګ شوی دی خکه په عالم آفاق کې نه اوسي. هغه زماني عشق په مخ کړی دی. ولې چې هغه په دې حقیقت رسېدلی دی چې د حقیقي وجود تړون د فرد له ظاهر سره نه بلکې د هغه له باطن سره وي. د انګليسي شاعر ټېني سن ډېر ښه وئيلي دي چې “د حقیقت مطلقه وجدان خو امکان لري مګر بیانول ئې هیڅ امکان نه لري.”خو دلته دومره وئيل به بې ځایه نه وي چې د کاروان د وجدان د مطلق وجود له نور او سرور نه لبرېز دی. شاید په هم دغه سوب چې کله قاري د دوئ د شاعري په بحرِ زخار کې ورک شي نو د وجود الوهي نایابه خوشبوئ په شعوري او لاشعوري توګه محسوسوي. د زېر بحث شعري ساختیو په رڼا کې یو قاري برملا د دې تریخ حقیقت یادونه کولی شي چې د کاروان لپاره لانديني څو سوالونه اوس هیڅ معنا او صداقت نه لري یا د هغه وجودي احساس له دغو پوښتنو نه ډېر لوړ او اوچت دی. ولې چې هغه د خپلو تږو تږو شونډو د حق ذات د شپېلۍ په غږولو پیل کړی دی. د هغه اوس له دې لاندینیو قضیو سره څه سروکار نشته. چې، زۀ څوک یم؟ د اسمان حقیقت څه دی؟ دا کارخانۀ حیات مسلسل څنګه د یو عمل نه تېریږي؟ روح و څه ته وائي؟ د ژوند او مرګ حقیقتونه څه دي؟ کاروان خو اوس له یوې بېلې دنیا سره شامل حال دی. ځکه موږ وئيلی شو چې د هغه دشاعري تمهید د هغه وجودي عشق او مستي ده یا د برحق ذات لازواله غوښتنه ده ځکه کاروان د ځان سره په وجودي هم کلامي مسلسل اخته ښکاري.
راشه چې لاسونه د شغلو کړو د یو بل نه تاؤ
راشه ځو جوړه جوړه اسمان ته شهابونه شو

راشه د دعا په شونډو ښکل د یزدان شونډې کړو
راشه چې سجدې شو ښکلي ښکلي ثوابونه شو
یو کم سل نومونه د خدای پکې یادیږي
چا تړلی په رباب د تسپو تار دی

شېخ د کاڼو په تسپو یادوي خدای
موږ د اوښکو په تسپو یادوو خدای

ته مې د ستورو په آینو کې لیدې
بېګاه مې ټوله شپه اسمان لټاوۀ

د کاروان د تلاش او لټون دغه وجودي سفر خپل ځان له یو بېل شان لري. په دې سفر کې هغه د خپل ذات د تکمیل باتعبیره خوبونه ويني. شاید په هم دغه سوب د هغه د تلاش او جستجوئ تنده نوره نوره زیاتیږي. ځکه هغه د “زمکې” د کوڅو سره سره د اسمان کوڅې هم لټوي چې د حق ابدي وجود سره غاړې وزي. هم دغه لټون او تلاش د هغه لپاره د هغه د وجودي تکمیل وسیله ده. ځکه هغه د هر ستوري په هینداره کې خپل جانان (خدای) له ورایه ویني. د هغه د وجودي عشق هم دغه اور هغه په مخه کړی دی. هغه د وجود د معرفت شراب څښلي دي. هغه د مستۍ د حکمت او عرفان په دریاب کې یو مخ لاهو شوی دی. ولې چې د کاروان لپاره خو د هغه وجودي احساسات او جذبات د رومي د مثنوي معنوي مقام لري. هغه د خپل وجودي کرب و اذیت د حجاب و نقاب مقام ته رسولی دی او هغه په انتظار دی چې دلته د خپل ازلي دوست خوږ او شیرین آواز واوري. هغه اوس کټ مټ په یوې دړدېدلې شپېلۍ بدل شوی دی. ځکه د فراق او جدائي دړدېدلې چیغې وهي. په هم دغو چیغو او بغارو کې د هغه امید خپلې ساوې اخلي. هغه په دې حقیقت هم رسېدلی، چې هغه وجود همیشه…. تکمیل پذیر وي خو له دې باوجود هغه دا یقین لري چې هغه رښتنې، لمحه به ضرور راځي چې دی به د حق ذات په هینداره کې خپل ځان وویني. هغه د غالب غوندې له وجودي اذیتونو سره اشنا دی. خو له دې باوجود هم د هغه د وجودي سفر تکمیل هغه ته لاحاصل او لایعني نه ښکاري. د غالب د وجودي احساس نه رازېږېدلی دغه شعر د کاروان له وجودي سفر سره څومره هم آهنګ ښکاري؟ دا فیصله به د دې متن و قاري ته پرېږدو:
تھا زندگی میں موت کا کھٹکا لگا ہوا
اڑنے سے پیش تر بھی مرا رنگ زرد تھا

