کابل ښار کې تشنابونه چېرته ومومو؟

 کمالپوري

941

 ژوند د اړتیاوو زېرمتون دی خو ځینې وخت کلتوري دیوالونه یې د حل مخه نیسي، خو دا یې وخت دی چې په اړه یې باید جرأت وشي. تشناب ته تګ یوه طبعي اړتیا ده چې له بده مرغه په افغانستان کې ان څوک ددې اړتیا د پوره کولو له مقابل لوري د مرستې غوښتلو جرأت هم نه شي کولی. په همدې کابل کې له ډېري داسې کسانو سره مخ شوی یم چې ښار ته یې د سودا لپاره لیږلی وي خو ده په نیمه کې پرېښې وي او په لوړه بیه یې ټکسي نیولي وي او ګنډه (بډه-د پرتوګاښ دواړه خواوې) په لاس په کور ورننوتی وي. دلته په لومړیو کې ۲۰۰۳زه هم له داسې ستونزو سره مخ شوی یم، خو زه به په لابراتوار ورخطا شوم، (هله ډاکټر صاحب بوتل راکړه ګیډه خرابه ده) تشناب به یې راوښود، بوتل به مې خځلني کې واچوو په خپله مخه به خطا وتو. ددې چارې لپاره زړور تیا پکاره ده، افغانان په زړه ډېر نرم مخلوق دی له هغه شرمه به دا ښه وي چې له یوه چا مرسته وغواړې چې وروره ماته راغلي دي ان د سړک د سر کراچیوان دې هم مرسته کوي خو که بیا هم د غیرت ګوډی یې او د منډیې شاوخوا کې ګیر شوې، دا لاندې ځایونه یې ادرسونه دي:

۱: د پل خشتي جومات: که څه هم کله کله یې د تشنابونو ساحه د سهار نه تر ماسپښینه بند وي بیا یې لمونځ غاړو ته پرانیزي، خو یو لسګون افغانۍ دې لګیږي چې سر دې وخوري. ۲: له پله چې راتېر شې پل محمود خان خوا د ښي لاس سړک، د کابل پر سیند یو څو عمومي تشنابونه لګیدلي په دې وروستیو کې چټل شوي و.

۲: په منډيي چې ننوځې ښي لاس جومات هم ورته د لمونځ غاړو لپاره ځانګړي تشنابونه لري

۳: په همدې منډيي کې چې هر رسټورانټ ته ورشې (بیادر یک چای بیار-همو تشناب تان کجاست) دا ټکی د بې جراتو لپاره ده خو ما ورته نیغ په نیغه ویل.

۴: سری چوک: تمباکو مارکیټ-د حضوري چمن په لور په دې خوله کې یو دنګ جومات دی ددې شاته نرۍ لاره دې تمباکو مارکیټ ته ورغلې.

۵: پښتونستان واټ: د صدیق عمر د کمپیوټرو مارکیټ دوهم پوړ-مخامخ یو جومات دی او یو څو افغانۍ درنه اخلي چې بیا دې هم سر وخوري.

۶:ګلبهار سنټر: د مارکیټ مخکې جومات دی او د اودسو لپآره لاندې ځانګړی ځای لري چې دلته هم باید خرچه وکړې.

۷: دننه منډيي کې هر مارکیټ لرونکي ځانونو ته تشنابونه ساز کړي وي چې ماته یې نومونه نه راځي خو چې پوښتنه وکړې د ګیډې غوټه دې پرانیستل کیږي صیبه یا په ټوله کې رسټورانټونه. سیمنای پامیر: پخوا په دې کونج کې عمومي تشنابونه وو(د بابر بڼ ته تللی سړک-شاه دوشمشېره)، خو که یې ټینګولی نه شې شاه دوشمشیره جومات ته ځان رسوه او که هلته نه شې تللی، د تقاعد ادارې ته ننوزه، یا د سینما ترڅنګ د ډاکټرانو مارکیټ ته ولاړ شه. پل باغ عمومي: شیراغا پیرکي پلورنځي ترڅنګ یوه جومات چې الریډي تشنابونه لري ور برابر به شې. ښايي نور هم زیات وي خو دا د کابل ښار ګڼ مېشته ځایونه دي چې ماته همدا مالوم دي.

هو، دا عمومي تشنابونه د مېرمنو لپاره نه دي چې کله هم مېرمنه درسره وه، د اوس لپاره یې حل یوازې او یوزاې همدا رسټورانټونه دي او زړورتیا او دې میراثي خجالتۍ نه ځان ایستل پکار دي.

نوټ: که اوس د عمومي تشنابونو د جوړولو لپاره مظاهرې کوو نو حاکم لاس په کار شوی د پکتیا سیدکرم نه یې راپیل کړی څو چې کابل ته را رسیږي تاسو میټوډین یا فلاجیل ګولۍ وخورئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.