لاسي او ذهني ساعتونه پېژنئ

هیواد منلی

1,127

یو وخت داسې وخت و چې “وخت” نه و، اوس داسې وخت دی چې “وخت” هم شته او هم نشته. “وخت” اوس ځکه شته چې حرکت موجود دی، خو په کایناتو کې داسې سیمې، لکه “تور غارونه” شته چې هلته “وخت” نشته؛ نو ځکه وایو چې اوس “وخت” هم شته او هم نشته. وخت هغه مهال را منځ ته شو چې کایناتو له نیستي څخه پیل وکړ او حرکت یې شروع کړ. د کایناتو تر پیدایښت مخکینی حالت ځکه نیستي بلل کېدای شي چې د دې کایناتو جوړوونکې ذرې د کایناتو تر پیدایښت مخکې بې حرکته وې، حرکت نه و، وخت نه و، دا داسې ذرې دي چې د کتلې د نه شتون له وجې زموږ په ابعادو کې نیستي بلل کېدای شي، مګر اوس هم د مادې په جوړښت کې بنسټیز رول لري، خو کومه ماده چې ترې جوړه شوې ده، هغه بیا کتله لري او زموږ په ابعادو کې هستي بلل کېږي. دغه ذرې د کایناتو تر پیل مخکې په صفر حجم لرونکې ساحه کې سره را ټولې وې! دغه حالت په تورو غارونو کې همدا اوس هم حاکم دی.

د البرت اینسټاین “عمومي نسبي تیوري” یوازینۍ نظریه ده چې “وخت” تر نورو تیوریو ښه راپېژني. د دغې نظریې له مخې “وخت” په دوو متضادو پارامټرونو پورې اړه لري، چې یو “سرعت” او بل “جاذبه قوه” ده. مانا دا چې “وخت” له سرعت سره نېغه او له جاذبې قوې سره نامستقیمه اړیکه لري. کله چې د یوې کتلې، لکه ستوري، سیارې او یا سپوږمۍ سرعت ډېرېږي، وخت ورو پکې تېرېږي او کله چې یې حرکت ورو کېږي او جاذبه ډېرېږي، هم وخت ورو کېږي. مخکې مو وویل چې وخت له سرعت سره مستقیمه او له جاذبې سره نامستقیمه اړیکه لري، مګر اوس دا سوال کېږي  چې دلته ولې د سرعت په زیاتېدو سره هم وخت ورو کېږي او د جاذبې قوې له ډېرېدا یا د سرعت له کمښت سره هم وخت ورو کېږي؟ ځواب دا دی چې کله د سرعت د زیاتېدا له وجې وخت ورو شي، مانا یې دا ده چې وخت بچت شو، یعنې تولید یې زیات شو. خو کله چې یو جسم ډېر دروند وي او سرعت یې کمېږي، هلته د وخت د ورو کېدا مفهوم دا دی چې هلته د زیاتې جاذبې له امله وخت بې ځایه مصرف شوی او داسې له منځه تللی دی چې څوک هیڅ پرې پوه شوي هم نه دي. دغه اغېز د ځمکې په شاوخوا د تېز متحرک او د ځمکې په مخ د ساعت په وسیله هم مشاهده کېدای شي، چې ډېر کم تفاوت سره لري. دغه توپیر هغه وخت ډېرېږي چې سرعتونه ډېر زیات لوړ شي. که GPS دغه کم توپیر په نظر کې و نه نیسي، د ځمکې پر مخ د یوه هدف په ټاکلو کې تقریبا ۱۷ کیلومتره خطا کېږي. که یو شی د نور پر سرعت حرکت وکړي، هلته وخت صفر کېږي او نور د هغه جسم لپاره وخت نشته. همداراز که یو ستوری په تور غار بدل شي چې جاذبه او د وخت-فضا انحنا دومره پکې قوي شي چې هلته رڼا لا حرکت نه شي کولا، نو وخت پکې صفر کېږي. په دا پورته دواړو حالاتو کې د وخت د صفر کېدو تر منځ زښت زیات توپیر موجود دی. کله چې یو شی د نور پر سرعت حرکت وکړي او وخت پکې صفر شي، مانا یې دا ده چې هلته وخت “لومړني صفر” ته تقرب کړی دی، یعنې هلته د وخت د تولید کچه دومره زیاته شوې چې هیڅ نه مصرفېږي. مګر کله چې یو ستوری په تور غار بدل شي او یا په تور غار کې یو شی ولوېږي،  د وخت د صفر کېدا مطلب یې دا دی چې هلته وخت “مطلق صفر” ته تقرب کړی دی. مانا دا چې هلته جاذبه قوه دومره زوروره شوې ده چې د وخت تولید پکې صفر شوی دی.

