موږ ولې پېښو ته په غبرګون کې ذهني انډول نه ساتو

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

611

زموږ بقا او ذهني سکون حالاتو ته د غبرګون په توګه د هيله منتوب او ناهيلي کيدو ترمینځ انډول ته اړتیا لري.  احساسات او  ناهيليتوب ژوند بدرنګه کوي؛ د پرمختګونو مخه نیسي او ډیره خوشبیني کولاى شي له بد څخه بدتر حالت رامنځته کړي. ځان دروند ګڼل، خوشحاله چلن، د رامنځته شوي وضعیت مثبت اړخونو ته کتل،  په روښانه راتلونکي باندې خوشبینانه باور درلودل د هيله منتوب ځانګړتیاوې دي.

له بلې خوا یو تیاره لرلید درلودل، د حالاتو په منفي اړخ باندې تمرکز کول، د ستونځو په اهمیت کې مبالغه ښودل، د کمتري احساس، د وضعیت  بدبینانه اړخ راسپړل د ناهيلي کيدو شاخصونه ګڼلاى شو. د دغو دواړو ذهني اړخونو ترمنځ د انډول ساتل اړين دي او د انډول له لاسه کول ستونځې رامنځته کوي.

البته له پورته دواړو حالتونو څخه بد حالت هغه دى چې انسان پيښو ته د مطلقاً لاعلمي په حالت کې هيجاني غبرګون ښيي. د وضعیت د وخامت ژوروالي او ترينګلتيا د تحلیل او ارزونې وړتيا ونلري.

شک نشته چې کله د مشرتابه د نيمګړتياو ،کله د حالاتو او کله پرديو زموږ د وضعیت په خرابېدو کې پياوړى رول لوبولى دى. زموږ په خپلمنځي جګړو او نفرتونو په رامنځته کولو کې د ځینو هيوادونو د نقش او تګلارې مشهودې دي.  د وينو له لارې د موخو ترلاسه کولو تګلارو موږ هم تباه کړو او په اوږد مهاله توکه يې هغوى هم بدنام کړل او زيانونه يې هم وليدل.

په لاس ته راغلې هر فورم ناسته  او غونډو کې مې  په بشپړ ډول د خپل ولس د اندېښنو  ترجماني کړى ده، خپل پورتنى نظر مې په زغرده څرګند کړى دى، خو ښکنځل نه کوم، د هغوى په ناورين کې د افغانستان ګټه نه وينم،  په کړکېچونو کې د هغوى په ايساريدو خوشحالي نه کوم.  ولسونو ته د متقابل درنښت په چوکاټ په درنه سترګه ګورم. دا ټول ځکه چې زموږ په ستونځو کې زما خپل مسئولیت هم وينم چې د مختلفو لاملونو له امله مى ادا نکړاى شو.

اوس دغه موضوع راسپړم چې زموږ ټولنه په ځانګړي ډول ځوانان ولې په افراطي ډول د منفي فکر ښکار شوي دي. ولې دخپلو نيمګړتياو پټولو لپاره پړه په پرديو باندي وراچوي، ولې د ځمکنيو واقعيتونو په درک کې پاتي راغلي او ولې د کار کولو پرځاى په ښکنځلو او بدرد ويلو باندې بسنه کوي؟

منفي ګرايي pessimism يو منفى ذهني کيفيت دى چې د رامنځته شوي وضعیت په نامطلوب اړخ باندي تمرکز کوي، هغه فکر دى چې ژوند او دنيا ته په کرکه او بده سترګه ګوري، هڅه کوي چې په عمومي ډول د وضعیت منفي اړخ ته وګوري. د منفي ګرائيت د ازموينو لپاره معالج د اوبو ګيلاس ته اشاره کوي او عموماً دغه پوښتنه مطرح کوي؛
“دغه ګلاس نيمايي تش دى که نيمايي ډک دى؟ ” د منفي فکر خاوند وايي چې ګلاس نيم خالي دى او د مثبت فکر مالک يې نيم ډک ګڼي.

