ارزښتمن نصیحتونه
ژباړه: یاسرتکل
دعربي نړۍ دنامتو لیکوال دکتور عائض القرني ۳۰ ارزښتمن نصیحتونه
۱_ ورځ مو دسهار په لمانځه،او داللهﷻ په ذکر پېل کړئ بریالیتوبونه به مو قدمونه ښکل کړي.
۲_ همېشه کوښښ وکړئ چې استغفار ډېر ولولئ، ځکه دغه کار مو شیطان دځان وژنې تر بریده ناهیلې کولای شې.
۳_ هیڅکله دعا مه پریږدئ ،ځکه دعا دژغورنې رسۍ ده.
۴_ تل په یاد لره چې فرشتې دي خبرې لیکي ،نو داسې څه مو وایه چي ورسته پرې پښېمانه شې.
۵_ تل خوشبین اوسه، که څه هم ډېرو ستونزو محاصره کړي یې،ځکه هر ماښام سهار لري، او هره ستونزه دحل لار.
۶_ که دغمونو او مصیبتونو تر برېد لاندې راغلې دغه کلمه ډېره لوله: لااله الاالله
۷_ په خپلو پېسو دغریبانو او فقیرانو دعاوې واخله.
۸_ اوږدې سجدې کوه، ځکه اوږدې او له ويري ډکي سجدې، بهتره دي له دنګو ماڼیو څخه.
۹_ تر خبرو کولو مخکي فکر کوه، ځکه ځیني کلمې وژونکي وي.
۱۰ _ دمظلوم له اه او ښیراوو ځان وساته ځکه د اللهﷻ او دمظلوم د اه ترمنځ هېڅ پرده نشته.
۱۱_ که کتابونو، مجلو ،او ورځپاڼو ته وخت نه لرې خیر دی خو دقران کریم تلاوت هېڅ کله مه پرېږده.
۱۲_ دخپلې کورنۍ دزغم او ډاډ سبب اوسه.
۱۳_ دخدایﷻ درضا لپاره له خپل نفس سره مبارزه کوه ځکه نفس تل داسې غوښتنې کوي چې د الله ج دنارضاتیا سبب ګرځي.
۱۴_ دمور او پلار لاسونه ښکلوه، دغه کار جنت ته، د تګ لپاره یو سبب کیدلی شي.
۱۵_خپل زاړه کالي فقیرانو ته ورکوه ځکه ستا زاړه کالي دهغوی لپاره نوي دي.
۱۶_ تل کوښښ وکړه خوښ ژوند تیر کړي، ځکه ژوند تر هغه چې ته یې فکر کوې ډیر لنډ دی.
۱۷_ د دعا دقبلیدو لار دې دګناه په وسیله مه تړه.
۱۸ _ که هر څومره سخته او مصیبت کي يې لمونځ وکړه الله ﷻ به دي مرسته وکړې.
۱۹_ دټولو غمونو لامل له الله ﷻ سره واټن دي، ختم یې کړه چي الله ﷻ دي غمونه ختم کړي.
۲۰_ که چا دي غیبت وکړ خیر دی خپګان کولو ته اړتیا نشته ځکه په خپل لاس خپلي نیکۍ تاته درکوي.
۲۱_ دجهنم اور او سختۍ رایاد کړه دغه کار دي له ګناه کولو منع کولای شې.
۲۲_ که غواړي چي نېکمرغي ترلاسه کړي کتابونه مطالعه کوه.
۲۳_ سباترهغې پریږده چې راشې دسبادحوادثوپه اړه مه پوښته ځکه ته همدانن ورځ بوخت یې!
ننۍ ورځ نغده اوسبانۍ ورځ نسیه ده.
۲۴_ مه خفه کېږه! د لمر تاو په یخ سیوری سره وژل کېږی، د غرمې تږی او جل وهلی په یخو اوبو خړوبېږی او وږی په ډوډۍ مړېږی، بې خوبی په خوب
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.