د فنلنډ لومړۍ وزیرې سانا مارین د نشه يي توکو ازمایښت ورکړ

862
2 ساعتونه مخکې

وروسته له هغه چې د فنلنډ د لومړۍ وزیرې سانا مارین یوه ویډیو خپره شوه چې له خپلو ملګرو سره په محفل کې سره خوشحاله دي، ځینو کسانو ویلي چې دوی په ویډیو کې د مخدره توکو په اړه خبرې هم اورېدلې دي.

اغلې مارین دا خبره رد کړه او وې ویل چې د ثابتولو لپاره به یې د درملو ازموینه ورکړي.

تر کومه حده یو لومړۍ وزیره جشن نیولی او نڅا کولی شي؟ هغه پوښتنه ده چې پدې ورځو کې د فنلنډ په ټولنه کې ډیر پرې بحث کيږي.

په خپره شوې ویډیو کې سانا مارین د شرابو له څښلو وروسته له خپلو ځینو ملګرو سره نڅا کوي. ځینو خبریالانو ادعا کړې چې په دې ویډیو کې یې د نشه یي توکو په اړه خبرې اورېدلې دي.

خو دغه فنلندۍ چارواکي وايي، چې په دې غونډه کې يې يوازې شراب څښلي او هيڅ غير قانوني کار يې نه دی کړی.

هغې همدا راز وویل : “زه هیله لرم چې خلک له ثبوت پرته د څه ادعا ونه کړي.”

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.