کله کله داسې محسوسیږي لکه کاروان چې د “لا موجود الالله”سیپاره په زېر او زور وئيلي وي. ځکه د هغه په شاعري کې د وحدت الوجود احساسات موږ ته ځای په ځای موجود ښکاري. شاید هغه خپل باطن له دنیائي امیدونو او فرېبونو نه یو مخ خالي ساتلی. د کرېکېګارډ په قول له عقیدې سره د اشنائي په خاطر، د یو فرد لپاره د کرب سره اشنائي ضروري ده. ولې چې د کرب په هم آهنګي کې د یو فرد عظمت پټ وي. بله دا خبره هم یاد ساتل پکار ده چې د هم دغه کرب له لارې هغه د بصیرت افروزۍ په میو باندې لمبېدلی دی. د کرب داسې کیفیت په موجود وجود کې، د ابراهیم غوندې د قرباني ورکولو توان او حوصله پیدا کوي. دا تریخ حقیقت هر وجودي مني چې د کرب له هم دغه کېفیته عشق رازېږېدلی. کټ مټ د لاندینۍ مصرعې په مصداق…..
بے خطر کود پڑا آتشِ نمرود میں عشق
یو ځای کرېکېګارډ دا هم وئيلي چې د خدای نه لرې والی په اصل کې د خپل موضوعیت نه لرې والی دی او حقیقي خود داري په اصل کې د خدای سره د نزدېکت له لارې تر لاسه کېدی شي. دا نه ـــــــــــ بلکې کاروان چې “ونه” په یو نظم کې د ښکلا او ښائست په توګه را اخلي او د یو وجودي علامت په څېر ئې رابرسېره کوي. هغه د دوئ د شاعرانه فن د شان تصدیق کوي. د دې نظم “د شاعري اروا ته” نه یو څو مصرعې دلته رابرسېره کوم او د وجودي احساس په تناظر کې ئې د تجزئې کولو هڅه کوم.
1…..
ته د ښکلا د غرۀ په سر ولاړه
لکه مغروره او سرکشه ونه
سر دې اسمان ته رسي
د سپینو ستورو په جېبونو کې لاسونه وهې
2…..
د دریابونو د څپو په سپینو لوڅو مرمرینو لېچو
للو للو کړې د رنګونو بېړۍ و زنګوې
د ډبرین کمر پر سر د یوې مستې نڅاګرې په څېر
ورېښمينې پښې ووهې
ستا د ورېښمینو پښو له لمسه
دبرين کمر هم تاند شي او اوبه اوبه شي
د شنه اسمان د رڼو ستورو په شان
هیندارې وزېږوي
3…..
تا د سالو په پېڅکه غوټه کړه مسکا د ګلاب
4…..
د سترګو کسي ئې په اوښکو د منصور لامدۀ دي
یا آیاتونه د قرآن د ترنم په سیند کې
هم د تورات، هم د انجیل، هم د زبور لامدۀ دي
5…..
ته د ښکلا غرۀ په سر ولاړه
غزلونو او سندرو ونه
د خیال ريښې دې د رنګونو سمندر ته رسي
ته ئې وینوس د تخیل د ملغلرو ونه

