په ګلونو بار آسونه

نورمحمد لاهو

892
په ګلونو بار آسونه
یوه ورځ دواړه ضرور یوې کشتۍ کې
لکه دوې کوچۍ مرغۍ !
د اورونو له سیندونو
د سپوږمۍ سپینې کیږدۍ ته کډه کیږو
خو ته مه مایوسه کیږه !
چې بیړۍ مو وچې ځمکې ډوبه کړې
او ترکاڼ مو د زاړه بلوط په څير خپلې ارې دې قتل کړی
او میخونو د ګلونو تازه ملاوې پر دیوال ټینګې نیولي
او تختې هم دغو خلکو تابوتونو ته ساتلي
دنګ چنار دې په خوږو سترګو مین دی
ستادپاره یې کشتۍ خپل کمیسه کې پټه کړې
ګوره تاته په کتو لکه یو نوی په ځوانۍ راغلی ځوان څنګه رپیږي ؟
زه اوته ضرور رسیږو
هغه ځای ته چې دلمر رڼا په خلکو نه خرڅيږي
او مرغان یې دقفس اورونه لمانځي په سندرو
پسرلی یې د څوکسو په ګلدان کې اسير نه وي
زه اوته ضرور رسیږو هغه ځای ته
چې شمال یې ایلبندو کې په پیکیو پسې ګرځي
په ګلونو بار آسونه شین خالیو پسې ګرځي
شړل شوی ګلاب ناست وي ننه باغ کې
او مُلا هم د ساقي له سپینو ګوتو سرې لمبې تیروي زړه ته
زه اوته ضرور رسیږو
ته یوازې دومره وکړه
چې د سیند له آیینوسره دې تور اوربل عادت شي
راځه !
لوږه اول زده کړو
ډوډۍ خپله راشنه کیږي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.