دایانا ارمسترانګ د ګېنس کتاب د اوږدو نوکانو ریکارډ جوړ کړ

596

۶۳ کلنه دایانا ارمسترانګ د امریکا اوسېدونکې، د ۱۲.۸ متره اوږدو نوکانو سره د ګېنس کتاب د اوږدو نوکانو ریکارډ جوړ کړ.

دایانا د ۱۲ متره او ۸۰ سانتې اوږدو نوکانو سره رسما د ګېنس کتاب کې خپل نوم ثبت کړ. دایانا وایي:

“د وروستي ځل لپاره چې مې ناخن ګیر/ نوک غوسی وکاروه ۱۹۹۷م و. د ۱۶ کلنې لور لاتیشا له مرګ وروسته، چې په خوب کې د سا لنډۍ د حملې له امله مړه شوه، د خپلو نوکانو لنډول مې پرېښودل. “

نوموړې زیاته مې کړه:

” لاتیشا په منظم ډول زما نوکان لنډول خو د هغې له مرګ وروسته مې ژمنه وکړه چې نوکان لنډ نکړم.”

نوموړې وایي کله چې یې د نوکانو پرېښودلو تکل وکړ، تمه یې نه لرله چې نوم په ګېنس کې ثبت شي؛ هغه وایي:

“اولادونه مې نه پوهېدل چې ولې نوکان اوږدو. چا ته مې نه و ویلي. دا مږضوع مې ځان سره ساتلې وه.”

د دایانا په خبره اوږدو نوکانو یې ځینې ورځنۍ چارې ټکنۍ کړي لکه د ځمکې څخه د وسایلو پورته کول او د زېب تړل، نو هغه مجبوره ده د وسایلو پورته کولو لپاره د پښو له ګوتو کار واخلي.

دایانا د نوکانو د سینګار لپاره سینګارتون ته نشي تللی او لمسیانې یې ورسره مرسته کوي.

د ویلو ده چې یوازې د یو لاس د نوکانو رنګ وهل یې د ۵ تر ۱۰ ساعتونه وخت نیسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.