په ذکر شوي نظم کې توری توری د کاروان د وجودي کرب د رد عمل نه رازېږدلی دی. موږ په دې شعر کې د هغه د وجودي تسکین هغه شيريني سندرې اورېدلی شو کومې چې هغه، د کرب په شپېلۍ و خپل ځان ته زمزمه کړي. کاروان لکه شېکسپير، جان ملټڼ، جېمس جوايس او نورو مستشرقینو سره سره د اردو یو شمېر شاعرانو هم ونه توری د جدا جدا د وجودي علامت په طور کارولی دی. د مثال په توګه ناصر کاظمي په خپلو شعرونو کې له درختو سره خبرې کوي. او قاري ته به درخته کټ مټ یو وجودي غوندې سمبول معلومېدۀ. او د منیر نیازي په شاعري کې درختې ګویاني وې، کټ مټ د ژوندي وجودونو په څېر. رحمان بابا د ونې د استقامت، خودداری او عظم په څېر د خپل شعر شومه ګرځولې ده. د رحمان بابا شعر وګورئ:

لکه ونه مستقیم په خپل مقام یم
که خزان راباندې راشي که بهار

خو کاروان هم ونه د یو وجودي علامت په طور کاروي. خو هغه د درختې د قد و قامت، عظمت، لوئي او د وني له ښائست سره سره د هغې د لاجواب او لازوال ښائست وجودي تفهیم هم کوي او د یوناني اساطیر د عشق د محبت له دېوي وینس سره ئې مقايسه کوي یا شاید هغه خپله معشوقه یادوي. چې هغه کټ مټ د هغې ښکلې ونې په شان ده کومه چې په انتهائي وقار سره د غرۀ په څوکه باندې ولاړه ده. چې غرور ئې له اسمانه سره هم کلامي کوي او لاسونه ئې د ستورو تر سینو رسیږي. کاروان د خپل وجودي کرب په دړدېدلي ژته د هغې قصیده وائي او د ونې د کامل وجود سيپاره ورته د خپل وجودي احساس په شپېلۍ اوروي. او ورته وائي چې ستا د وجود لاسونه خو د اسمان تر ستورو رسي او هم د دریاب د څپو په مرمرینو لېڅو بېړۍ زنګولی شي. ته خو د وخت هغه بې مثاله رقاصه ئې چې په خپله بدمسته پائيکوبي، غرونه اوبه اوبه کولی شې. ستا په وجود کې دا طاقت او توان موجود دی چې ته له ستورو یو شمېر آئينې رازېږولی شې. تا دخپل شاخ د سالو په پېڅکه کې د ګلاب مسکا خوندي کړې ده. ستا په سترګو کې زۀ د منصور د اوښکو ستوري وينم. هو تا د عشق په اوښکو آیتونه او صحیفې مینځلي. ستا له سپېڅلو سترګو دغه اوښکې صرف او صرف د مطلق وجود یا حق ذات د طلب په رد عمل کې رابهېدلي دي. ځکه ته د ښکلا د غرۀ په سر راشنه شوې ئې. ته په رښتیا هم د عشق او لېونتوب د غزلو او سندرو ونه ئې. په هم دغه سوب ماته کټ مټ د وینس په څېر ښکارې. د کوم وجودي سفر چې تا تابیا کړې زه به هم په هم دغه لار د سفر کولو پخه اراده کوم. ستا د مقدسو اوښکو په څېر به خپلې اوښکې تویوم. ستا غوندې عزم به له خپل داخل نه مستعار اخلم. بیا به زه هم له ستورو سره هم کلام یم. بیا به زه په خپل ذات کې د سمندر غوندې شور را ويښ کړم. بیا به زما لاسونه هم د وینس تر زلفو په اسانه رسېدلی شي. بیا به زه هم و خپل خدای ته په وجودي شپېلۍ خپلې سندرې زمزمه کولی شم. ولې چې زۀ اوس کټ مټ ستا په شان ونه یم. زما غرور هم اوس له اسمانه سره خبرې کوي، هم دغه زما وجودي صداقت دی. چې اوس د وخت بلال زما د اذانِ حق انتظار کوي ولې چې ما د خپل زړۀ د حرم ټول بتان اوس مات کړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.