طالب جنګيالي توريالي همت په تلويزوني بحثونو کې خپل زغم بايللی

سيد حسين پاچا

877

طالب جنګيالي توريالي همت په تلويزوني بحثونو کې خپل زغم بايللی

حافظه يې له لاسه ورکړې خپلې کړې خبرې يې ورته ياد ته نه راځي

د لعنت او نور نامناسب توريو کارونه او تور پورې کونه يې د ځان او هم د طالبي خوځښت په ګټه نه دي، بلکې دا يې د ځان مذهبي، اخلاقي و سياسي ځانوژنه ده

نوټ : ښاغلی همت دې يو ځل خپله خبره په سينه د يوټيوب په يو تاوده بحث کې واوري او هغه دا چې ده خو په ژمنې سره ويلي وو چې ((د نجونو ښوونځي به په مياشتو، هفتو، څو ورځو کې نه، بلکې په څو ساعتونو کې به خلاص شي. بله دا چې له قرآنه عدول کوي او حديث ته ځي او هم قرآني کارونې لکه ((لعنت، کاذب، انعام، خنزير او داسې نور)) د يو مسلمان په حق کې زياتی دی. هيله ده چې ښاغلی همت او پر پنجابي پاڼ مست خود جوشه غورځنګ يې په دې اړه هر اړخيز او لا ژور سوچ وکړي چې ايا کارونه يې په داسې يو تلويزيونی بحث کې د دوی په ګټه دي او کنه؟

پرهار د تورې ښه دی چې به جوړ شي پر مرهم + پرهر  د ژبې سخت دی چې هېڅ نه لري مرهم

طالبي لنډۍ

ما ته دې دوه ورځې بهانه کړې

مياشتې دې تېرې کړې کلونه دې شمېرمه

د موزيګي شکلېدليه کټه

چې سر دې راټينګوم لنګه دې ځينه

موقف أهل السنة والجماعة من يزيد بن معاوية

قال شيخ الإسلام ابن تيمية رحمه الله: (ولهذا كان الذي عليه معتقد أهل السنة وأئمة الأمة: أنه لا يسب ولا يحب. قال صالح ابن أحمد بن حنبل: قلت لأبي: إن قومًا يقولون: إنهم يحبون يزيد. قال: يا بني، وهل يحب يزيد أحد يؤمن بالله واليوم الآخر؟ فقلت: يا أبت، فلماذا لا تلعنه؟ قال: يا بني، ومتى رأيت أباك يلعن أحدًا؟

ستانکزی : هېوادونه مو مات کړل، خو حکومتولۍ موږ مات کړو

https://khabarial.com/archives/27547

داودزی : د جمهوريت هر غړی د نظام په سقوط کې ملامت دی

https://www.youtube.com/watch?v=aV1i4kbA3AM

Exclusive interview with Mohmmad Omar Daudzai

https://www.youtube.com/watch?v=ut9_FrZQ-CY

https://www.youtube.com/watch?v=upPzeu_-0V4

دا به د ښاغلي توريالي همت لپاره بې انصافي وي چې د خپلو سياسي مخالفينو لپاره له دغسې يو دريځه کار اخلي چې دا به يې په پيل کې د خپل خود جوشه حرکت چې هغه هم په حقيقت کې داسې نه ده، بلکې پروېز مشرف پخپل کتاب ((د اور پر ليکه)) IN THE LINE OF FIRE کې په شلم او يوويشتم څپرکو لوستلی شئ چې څنګه او ولې طالبان بيرته راپيدا او منظم کړل؟

Chapter 20

One day that changed the world

On September 13, 2001, the U.S. ambassador to Pakistan, Wendy Chamberlain, brought me a set of seven demands. These demands had also been communicated to our foreign office by the U.S. State Department through what is called a non-paper.

  1. Stop al Qaeda operatives at your borders, intercept arms shipments through Pakistan, and end all logistical support for Bin Laden.

  1. Provide the United States with blanket overflight and landing rights to conduct all necessary military and intelligence operations.

  1. Provide territorial access to the United States and allied military intelligence as needed, and other personnel to conduct all necessary operations against the perpetrators of terrorism and those that harbor them, including the use of Pakistan’s naval ports, air bases, and strategic locations on borders.

  1. Provide the United States immediately with intelligence, immigration information and databases, and internal security information, to help prevent and respond to terrorist acts perpetrated against the United States, its friends, or its allies.

  1. Continue to publicly condemn the terrorist acts of September 11and any other terrorist acts against the United States or its friends and allies and curb all domestic expressions of support [for terrorisms] against the United States, its friends, or its allies.

