غزل

عبدالباري جهاني

1,078
که لکه شمع ستا په لاره کي مشل نه یمه
یوه شېبه دي له رقیبه سره مل نه یمه
زه به قدم د رقیبانو پر لېمو ایږدمه
په سپینه ورځ درته راځم د دیدن غل نه یمه
زه د پېړیو ګیله منو پرهارونو آواز
قصیده نه یم مثنوي نه یم غزل نه یمه
زما له زګېروي سره سارنګ او رباب مه شرنګوه
لکه سلګۍ درته راغلی یم پایل نه یمه
د درخانۍ د ځوانیمرګو حجابونو کیسه
د آدم خان د ربابي اوښکو مزل نه یمه
لکه شاعر د زړه په وینو مي نظمونه لیکم
د ځان په ویر یم غلیمانو ته اجل نه یمه
زه مي د عُمر د خزان له څانګي ورژېدم
د پسرلي په شنه بګړۍ کي انارګل نه یمه
پر شنه ګودر په سره پېزوان کي زنګېدلی نه یم
په ښکلیو نجونو چی ستایلی وم کابل نه یمه
هره سجده مي پر تندي ده ستا په نوم لیکلې
ستا په مالت کي مي خپل سیوري ته خجل نه یمه
جهاني شپه مي تر پانوس پوري را ورسول
لکه پتڼ درته سوځېږمه بلبل نه یمه
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۲ کال د اګسټ یوویشتمه، ویرجینیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.