یو بل قلم چې  یونیم کال وړاندې له ګوټو ولویده

لیکنه : اسدالله بلهار جلالزی

1,367

کابو یونیم کال وړاندې د

( په ما انبار کړه خړې خاورې تک تنها مې پریږده

د تورلحد تورو تیارو نه مې زړه تنګ وګـــــــوره)

د پورته  نیم بیتي ویونکی شاعر مرحوم عبدالحکیم کریمي له دې نړۍ وکوچید. او خاورې پرې انبار دي د سنبلې لسمه نیټه يي د زوکړي ورځ ده زه په یاد دا څوکرښې کاږم.

 عبدالحکیم کریمی د مرحوم عبدالکریم خان اندړ زوی او د ولي محمد خان لمسی په خټه اندړ – پیرخیل یادیده. ده په ۱۳۴۲ کال کې د غزني ولایت د اندړو ولسوالی(شلګر) کې د نظرخان بابا په کلي کې نړۍ ته سترګې وغړولي. خپلې لومړنۍ زده کړې يي له خپل والد څخه پیل کړي. وروسته د نظرخان بابا په کلي کې لومړني ښوونځي ته چې دا ښوونځی هم د ده د پلارپه زیارجوړ شوی و شامل شو. ترشپږم ټولګې پورې يي همدلته زده کړو ته دوام ورکړ. د منځینو زده کړو له پاره د اندړو ولسوالي د علي هجویري منځني ښوونځي ته لاړ(اوس همدې دواړو ښوونځيود لیسې کچ ته ارتقا کړي) په دې توګه يي منځنۍ زده کړې په همدې ښوونځي کې بشپړې کړي. خو د بکلوریا سند يي هم د سلطان شهاب الدین له لیسې څخه ترلاسه کړ.

ده به ماته ویل:  له ماشومتوبه مې له شعر او شاعرې سره مینه وه. ځکه پلار مې په همدې برخه کې پراخه مطالعه درلوده او ادبیات يي خوښ و، هغه به شعرونه ویل: نو ځکه زما هم ورسره مینه وه. خو کله چې په هیواد کې د اړدوړ کلونو پیل شول له هغه اصلي هدف نه دادی په بله خوا ولاړم یعني پولیس شوم، کریمي صاحب اوږده موده د پولیسو په لیکو کې دنده لرله خو خپلې زده کړې لوړې او د یوه مسلکي افسر په توګه يي د پولیسو په بیلابیلو برخه کې دنده ترسره کړه. په کارکې هم اصولوته وفادار و، تل يي هڅه کوله چې په ټولنه کې قوانین پلي کړي. خوداسې نه چې څوک بي ځایه ازار کړل شي اوله قانون څخه د ولس د تنګیدو لومي او دام په توګه کار واخیستل شي. که څه هم دی یو نظامي افسر و. خو ډیر عاطفي مهربان او د ورین تندي خاوند و. ډیری وخت به يي په شونډو خندا خوره وه. راست او رک سړی و. ښه ډوډۍ مار ، بنډاري او مجلسي و. ده ته به يي همکارانو، دوستانو او ملګرو قوماندان صاحب هم وایه، خو ماته به يي  ویل: یاره ! دا د قوماندان له نوم سره مې نه لګیږي. خوشحاله په دې یم چې مشران مې په خپل نوم یاد کړي او کشران راته ( کریمي) ووايي ده تر وسه وسه هڅه کوله چې له شخړو او لانجو څخه ځان لیري او خوندي وساتي، هیڅکله هم د دې طرفدار نه و چې په چا د ظلم وشي. تل به د مظلوم ملګری و. چاته يي دا وخت هم نه ورکاوه چې د ده په وړاندې دي د مظلوم په حق تیری وکړي. له وطن او بیوزله انسان سره يي بی حده مینه لرله، دی یو روښانفکره اوپه خپلو شعرونو کې به يي هم د هیواد اعتیلا غوښته، خلک يي د هیواد ابادۍ، ښیرازۍ او سمسورتیا ته رابلل.

شاوخوا درۍ کاله وړاندې په ۱۳۹۹ کال کې يي یوه ورځ په غزني ښار کې ودرولم او په هماغه وطني لهجه يي راته وویل: ( ودي زغلوم) اوس خو مې احوال هم نه اخلي، ګوره دا ډیره موده وشوه چې زه يي تقاعد کړم. دنده نه لرم ته دا مطبوعاتو کې یوه دنده راته وګوره، په ادارې کارونو کې ښه وړتیا لرم، باالمقطع ډول یا هم اجیر غوندې ځکه بیکارې مې ژوبلوي)  ما ورسره ښه وکړل، په پای کې يي راته وویل: هغه د شعرونو کتابچه به درته درکړم، راته يي کمپیوترکې ولیکه او بیا يي بیرته راکړه.! ما ورته وویل: –  اوس نو ورته بیکاره شوي ، لیکنو ته زور ورکړه. په دې سره مو له یو او بل نه خدای پاماني وکړه.