  1. Cut off all shipments of fuel to the Taliban and any other items and recruits, including volunteers en route to Afghanistan, who can be used in a military offensive capacity or to abet a terrorist threat.

  1. Should the evidence strongly implicate Osama bin Laden and the al Qaeda network in Afghanistan and should Afghanistan and the Taliban continue to harbor him and his network, Pakistan will break diplomatic relations with the Taliban government, end support for the Taliban, and assist the United States in the aforementioned ways to destroy Osama bin Laden and his al Qaeda network.

Chapter 21

Omar and Osama

The Taliban were not a new, post-Soviet phenomenon. They were taught by the same teachers in the same seminaries that had produced the mujahideen. But now the label had changed. When we sided with the Taliban, it was for good reasons: first, that they would bring peace to Afghanistan by bringing the warlords to heel; second, that the success of the Taliban would spell the defeat of the anti-Pakistan Northern Alliance. There was nothing wrong with our intentions, except that we did not realize that once the Taliban had used us to get to power, we would lose influence with them.

https://www.academia.edu/7341410/In_the_line_of_Fire_By_Pervez_Musharraf_urdunovelist

https://fdocuments.in/document/complete-bookin-the-line-of-fire-by-musharraf.html?page=1

ښاغلی همت بايد دا هم ولولي او ځان پرې پوه کړي چې سر يې پرې خلاص شي چې پروېز مشرف د دوی په اړه څه ويلي دي؟

Interview

Musharraf: Pakistan and India’s backing for ‘proxies’ in Afghanistan must stop

This article is more than 7 years old

Jon Boone in Karachi

In interview with the Guardian, former Pakistan president voices his support for Ashraf Ghani and hints that he cultivated the Taliban

Friday, 13 February 2015, 7:41 GMT

Pervez Musharraf, the former Pakistani military ruler accused of sheltering and supporting the Taliban after 2001, has called for an end to the backing of militant “proxies” in Afghanistan.

In an interview with the Guardian, Musharraf admitted that when he was in power, Pakistan sought to undermine the government of former Afghan president Hamid Karzai because Karzai had “helped India stab Pakistan in the back”. But now the time had come to “totally cooperate” with Ashraf Ghani, the Afghan president since September, who Musharraf believes is “the last hope for peace in the region”.

“In President Karzai’s times, yes, indeed, he was damaging Pakistan and therefore we were working against his interest. Obviously, we had to protect our own interest,” Musharraf said. “But now President Ashraf Ghani has come and he is trying to restore balance in Afghanistan. We must totally cooperate with him.”

https://www.theguardian.com/world/2015/feb/13/pervez-musharraf-pakistan-india-proxies-afghanistan-ghani-taliban

له توريالي همت يوه پوښتنه

د پروېز مشرف د وينا پر بنسټ چې ولسمشر غني کوښښ کولو چې په افغانستان کې زموږ او د هند ترمينځ يو انډول وساتي او موږ يې بايد خامخا ملاتړ وکړو.

که اوس طالبان د غني هغه کړنلاره غوره کړي ايا پاکستان به يې په ارام پرېږدي؟

ولسمشر غني يې په ارام پرې نه ښووه، نو تاسې به کله هم په ارامه پرېږدي؟

د نجونو د ښوونځيو په تړاو د ده خپله خبرې دي چې کړې يې دي. د هغو له مخې خو نوموړی خپله ژبماتی او دروغژن برېښي.

اسلامي امارت د ښځو له تعليم سره حساسيت نه لري.

موږ امر ثاني نه، بلکې معطل ويلي دي.

موږ خو داسې نه ده چې دوه مياشتې – درې مياشتې دې ورته وټاکي. ان شاء الله چې د ساعتونو او د ورځو دغه به وي. ځکه چې د نصاب خبره ده، د استاذانو خبره ده، د ماحول خبره ده.

زه يو ځيری بل هم درکوم ډېر خلک دي لکه د ځان غوندې دې، د باچا صاحب غوندې چې خپلې لورګانې يا خورګانې چې په دغه شل کلن دغه تلل راتلل صحيح ده يو څه به وو، خو بيا هم ډېر مشکلات ول.

موږ دوه مياشتې – درې مياشتې نه ورکوو. هغه خو ډېر عمر/وخت دی. موږ ان شاء الله چې په ساعتونو کې هغه ورځې خو پرېږده، بلکې په ساعتونو کې به يې ان شاء الله چې دا زيری ټول خلک واوري.

تودي خبري: د نجونو ښوونځيو تړل پاتې کېدو ته د غبرګونونو دوام

https://www.youtube.com/watch?v=B4egVMKBlgg&t=246s

ښاغلی همت دې خپلې خبرې دلته خپله واوري چې کړې يې دي.

