!بـې پــلاره ژونـد

لیکوال: مطیع الله سحر احمدزی

893

زما په ټول ژوند کې همدا یوه مور او یوه خور وه،  نور مو خپل او خپلوان هیڅوک نه درلودل موږ په ډېر وړوکوالي کې یتیمان شوي وو، مور به مو هره ورځ په کلي کوڅو کې کباړ راټولو او موږ ته به یې یوه مړۍ حلاله روزي پیدا کوله، د مور عمر مې دومره زیات نه و خو ډېرو غمو یې د ځوانۍ عمر خوړلی و.

یوه ورځ دا ډېره ناروغه شوه، له یو خوا مو د  خوراک د پاره څه نه درلودل او له بلې خوا راته مور د ناروغۍ پر بستر پرېوته، زه حیران وم څه وکړم خور مې د ډېرې ولږې د لاسه بې هوشه شوه. مور مې د ناروغۍ په حالات کې راته وویل بچیه نن ته لاړ شه یو څه کباړ راټول که خور ته دې پرې یوه ډوډۍ راوړه چې خدای مکړه څه پرې ونشي.

ما هم بوجۍ واخیستله او له کور څخه ووتم، په لارو کوڅو کې مې زاړه شیان راټول کړل، د مکتب مخته ولاړ وم  چې ماشومان را رخصت شول هغوئ ډېر خوشحاله وو زما په حال او زما پیوند جامو او شلېدلو چپړو پورې یې ډېر وخندل، زه ترې روان شوم.

لږ مخکې  لاړم بیا د یو خان صېب  د کور دروازه مې ورووهله چې زوی یې راووت، په غوصه یې راته وویل یو خو له تاسې خیرات خورو نه موږ خلاص نشو، خو د غوصې په کیسه کې نشوم ځکه زه مجبوره وم.

 د خان صېب زوی ته مې وویل چې یوه وچه ډوډۍ خو راته راکړه. د دې خبرې په اورېدلو سره یې له ګریوان څخه ونیولم ټېل یې وهلم پر ځمکه ولویدم او وویل ورک شه سپیره له دې ځایه لاړ شه بیا دې دلته ونه وینم، له بوجۍ څخه مې کباړ هم توی شو هغه مې بېرته راټول کړل او په سلګو سلګو مې خپله مخه ونیوله.

نانواي مخته ودرېدم، نانواي واله ته مې وویل که سوځېدلې ډوډۍ وي راته یې راکه مور به مې درته دعا وکړي، هغه هم راته یوه سوځېدلې ډوډۍ راکړه. کور ته راغلم دروازه مې خلاصه کړه مور مې همغه شان ناروغه پرته وه خور مې لږ څه راخه شوې وه او د مور سرته مې ناسته وه اوښکې یې تویولې. خور ته مې وویل دا دې څومره ښکلې ډوډۍ مې درته راوړې. خور مې ډېره خوشحاله شوه. په کور کې ترکاري نه وه ډوډۍ مې ورته په اوبه کې لمده کړه او خور ته مې ورکړه. مور مې چې زه ولیدم او زما حال یې ولیده ډېره خپه شوه. خور ته مې وویل ته په مور پام کوه زه ځم دا کباړ خرڅوم او مور ته پرې دوايي راوړم.

له کوره ووتم کباړ مې خرڅ کړ، درملتون ته راغلم ډاکټر راته دواه راکړه ما ورته وویل چې څو روپۍ دې شوې، هغه راته وویل پنځه سوه روپۍ شوې، له ما سره یوازې یو نیم سل افغانۍ وې ما وویل ډاکټر صېب دغه پیسې دي راسره دا واخله پاتې نورې به دې سبا ته درته راوړم، ډاکټر دې هم خېر یوسي څه یې ونه ویل دواه مې رواخیستله او په منډه منډه د کور خواته راغلم.

د کور دروازې مخته مې خور ناسته وه په چیغو چیغو ژاړل زه یې چې ولیدم، رامنډه یې کړه وای وروره ابۍ لاړه مړه شوه. په زوره مې چیغه کړه چې خدایه زموږ دنیا خو ورانه شوه.

له ډاکټر څخه مې راوړې دوایي بېرته ور وړه ډاکټر ته مې وویل چې ډاکټر صېب دا دواه بېرته واخله مور مې مړه شوه پیسې یې راته راکړه ډاکټر وویل چې دا خو موږ بېرته نه اخلو، خو ورته په ژړاه شوم مال خېرده پیسې مې په کار دي، وای سمه ده اخلم یې خو پنځه روپۍ کمې درکوم ما وویل سمه ده رایې کړه.

پیسې مې واخیستلې او لاړم د کفن خرڅونکي دوکان ته کفن مې را واخیست دوکاندار ته مې وویل چې څو روپۍ کېږي وای درې نیم سوه ورته مې وویل سمه ده دا سل روپۍ واخله نورې پيسې دې درته بیا راوړم. کفن مې رواخیست او د کور په لوري راغلم، کور ته چې راغلم خور مې په حویلۍ کې پرته وه. ورختا شوم غږ مې وکړ خورې خورې غږ يې نه کولو، اوبه مې راوړې په مخ مې ورته واچولې خور مې هېڅ حرکت هم ونکړ خور د مور غم او یوازیتوب د لاسه خپل ژوند د لاسه ورکړ،

چیغې مې ډېرې وکړې  اې زما خوږې مور جانې او خور جانې یو غږ راته وکړئ چې دا زخمي زړه مې لږ پیوند شي، خو دواړه له ما خپه وو یو هم راته غږ نه کولو، زما خوږه مور او خوږه خور رانه لاړل. او دې بېوفا دونیا او بېوفا خلکو ته یې یوازې پرېښودم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.