د مس عینک د لرغونو آثارو څېړنه بشپړه شوې ده

475

د چین او افغانستان لرغونپېژندونکو په مس عینک کان کې د تاریخي او لرغونو اثارو د خونديتابه په موخه څیړنې بشپړې کړې دي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وايي چې دا څېړنې د دريو چينايي او دريو افغان لرغونپېژندونکو له لوري د يوې اونۍ په موده کې شوې دي. د ياد وزارت د کلتور معين مولوي عتيق الله عزيزي وايي، د څېړنو تر بشپړېدو وروسته يې له لرغونپژندونکو سره کتلي او د څېړنو مهم ټکي يې اوريدلي دي. د چين يوه لرغونپېژندونکي ژيو شين چين ويلي چې مس عينک کې تاريخي اثار او مس دواړه د ارزښت وړ دي او اړتيا ده چې دواړه په پام کې ونيول شي. نوموړي ويلي، هېواد يې ليواله دی چې په دې برخه کې لا ډيرې څېړنې وکړي څو هلته د شته هر اثر او سيمي تاريخي لرغونتيا او ارزښت مستند شي او په دې توګه يې خونديتابه ته جامع پلان جوړ شي. مولوي عتیق الله هم ويلي چې د مس عينک اثار نړيوال مشترکات او ارزښت لري او اړتيا ده چې ساتنې او ترميم ته يې جدي پاملرنه وشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.