پوښتنه

ساعتونو خو يې له کال زياته موده ونيوله، نو ورځې، هفتې، مياشتې او کلونه به يې څومره وخت ونيسي؟

ښاغلی همت دې اوس خپل ځان پخپله په خپله هېنداره کې وويني چې رښتينی دی او که نه؟

که نه وي، نو بيا خو قرآن خو دا وايی چې ((لعنة علی الکاذبين))

ولې يو انسان خپله تشه نه ويني؟

او ولې د خپلې تشې ملامتيا پر نورو وراچوي؟

ولې بيا پر خلکو لعنت او ورته نور نامناسب توري کاروي؟

ايا دی د دې تورو د کارولو وړتيا لري؟

او داسې نورې ډېرې پوښتنې درواخله.

ښاغلی توريالی همت،

د دې ويډيو په تړاو څه وايی؟

قاري سعيد خوستي د NDS د پخواني جنرال له لور سره غټ ظلم کړی

https://www.youtube.com/watch?v=AcdB57xLizo&t=32s

ښاغلی همت ما ته خو ستا او د نظار شوری د پخوانيو لنډه غرو او بېباکو ترمينځ هېڅ توپير نشته چې د شهيد ناهيد پسې د مېکروريانو شپږم پوړ ته ورختلي وو او هغې ترې ځان لاندې رااچولی وو. دا ستاسې هغه پټه او مرموزه ديني ومذهبي صبغه وڅېره ده چې تل مو ترې ناوړه ګټه پورته کړې ده. ما ته خو د جنرال دوستم له هغه کړو سره هېڅ توپير نه لري چې د اکبربای د کور پر حريم يې تېری کړی وو، نو ستاسې او د هغوی ترمينځ توپير څه ده؟

دا مو د حقانيانو او د اکوړې د حقانيه د مدرسې زده کړه ده چې کړې مو ده. ايا حامدالحق به يو چا ته اجازه ورکړي چې د کورنۍ له يو ښځينه سره يې داسې ناوړه چلند وشي؟

تاسې ما ته دا ووايئ چې تاسې له دې مذهب، دين او اسلامي امارت ((پنجابي حقير اسارت)) نه څه جوړ کړي دي چې خلکو ته يې پورته پورته کوئ؟

هاغه ملت دی چې :

غلبېل کوزې ته وويل چې خوله دې سورۍ ده، نو هغې ورته وويل چې خپله …. دې وګوره چې څومره/څو ځايه سورۍ ده. تاسې پر نورو لعنت وايئ او د دروغو نسبتونه ورته کوئ، خو خپلو خبيثو (ناوړه/قبيحه) کړنو ته مو له سره پام نشته.

ولې ستا حقانيان له جهاد وامارته ناوړه ګټه پورته کوي؟

د نجونو ښوونځي مو پلمه کړي، خو د خلکو پر کورونو چې ورخېژئ، نو دا بيا د ځان لپاره کومه ګناه او قانوني او هم اخلاقي جرم او بد اخلاقي نه ګڼئ؟

که تاسې نر او باايمانه او دومره رښتيني ياست، نو بيا خو دا په زغرده وښيه چې د دې نجونو له ښوونځيو چا اميرالمؤمنين ته بلا/ببو جوړ کړی او ولې يې د چا په نغوته نه خلاصوي؟ ايا د خلاصېدو توان و جرئت يې لري؟ بيا خو به دې دا ايمانداري وي چې دې ولس ته روښانه کړې چې چا او ولې بند کړي دي؟

تا او دې حقانيانو دې دا علم دين د څه لپاره لوستی؟

د مولوي سميع الحق زوی او هم يې پلار او هم د مفتي محمود زوی فضل الرحمان په دې شلو کلونو کې همدا تربيه او زده کړه درکړې وه؟

د مريم نجفي او عبدالله عبدالله د عشقي داستان يوه څنډه

https://rohi.af/news/13320

نو ښاغليه ته ما ته دا ووايه چې ډاکټر عبدالله خو دوکه ورکړې وه چې بيا يې د خپلې پخوانۍ مېرمنې له لاسه نه خپلولی شوه او نه پرېښوولی شوه. د ټاکنو په وخت کې ولسمشر کرزي پرې پرده راکش کړه او ټاکنو ته ودرېده او هغه دوسيه لا تر اوسه د فرانسې په محکمه کې هم پرته ده.

رحمان بابا

که څوک تله د انصاف په لاس کې درکړي

خپل ټټو او د بل اس به برابر کړې

تا ته خو پته ده چې د شمال ټلواله او لنډه غر له جرمي پلټنو او نيولو څخه مستثنا ول او ستا اړونده واکمنه ډله هم ترې مستثنی ده. جرم چې رسنيز شي، نو له خلکو يې پناه کړئ. دا چې محکمه کيږي او يآ نه دا به وخت جوته کړي.