 خو له بده مرغه زه ونه توانیدم چې د مطبوعاتو په برخه کې ورته دنده ومومم، ځکه چې زه نه چیرته ریس وم او نه هم چارواکی، یوه ورځ مې دفرهنګ ریس بشیرمحمدي ته وویل: هغه هم راسره ښه وکړل او…

څو ورځي وروسته يي راته د خپلو شعرونو کتابچه راکړه. زما سره کامره په بکس کې وه. د ټولو شعرونو عکسونه مې واخیستل او بیرته مې ورکړه. چې له دې سره يي  تندی وغوړیده او راته يي وویل: یاره سخت دې خوشحاله کړم، ما ویل: هسي نه چې ته مې کتابچه ورکه کړي. خو تا بیرته راته لاس په لاس راکړه، دې کتابچې کې مې دزړه بړاس او ډیرې خاطرې دي. زه چې خپګان را باندې زور وکړي نو بیا دا کتابچه را اخلم. عبدالحکیم کریمي د دې تر خوا چې لوستی او د مطالعې سړی و، شعر ویل يي آن له تاندې ځوانۍ څخه پیل کړی و. په شعر کې يي انساني مینه، عواطف، له وطن سره اورنۍ مینه، له ورایه ښکاري، په ورته مهال د ورځینو پیښو انځورهم په کې لیدلای شو. په وروستیو دوو لسزیزو کې د جګړې اور لکه نورو میلیونو هیوادوالو په څیر د عبدالحکیم کریمي کورنۍ هم څو ځله د ویر او غم په ټغر کینوله، په دې ژبغړانده اورونو کې د ده درۍ ځوانان زامن په تانده ځواني کې لولپه او ځواني مرګ شول. چې د دریو زامنو په ځوانۍ کې مرګونو سخت غمجن هم کړ. اوس نو د کورنۍ له پاره یکی یوازي پاته شو. کله چې يي موږ د وروستي زوی فاتحي ته ورغلو له مراسمو وروسته يي د خدای پامانۍ په وخت کې  ورو راته وویل: ډیر خپه نه یم، د مشال جان د زوی راتګ ته هیله من یم، زه د ده په دې خبره ډیر خوشحاله شوم. همداسې هم وشول خدای هغه ته زوی ورکړ، خو دا مهال نو عبدالحکیم کریمی هم له دې نړئ کوچیدلی و. یعنی د ۱۴۰۰ کال په ژمی کې وفات شو.او په دې توګه یو تپاند زړه ودریده، هغه زړه چې په کې میني، عطوفت، لوریني، احساساتو، له بیوزلو، پردیسانو، وږو، تږو، بزګرانو، شپنو، غوبنواو لوی وطن افغانستان سره خواخوږي، ټوپونه وهل، هغه زړه چې تل يي د نورو مسلمانو هیوادوالو له پاره خوښي، خوشحالي،سوکالي او ارامتیا غوښته، هغه زړه چې تل به د خپلو هیوادوالوپه ویر، درد، ځور او پریشانۍ خپه و او په خوښۍ به يي خوښ، او په حقیقت کې یو قلم له هغوو ګوتو ولویده چې غوښتل يي ډیر ناویلي څه لوستونکو ته ووايي، هغه قلم چې ایله د عمر په پای کې لیکلو ته وزګار شو، هغه قلم چې د لیکلو له پاره تازه په تازه له رنګه ډک کړی و. هغه قلم چې کولای شوای، یو داسې پیغام لوستونکو ته ولیکي چې دوئ ترې نه ګټه واخلي، خو دریغه… د مرحوم عبدالحکیم کریمي په دې شعري ټولګه کې شاوخوا یو نیم سل شعرونه خوندې دي. د ده د وینا له مخې چې ماته يي وویل: یوه بله همداسې کتابچه هم را سره شته چې په کې ډیر شمیر شعرونه خوندي دي. په دې هیله چې یوه ورځ د مرحوم کریمي د شعرونو ټولګې د کتاب په بڼه راڅرګندې شي.

 د عبدالحکیم کریمی د شعرونو تنور د عمر په وروستیو کلونو کې تود شو. دا تمه وه چې د سپیرغۍ به يي وکولای شي تیاره ګوټونه ځلبل کړي. که څه هم حالاتو سخت خپه کړی و. چې د دغه خپګان تاثُر او نښې نښانې په کې د حالاتو له تصویرسره یوځای جوت ښکاریږي.

