د واده لپاره مناسب وخت کوم دي

1,103

د انسان د پیدایښت موخه د الله عبادت او د انساني نسل زیاتوالی دی، د انساني نسل د زیاتوالي یوازینۍ سرچینه واده کول دي. واده کول په هره ټولنه کې په بېلابېلو عمرونو او بېلابېلو رواجونو ترسره کېږي، ځینې کورنۍ په ډېر کم عمر کې د خپلو اولادونو ودونه کوي، خو ځینې بیا بېخي له دې نظر سره مخالف دي، نه غواړي چې په کم عمر کې خپلو اولادونو ته لوی مسوولیتونه ور په غاړه کړي.

د ډېری خلکو په ماغزو کې تل دا پوښتنه شته چې د واده لپاره مناسب وخت کوم دی؟

هیله ده هغه کسان چې داسې پوښتنې یې په ماغزو کې ګرځي د دې لیکنې په لوستلو سره خپل ځوابونه تر لاسه کړي!

واده کول د هلک او نجلۍ په ژوند کې یو نوی بدلون دی چې د مجردۍ له ژوند سره ډېر توپیر لري. واده کول د حضرت محمد ﷺ له سنتو څخه دی، د واده په اړه په قرانکریم (سورۃ نساء) او ډېرو حدیثونو کې یادونه شوې ده. حضرت محمد ﷺ تل په خپل امت د واده کولو لپاره ټینګار کړی دی.

په اسلام کې د واده لپاره کوم ځانګړی وخت نه دی ټاکلی شوی، خو دومره ویل شوي چې نجلۍ له نهه کلنۍ او هلک له پینځلس کلنۍ وروسته واده کولو ته چمتو دي، ځکه چې په دې کلنو کې د دوی بلوغ ته رسېدل شوني دي، خو د دې ترڅنګ موږ ویلای شو چې د اسلام دین د اعتدال دين دی، نه پکې کمي او نه زیاتی شته، نو په اسلامي هېوادونو کې ټولو مسلمانان د خپلو اولادونو د پیاوړتیا په نظر کې نیولو سره د هغوی د واده پرېکړه کوي، خو په ځینې هېوادونو کې بیا خلک خپل اولادونه د دودونو قرباني کوي او مخکې له وخته آن د پیدایښت پرمهال یې د یو کس په نامه کوي چې دا کړنه بیا د بېلابېلو ستونزو د پیدا کېدو لامل کېږي.
ارواپوهان وایي چې موږ هېڅکله نه شو ویلای چې د واده کوو لپاره ځانګړی عمر کوم دی، ځکه دا ځانګړنه په انسانانو کې توپیر لري، دوی وایي چې د واده لپاره باید انسان نه یوازې جنسي بلوغ بلکې ټولنیز او عاطفي بلوغ ته هم رسېدلی وي.

په جنسي بلوغ خو ټول پوهېږو، خو اوس به تاسو ته دا پوښتنه پیدا شوې وي چې عاطفي او ټولنیز بلوغ څه ته وایي؟

له ټولنیز بلوغ څخه موخه دا ده چې دوی ټولنه او د ټولنې خلک وپېژني او له دوی سره د اړیکو په جوړولو ځان پوه کړي، خو له عاطفي بلوغ نه بیا موخه د کورنۍ، خاوند او اولادونو سره د مناسبې رویې او اړیکو مخته وړل دي، چې دې درې ډوله بلوغونو ته رسېدل په ټولو انسانانو کې په بېلابېلو عمرونو کې ترسره کېږي، کېدای شي یو کس په شل کلنۍ او بل بیا په دېرش کلنۍ دا مرحلې پوره او د واده لپاره چمتو شي.

ارواپوهان وایي چې هلک باید په اته ویشت او نجلۍ په پینځه ویشت کلنۍ کې واده وکړي ځکه دا هغه عمر دی چې دوی خپل ښه، بد، د احساساتو کنټرول، د مخالف جنس پېژندنه او درک، د خواښې او خسر درناوی، د زده کړو خلاصول او داسې نور هرڅه زده او تجربه کړي دي، دوی د واده لپاره تیار او کولای شي د خپلو مالي چارو په نظر کې نیولو سره د ځان لپاره مناسب کس پیدا او ورسره خپل ژوند ته دوام ورکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.