تا ته خو پته ده او هغه طالبي لنډۍ به دې هم ياده وي چې :

رجلين دې منکسر نه دي طالبه

مرور کوه جبل ته

له خلکو او له ولس سره پوښتنه تشويش دی او وايی چې يو څوک د تش په نوم ((بښنې/عفوې)) سره سره بيا هم د خلکو پر کورونو وراوړي او پر لورګانو يې تېری کوي، نو هغوی ته به د نجونو ښوونځي څه ارزښت ولري؟

ايا د شل کلن کوربه هېواد استخبارات او نظامي چارواکي مو دې ډول ناوړه کړنو ته تشويقوي که څنګه؟ که د هغوی له لورګانو سره دغسې کړنه وشي، نو د هغوی غبرګون به څه وي؟ ايا خليلزاد هم دا غوښتل؟

مشوره

هسې بېځايه پرړې مه کوه. د لوبې واک مو له بل چا سره دی او تاسې محضې د امر سرته رسوونکي ياست. شيرمحمد عباس ستانکزی چې نظامي زده کړې يې په دوست هېواد هندوستان کې کړي او په دې لوبه کې ستاسې نژدې ملګری پاتې شوی. دا چې ښوونځی لوستی او زما و ستا په څېر يې مدرسه نه ده لوستې د لوبې په هماغه اول سر کې پوه شوی چې ((هېوادونه مو مات کړل، خو حکومتولۍ موږ مات کړو)).

تا خو پته ده چې ملا ومجاهد وطالب چې يوځلې انکار وکړ بيا نه خپله قناعت کوي او نه بل څوک ورته قناعت ورکولی شي. دا ځکه چې سرتنبه او سرسخته وي. دا چې ته يې منې او يا نه، خو له شک پرته چې ولس درڅخه د نجونو د ښوونځيو په بندولو او تعطيل کولو فاصله واخېسته او دا درڅخه ورځ تر بلې ډېريږي او کميږي نه. خدای تعالی دې درته خير کړي چې اخر انجام به مو څه کيږي؟

سمه ده چې طالبانو د کور دننه د واک جزيرې ختمې کړې چې هغه هم د جهاد په پيل کې زموږ د اواره ګۍ او جهاد کوربه هېواد په نغوته او لمسون (هڅونه) جوړې شوې وې چې پر تا يې راټولې کړې، خو پر تاسې يې اوس څه شروع کړي دي؟ ايا دا د ځان او هېواد په ګټه بولئ؟

ايا دا به پر پېغمبر صلی الله عليه وسلم نګه دروغ نه وي چې ستاسې ځانمرګيو لپاره يې د جنت شهادتنامې وېشلې؟

تا ته خو پته ده چې :

ابن تيمية رحمه الله وايی :

ان الله يقيم الدولة العادلة و لو كانت كافرة و لا يقيم الدولة الظالمة و لو كانت مسلمة

إن إقامة العدل وأداء الحقوق لأهلها من أسباب بقاء الدول وتفوقها وغلبتها، قال شيخ الإسلام ابن تيمية في رسالة (الحسبة): الجزاء في الدنيا متفق عليه أهل الأرض، فإن الناس لم يتنازعوا في أن عاقبة الظلم وخيمة، وعاقبة العدل كريمة، ولهذا يروى: “الله ينصر الدولة العادلة وإن كانت كافرة، ولا ينصر الدولة الظالمة وإن كانت مؤمنة“ اهـ.

څښتن تعالی عادل (منصف) دولت (حکومت) ولو که کافر وي پايي، خو ظالم دولت (حکومت) ولو که مسلمان هم وي نه پايي. يا په بله مانا دوام نه کوي او له مينځه ځي. څښتن تعالی د عادل غيرمسلم دولت مرسته کوي، خو د ظالم مؤمن دولت نه او نه يې پايی.

ايا دا به پر ځای نه وي چې ووايو :

زموږ ګاونډي د جهادي و طالبي اشر غوبلمار که پر نورو يې په هېواد کې د واک جزيرې جوړې کړې وې، خو پر تاسو يې اشغال کړ چې نړۍ مو په رسميت لا هم نه پېژني. څه ګټه مو وکړه؟

په درنښت

سيد حسين پاچا

تودې خبرې: د هند دفاع وزير څرګندونو ته د اسلامي امارت وياند غبرګون

https://www.youtube.com/watch?v=uxQ4QKo95ag&t=1546s

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.