موږ په خپلو متلونو کې هم وایو چې”په حرکت کې برکت دی” نو حرکت رښتیا هم وخت را ته بچت کوي او باید تل متحرک واوسو.

لکه څنګه چې د انسان په بدن د وخت تېرېدا اغېز معلومېږي، همداسي یې په ذهن هم څرګندېږي. د انسان په ذهن کې د وخت تېرېدا د اندازې معلومولو لپاره یو متغیر ذهني ساعت شته. متغیر ځکه دی چې د انسان په ذهني حالت پورې تړلی دی. د انسان ذهن په څو مختلفو  حالاتو کې بېل بېل وخت اندازه کوي. که خوشحاله یو ذهن مو یو ډول حالت اندازه کوي، چې خپه یو بل ډول یې اندازه کوي او چې عادي یو بېل یې اندازه کوي. دا کار اسانه تجربه کېدای شي. مثلاً که په ۱۲:۳۵ بجو زیات خوشاله یاست، نو ژر ساعت ته وګورئ او دغه وخت په نظر کې ونیسئ او نور په خپله خوشحالي کې پاته شئ، څو دقیقې وروسته اټکل وکړئ چې اوس به څو بجې وي؟ که ستاسې په لاسي ساعت کې ۱۲:۴۷ بجې وي، ممکن ستاسي اټکل ۱۲:۴۲ بجې وي. په خوشالي کې ذهني ساعت ورو کېږي او طبیعي وخت په عادي ډول روان وي. دې ته د وصال وخت هم ویل کېدای شي.

که په ۱۲:۳۵ بجې باندې سخت خپه یاست او څو دقیقې وروسته اټکل وکړئ چې څو بجې به وي؟ که مو په لاسي ساعت کې ۱۲:۴۸ وي، مګر ستاسې اټکل ممکن ۱۲:۵۵ بجې وي. دا د انتظار او جدایي وخت بلل کېدای شي. دلته ذهني وخت تېز تېرېږي، مګر طبیعي وخت په خپل حالت روان وي.

کله چې انسان عادي او په بشپړ ډول داسې ارام وي چې نه خوشاله او نه خپه وي، د وخت د وړاندوینې دقت به یې حقیقي اندازې ته ډېر ور نزدې وي. مګر د انسان په ذهن کې تل یو چورت لا وي چې انسان عادیوالي ته نه پرېږدي. که سل فیصده انسان ذهناً ارام او نورمال وای، د وخت وړاندوینه به یې بالکل دقیقه وه او لاسي ساعت ته به یې هیڅ اړتیا نه وه، مګر دا امکان نه لري چې انسان سل فیصده جوړ، خوشاله او ارام وي. که موږ دغه تجربه په نسبتاً عادي حالت کې وکړو، د وخت وړاندوینه به مو د خپګان او خوشالي تر وړاندوینو دقیقه وي. د وخت په اړه د انسان ذهني ساعت او د وخت انذازه نیونه ځکه ډېره مهمه ده چې پر مټ یې لاسي ساعتونه را منځ ته شوي دي. دا د انسان ذهن دی چې وخت حسولای شي. لاسي ساعتونه موږ ته اوس سهي وخت را مالوموي، ځکه ذهني ساعت د انسان په رواني حالت، خوشالي او خوښي پورې اړه لري چې دقیق وخت همېشه نه شي معلومولای.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.