کابل کې د مېرمنو لاریون ولې د طالبانو له غبرګون سره مخ شو؟

452

امید دیدار

دویچه ویله

پر افغانستان د طالبانو د دویم واري ولکې د یو کالنۍ په درشل کې نن یو وار بیا مېرمنو کابل کې د خپلو حقونو غوښتلو په اړه لاریون درلود؛ خو دغه لاریون د طالبانو له غبرګون سره مخ شو او د هوايي ډزو په وسیله وپاشل شو.

پر افغانستان د طالب واکمنۍ یو کال بشپړ شو؛ خو لا هم د دغې ډلې د حکومت خلاف د مېرمنو لاریونونه دوام لري. نن هم پلازمېنې کابل کې معترضو مېرمنو د خپلو حقونو غوښتلو، مېرمنو ته د کار او ازادۍ ورکړې په اړه لاریون کړی و.

لاریون په ځايي وخت د سهار پر لسو بجو له ګلبهار سنټر پیل او د پوهنې وزارت پر لور یې دوام کاوه، خو د لاریونوالو مېرمنو په وینا، ډېر ژر د طالب عسکرو له غبرګون سره مخ شو او په هوايي ډزو سره وپاشل شو.

کابل کې د معترضو مېرمنو د غورځنګ غړې او د ننني لاریون ګډونوالې حمیرا علیزۍ په دې اړه دویچه ویله ته وویل، دا چې تېر یوه کال کې مېرمنې له دندو شړل شوي، حقونه یې تر پښو لاندې شوي او له زده کړو بې برخې شوي، نو په دې همدې موخه یې د تېر په دوام یې لاریون وکړ؛ خو ډېر ژر د طالبانو له غبرګون سره مخ شوې.

نوموړې وویل:« هوايي فایرونه یې ډېر کړل. ښځې پراګنده شوې. معترضو ښځو چې قطعه نامه یې لوسته پرې یې نه ښودې. اکثره مېرمنې یې د ترافیکو په غرفه کې بندې کړې. خبریالان یې هم پرېنښودل. وضعیت ډېر خراب و او ډېر بد وضعیت یې وکړ.»

پر خواله رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو کې هم ښکاري، چې یو شمېر مېرمنې چې د « ډوډۍ، کار او ازادۍ» شعارونه ورکوي، د کابل ښار پر یوه سړک روانې وي، چې د طالب وسله والو پر هوايي ډزو پاشل کېږي. په یوې بلې ویډیو کې چې یوې مېرمنې پر خپل تلیفون کړې، مېرمنې د کتابونو په یوه دوکان کې ښکاري او دوی ادعا کوي، چې طالبانو دغه دوکان کې لنډ مهاله زنداني کړي دي.

د افغان مېرمنو د لاریون انځور له ارشیف اخستل شوی.

د افغان مېرمنو د لاریون انځور له ارشیف اخستل شوی.انځور: Wakil Kohsar/AFP

یوې بلې لاریونوالې چې غواړي نوم یې خپور نه شي دویچه ویله ته وویل، د طالبانو حکومت له مېرمنو د کار، زده کړو او غږ پورته کولو حقوق اخستي نو ځکه خو یې د نورو ورځو په څېر نن هم لاریون کړی و. دا وايي، طالبانو د مېرمنو پر لاریون هوايي ډزې وکړې او دغه ډله پر مدنيو ازادیو باور نه لري.

نوموړې وویل:« موږ د ګلبهار نه د معارف وزارت پر لور لاریون وکړ. د اسلامي امارت کسانو پر موږ ډزې وکړې. لاریون کوونکي تیت و پرک شول. موږ خپلې مبارزې ته دوام ورکوو.»

لیلا بسیم چې په دغې لاریون کې یې ګډون کړی دویچه ویله ته وویل، یو کال وشو چې افغانې مېرمنې له بندیزونو، نابرابرۍ او بد حالت سره مخ دي؛ خو طالبان د دې پر ځای چې ښځو ته د هغوی حقوق ورکړي، د دوی د غږ د غلي کولو هڅه هم کوي. هغې وویل:« بیا هم زموږ دا حرکت د طالبانو له خشونت سره مخ شو. طالبانو په هوايي فایرونو او کنځلو سره وغوښتل زموږ حرکت پای ته ورسوي. وحشیانه حرکت یې درلود.»

د افغان مېرمنو د لاریون انځور له ارشیف اخستل شوی.

د افغان مېرمنو د لاریون انځور له ارشیف اخستل شوی.انځور: Wakil Kohsar/AFP

د کابل امنیې قومندانۍ له پاره د طالبانو ویاند خالد ځدران دویچه ویله ته وویل، له لاریونونو وړاندې باید د دوی حکومت خبر کړای شي او دا چې دغو مېرمنو دوی ته وار له مخه خبر نه و ورکړی، نو ځکه د کابل پولیسو د ځینو ژورنالستانو په ګډون ځینې لاریونوالې نیولي ؛ خو د ډزو په اړه به پلټنه وکړي.

نوموړي وویل:» کوم لاریون چې کېږي، باید وار له مخه باید موږ جریان کې شو، چې موږ سیمه تصفیه او امنیت یې ونیسو، خو لاریون کوونکیو برخود ښودلی، دوی هڅه کړې چې همداسې لاریون وکړي. ځکه که کومه پېښه کېږي، دوی ته زیان رسېدلی. شاید د کمره مینانو په ګډون یو څه کسان نیول شوي وي؛ خو شاید تر لنډې پوښتنې وروسته پرېښودل شوي وي.«

له تېر یوه کال راهیسې افغانې مېرمنې د خپلو حقونو له پاره لاریونونه کوي؛ خو لا مېرمنې له یو لړ بندیزونو سره مخ دي او دا، چې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د تګ اجازه هم نه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.