لاندې شعرکې وګورۍ خپل ځان ته تسکین ورکوي، خپلې ستړي او ستومانه روح ته تسکین ورکوي او توصیه ورته کوي چې ژړا بس کړي. خو دا چاره څه ساده هم نه ده. درۍ ځوانان زامن چې له چا نه د اورژبغړاندې لمبې لولپه کړي، چې يي زړه صبر کولای شي او چیرته يي اوښکې په لیمو کې تم کیدی شي. ځکه خو یادونه هم کوي چې  شپه او ورځ په ژړا سر دی.

 ژاړه مه
زړه نه لیري کړه غمونه ژاړه مه

نور دې بس کړه فریادونه ژاړمه

اوښکې پاکې کړه موسکی شه په خندا شه

 خدای به تیرکړي دا وختونه ژاړمه

په ژوندون کې هم خوږې او هم ترخې وي

په رنګ رنګ راځي حالونه ژاړمه

کله کله خوشحالي او کله غم وي

له خولي مه باسه اهونه ژاړمه

ځانته کیښنه خلک ګوره نظر وکړه

ګیله مه کړه له بیلتونه ژاړمه

زمانه شوه فریبکاره دوه رنګي کړي

 همیشه کوي چلونه ژاړمه

څوک اوچت کړي ښکلي تخت د پادشاهي ته

څوک سوالګر شي کړي سوالونه ژاړمه

څوک هوس نه به جامو کې نه ځاییږي

 د چا زړه باندې داغونه ژاړمه

( کریمي) خو شپه او ورځ په ژړا سر دی

تیروي ډیر منتونه ژاړمه

د عبدالحکیم کریمي له دې شعر نه موږ ته جوته کیږي چې حالاتو ورباندې ناوړه اغیزه وکړه. پریشانه دی او… عبدالحکیم کریمی په دې سربیره چې له ادبیاتواو شعر ویلو سره مینه لرله، تر خوا يي له موسیقي اوټنګ ټکور سره هم مینه لرله، ده به کله کله له خپلو همځولو سره په خصوصي مجلسونو کې ارمونیه هم غږوله، رسا او خوږغږ يي درلود او د محلي موسیقي په برخه کې خورا ماهر و. دی هغه د چا خبره د موسیقي په سور، لي او تال هم پوهیده، ډیر وخت به يي خپل شعرونو او د نورو مشهورو شاعرانو شعرونه له موسیقي سره ویل، په دغې برخه کې هم ډیر کړاو ګاله، هڅه يي کوله چې مبتذلې سندرې و نه وايي دی به چې کله یوازې هم شو نه ارمونیه یی غږوله، ده دا کار یوازي د بوختیا او کله کله د خپلو همځولو سره د خوشحالي جوړولو په موخه کاوه.  روح يي ښاده.

دا هم د مرحوم کریمي د شعربیلګې:

 وطنه

دې تړمو اوښکو مې په مخ باندې شیلې جوړې کړې

وطنه چا چې نن له تانه کنډوالې جوړې کړې

ټولو لیدل چې يي پلرونو ګدايي کوله

نن يي خارج ښې پخې پخې بنګلې جوړې کړې

پردو ملکو کې ستا مالونه خرڅیدل وطنه

دي غدارانويي پیسو باندې میلې جوړې کړې

ذاهدان وینم چې د بل په حق تیری کوینه

د بل په باندې يې ځانته قبالې جوړې کړې

په یو او بل باندې يې لوټ کړي لوټمارانو د وخت

د ورور په وینو يي نن هرګوټ کې ویالې جوړې کړي

کریمي وايي د ګیلې ځانه راته پاته نه ده

هغه حلال شول چې ظالم ته يي ګیلې جوړې کړې.

ولي؟

په مخ مې اوښکې را روانې لارې لارې ولي؟

له هیلوډکې سترګې مړاوې راته ښکارې ولي؟

ولي ځوریږي چې دا څوک ورباندې ظلم کوي

یا خو دیدن ته دخپل یار دی انتظارې ولي؟

سترګې له زړه سره لري پټ پټ رازونه دعشق

د جدايي لمبو وهلي خوارې خوارې ولي؟

ترڅو به پاته د دیند په طمعه طمعه وینه

ترڅوبه غلی غلی ګوري ناکرارې ولي؟

لکه د اور سکروټې سرې شوې سرولمبو وهلې

د مین لار په بیړه څارې دا خونکارې ولي؟

کریمي سترګې دي پاته د وطن په مینه

نشه نشه به وي مدام نن دي خمارې ولي؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.