فلسفه ايز  منفي ګرائيت جدا دى. دا هغه  مفکوره ده چې نړۍ ته د کرکو په نظر ګوري. دغه مفکوره د ناهيلي توب له هغه ذهنيت سره توپیر لري چې احساساتي اړخ لري. دا یوه  فلسفه یا نړيوال لیدلوى دی چې ژوند ته منفي ارزښت ورکوي.  دغه ډول ذهنيت عموماً استدلال کوي چې انسان د خوښیو په پرتله د دردونو شاليد لري، ژوند د ژوندیو موجوداتو لپاره په  طبعي ډول منفي دی او دغه ډول شتون اصلا هيڅ ګټه نه لري.  په هرصورت د فلسفه ايز  او د ځوانانو ناهيلي توب استدلال په پراخه کچه توپیر لري.

موږ انسانان یو.  تېروتنې به کېږي.  موږ نشو کولی د نورو خلکو کړنې کنټرول کړو، مګر موږ کولاى شو چې په موږ باندې د نورو خلکو د کړنو اغيزې کنترول کړو. دا هغه څه دي چې موږ  ورڅخه  زده کړه کوو او د راتلونکو هڅو لپاره د غلطيانو  مخه ونيسو. موږ کله کله دغه احساساتي ذهنيت غلطوي چې حالات زموږ په ضد دي، شرائط له موږ سره همغږي نه کوي، موږ بدبخته يو وخت خراب دى.

موږ فکر هم نه کوو چې زموږ په انګیرنو کى بدلون د کړکېچن وضعیت اغيزې بدلولى شي.  که حالات او پايلې  هرډول وي خو که موږ يې پړه يوازې په نورو وراچوو نو موږ ځان غلطوو او له حالاتو څخه زده نه کوو.   د خپلو تشو ارزولو، په خپل فکر او کړنو کې د بدلون راوستلو پرځاى د ناوړه وضعیت  د پړې ګوته حالاتو او نورو خلکو ته نيول موږ ته ذهني سکون رابښي، خو په اوږدمهاله توګه موږ په خپله د خپلې ودې او پرمختګونو مخه نیسو او خداى راکړى استعداد فلج کوو.

سهوه کول د انساني هڅو محصول وي. که سهوه نه کوو نو پرمختګ نشو کولاى، خو د سهوو نه ارزول، ورڅخه درس نه زده کول او د سهوو تسلسل  نه يوازي ناورين رامنځته کولاى شي بلکې زموږ  تاريخ، افتخارات او جغرافیه ننګولاى شي. زموږ د کورني مديريت او نړيوالو اړيکو پاللو په برخو کې د مسئوليتونو او مکلفیتونو په تړاو سترې نيمګړتياوې شتون لري چې يوازې په تشو خبرو غندلو ردولو او انکار کولو ستونځه نه حل کېږي.

ډېر خلک د ځان د غلطيو په هکله له فکر کولو پرته په نورو د هغو ناکاميو د پړې اچولو هڅه کوي چې د خپلو غلطو کړنو او يا پريکړو له امله يې رامنځته شوې وى. بريالي او ناهيلي خلک دواړه له ستونځو او خنډونو سره مخ کيږي. د دواړه ترمنځ توپير ستونځو د حل موندلو او د خنډونو د لرې کولو په لارو چارو کى ده. بريالي خلک ستونځو ته د حل لارې موندلو لپاره په خپل ځان کې بدلون راوړي، ناکام او ناهيلي خلک نورو ته د پړې ګوته نيسي، خو د خپل ځان په هکله ځينې واقعيتونه پټوو.

که ستونځه زموږ له کنترول څخه بهر هم وى، خو پايله يې په بشپړه توګه زموږ له کنترول څخه بهر کيداى نشي.  موږ خپلو ستونځو ته متوجه کيږو خو د غلطي نه منلو او ځان ته د برائت ورکولو غريزه موږ ته اجازه نه راکوي چې ووایو که مو سهوې نه واى کړې، له اوسني حالت څخه مو ښه حالت درلودلاى شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.