انسان او د عقلانیت چوکاټ

څېړنپوه، عبدالقيوم مشواڼی

1,320

 د یو فرد لپاره د مسلمانۍ لومړی شرط؛ د زړۀ له تله د لا اله الا الله محمد رسول الله، اقرار دی. دا اقرار بیا دوه برخې لري؛ لومړی انکار او بيا تاييد. تاييد هم دوه برخې لري؛ الوهيت او رسالت چې دواړه جلا مفاهيم دي، ځکه الوهيت غيبي منل دي او رسالت شهودي منل. خو کله چې دغه دواړه د زړۀ له تل څخه ومنل شي نو بيا انسان يوې دايرې ته ننوځي چې اسلام نومېږي؛ البته په تاييد باندې د انکار مخکېوالی، په خپل ذات کې يو رمز دی.

انسان بايد د عاقل ژوي په توګه لومړی د خپل خلقت او چاپېريال په اړه سوچ او فکر وکړي. ستر خالق د خپل سپیڅلي کلام په بېلا بېلو ځايونو کې د عاقل انسان مسئوليتونو او صلاحيتونو ته داسې نغوتې کړې دي: « دوی د آسمانونو او مځکې په پیدایښت باندې فکر کوي. آیا دوی نه ګوري چې اوښ څرنګه پیدا شویدی؟ او آسمان څرنګه هسک شویدي؟ او مځکه څه ډول غوړیدلې ده؟ او دا غرونه څرنګه درول شویدي»؟ يعنې انسان بايد د خپل عقلانیت په حکم د کائناتو په جوړښت او د الله تعالی پر وحدانيت باندې اقرار وکړي.

که څه هم انسان د خپل عقل د چوکاټ دننه محدودیتونه لري؛ خو د فکر په چاپيریال کې خود مختاره دی. ځينې په دې باور دي چې انسان د نړۍ پرمخ په لکونو کاله ژوند کړی؛ ولې بیا هم له دومره اوږدۀ عاقلانه ژوندانۀ سره سره، د خلقت په ډېرو رازونو او رمزونو پوهه نۀ دی او ښايي تر ابده پوه نۀ شي. نو ځکه ويلای شو چې مؤمن انسان باید هرڅه اټکل او اوهامو ته پرېنږدي؛ بلکې د پوهې په رڼا کې خپل ځان، د خپل ژوند او خپل چاپيریال د چارو مسئول او مکلف وګڼي

په هرې ټولنې کې د نیکۍ، خیر او اصلاح لپاره مجادله به د قيامت تر ورځې روانه وي. معتقد بنده به لومړی په معتقداتو او بنسټیزو احکامو ځان پوهوي او بیا به یې د خپلې کورنۍ او چاپيریال وګړو ته رسوي « وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ ٱلْأَقْرَبِينَ » په دې معنا چې د شر سره د مبارزې او ځان ژغورنې لپاره، د خیر پيژندل تر ټولو اړین عنصر دی. د یو منلي حقیقت په توګه، ترټولو غوره دینداري، د دين پر ماهيت او محتوی ځان پوهول دي؛ ځکه منزل ته په پټو او ړندو سترګو مزل، ناشونی دی.

ولي الله ملکزي په خپل کتاب (دين او جګړه) کې د معتبرو اسلامي او لویدیځو تاریخونو په استناد خورا ښه څېړنه کړې ده. په نبوي غزا ګانو، اموي، عباسي او عثماني پېرونو سربیره، په لويو وچو کې یې د ځواکمنو فاتحینو سوبو، امارتونو، واکمنیو او مشهورو نړیوالو جنګونو ته ځغلنده کتنه کړیده. د سیاسي اسلام د نظریې د پلویانو او مخالفینو نظریه یې په ډیر ناپييلي ډول تشریح کړې او د مختلفو ادیانو،‌ مذهبونو، د تشدد د غریزې او د جنګونو د څوارلسو لاملونو په اړه یې لنډ، خو جامع معلومات وړاندې کړي دي.

ملکزی د خپل کتاب په سریزې کې داسې لیکي: (د انساني تاریخ په هر پړاو کې د انحصار، وجاهت او غرض په خم کې رنګ سیاستوالو د دین ناره پورته کړې او د برائت مظاهره یې کړېده. د نړۍ زیاتره جنګونه اقتصادي،سیاسي او سلیقوي دي؛ خو د خلکو سترګو ته د دین او تقدس خاورې شیندل کېږي، ځکه هغه سپېڅلتیا لري او بازار یې تود دی. بله دا چې مذهبي ناره د ذهن د حجرو پر ځای؛ سیده د زړه تاخچو ته کوزېږي او عاطفه په سوچ باندې غلبه مومي).

د کتاب لیکوال د همدې مقدمې په بل ځای کې د هیلې په توګه زیاتوي: ( څومره به ښه وي که زموږ نوی کول د افراط او تفریط په ځای د اعتدال، د جګړې په ځای د سولې او د ټوپک په ځای د قلم نسخه وازمايي؛ کنه نو د کعبې په ځای به ترکستان ته لاړشي. ټوپک وژل کوي او قلم د انساني پرګنو ژوند ته ځلا او ښکلا بښي. تاریخ ګواه دی چې هره جګړه غالب او مغلوب لري؛ خو د مذهبي جنګونو ټول اړخونه په ماتې محکوم دي).

زۀ د لیکوال دې هڅې ته په ډېره درنه سترګه ګورم او په دې لاره کې يې لومړنۍ هدفي هڅه بولم. دا ډول څېړنيز آثار اوس مهال د زده کړيالانو په سمه فکري روزنه کې خورا ډېر ارزښت لري. هيله لرم چې ښاغلی ملکزی صاحب د جنګ او جهاد د توپير په اړه خپله څېړنه لا پراخه او بډايه کړي او په دې وسيله خپلو نالوستو هیواد والو ته د اعتدال په چوکاټ کې دا ډول مفاهیم په سمه توګه ور وپېژني او پر ځای مرسته یې وکړي. د الله تعالی له عظيم الشان درباره؛ ښاغلي ملکزي ته خوښ او سوکاله ژوند او نورې برياوې غواړم.

 

د علومو اکاډمي / کابل ، افغانستان

——————————————————

یادونه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، نو کولای شي چې د ملکزي نورې لیکنې، مرکې او ویډیويي تعلیمي پروګرامونه د هغه په فیسبوک، یوټیوب چینل او لنکډ ان کې په دې پتې/ ادرس باندی ولولي او وګوري:

 

 Wali Malakzay

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.