فاوست څرنگه پيژنو ؟

اکبر کرګر

602

يادښت
تېره ورځ زما يوه ليکنه زما په پاڼه کې خپره شوي وه دهنر او ارواهنې په تړاو و . هلته دفاوست داثر يادونه شوې وه زما يو خوږ دوست او قدرمن ملگري سلطان جان کليوال يادونه کړي وه چې بايد دفاوست په باب وضاحت شوى واى . نو له همدې کبله دفاوست په باب دا ليکنه دلته ستاسو په خدمت کي وړاندې کوم . که غلطۍ لري بخښنه ، ځکه ډير وخت نه وو. ميم الفکاف
فاوست يا دکتر فاوست دالماني افسانو يو داسې شخصيت دى لکه په پښتو فرهنگ کې ادم خان اويا فتح خان ، خو د لته پرتلنه په کار نه ده ، دفتح خان او ادم خان داستان پښتون داستانونه دي ،خپلې اساطيري اوفرهنگي ځانگړني لري . خو فاوست ديو بريالي دلوړو زده کړو خاوند کرکتر، له ژونده نا راضه اوخپه کرکتر دى . روح يې دنامحدود ې پوهې ،دترلاسه کولو له پاره اود دونيا دخوندونو له پاره وسه کوي چې څه ترلاسه کړي له شيطان سره همغږى او معامله وکړي . دې افسانې ادبي داستان او ان دسينمايي اوموسيقي هنرته لاره کړي او دهنرونو له پاره سر چينه گرزيدلي ده . دفرناندو پسوا دفاوست په سريزه کې لولو :
«فاوست يا فاوستوس دالهى علومو ستر عالم چې په بحثونو اومناظر وکې لاسبري لري اوداسرارو اوجادويي رازونو باندې په پوهيداکې انديښنه لري خو کله چې دپلرونو له ايمان نه انکار کوي مفيستو فلس(يا ابليس ) يې ليدو ته را ځي اوهغه يو تړون ته را بولي » ۱۱مخ فاوست .فرناندو پسووا .
دفاوست افسانه په بيلابيلو زمانو کې په جلا ډولونو ثبت شوى ده . فاوست چې په فاوستي ستايننوم هم ياديږي د داسې موقعيت يادونه ده چې دهغه په وجود کې يو ځان غوښتونکي کس دى ، دا د داسې موقعيت يادونه ده چې په هغه کې يوځان غوښتونکي حس پياوړي او هغه دې ته را بولي چې قدرت اوبري ته ورسيږي نو ټول اخلاقي ارزښتونه او په ټوله کې اخلاقيات له ياده باسي .
په لومړيو متونو کې چې دفاوست يادونه يې کړي تصنيفونه ، ننداري اونورو اثارو کې چې ديادي افساني له مخې جوړ شوي په هغو کې فاوست ديو لعنت کړي شوي او دوزخي کرکتر و، دا ځکه چې انسان اسماني پوهه غوره بولي . «هغه داسې يو څوک و چې ، د دې له پاره چې دالهياتو داکتر ونومول شي نو مقدس متون يې ترميز لاندې کړي وو. » حسن شهباز تراژيدي فاوست . ۱ مخ
هغه له دې خبري ډده کوله چې د طب د داکتر په توگه لباس واغوندي .
په ۱۶ پيړۍ کې په ټول المان کې ننداري او دکميدي له پاره گوډي گانو ننداري چې ديادي افسانې له ازادانه قرايت نه را پورته شوي وي، نو زياتره وخت فاوست اومفيستو ( چې د فاوست په داستان کې دشيطان نوم دي ) دکميدي اوخندنيو مبتذلو خبرو تر حده کښته را وړل شوي . خو په واقعيت کې کريستو فر مارلو وو چې د ننداري په ليکلو سره يي دې افسانې ته شهرت ورکړ.
دفاوست افسانه ديو کيمياگر روايت دى . چې له ابليس سره د دوستي تړون کوي . په اروپايي ادبياتو کې ژوري ريښي لري اوماضي يې ښايي دابليس دعمر په اندازه وي .
ابليس په ظاهر کي يو عربي کليمه ده چې اصلا له يوناني «ديابولس» نه اخيستل شوي . ديابولس د چالباز دوکه مار اوتومت گر په مانا ده چې له شيطان سره معادله کليمه ده . په فارسي ادبياتو کې داهريمن په مانا ده چې په زردشتي ،يهوديت اواسلام يا په توحيدي اديانو کې شيطان هغه څوک دى چې په بيلابيلو څيرو کي را ښکاره کيږي . په اوستا کې اهريمن دظلمت او تورتم خداى دى . په تورات کې شيطان او ديهوه په دربار کې دمدعي العموم موقف لري .
ابليس يا اهريمن يا شيطان د دونيا په ټولو مذاهبو کې د خبيث عقل يا پليد عقل مظهر دى يا داسې ناپاک روح او يا دشر ځواک دى . همدى دي چې دټولو خبيثه ارواحو امر اونهي کوي نو له دي امله چې رټل شوې ملايکه ده دټولو دوزخي ځواکونو سره هڅه کوي چې قادر او ځواکمن پروردگار لکه چې په زردشتيزم کي راغلي دي اهورا مزدا دقدرت له مقامه را وغورځوي اودهغه دخدايي مقام خپل کړي . انسان دا دخداې مخلوق هر ځاى کې د دوکې اوفريب اوچل ول اودلوبو دسامان په توگه کاروي .. لکه څنگه چې آدم يې تير ويست ،حوايي دوکه کړه ،له جنته يې راوويستل اودهغو بچيان هم دمکر اودوکې اوناوړه کړو وړو قربانيان دي.
له شيطان او اهريمني ځواکونو سره دبشر جگړه اوله شيطان سره دانسان يو راز کيدل اوله هغه گټه اخيستنه تل دازمايښت اوپام وړ وه . دپيړيو په اوږدو کې چې ډېر خياله ور کسان چې لرغوني کتابونه يې مطالعه کول هڅه يې وکړه چې دشيطان له ملگرتوبه گټه واخلي ،په شپاړلسمه پيړۍ کې په ټوله اروپا کې هغه مهال چې دکليسا قضايي محکمي دخلکو پر سر نوشت حاکمي وي په المان کي يو کتاب خپور شو ليکوال يې نامالوم و محتواى يې سخته دپام وړ وگرځېده . د دې کتاب عنوان «داکتر يوهان فوستن» و چې دزاړه کيماگر د۶۹ پيښو په باب کيسې يې درلودي .
دا مهال ۱۵۸۷ کال وو کتاب په ظاهر کې په فرانکفورت کي چاپ شو .دکليسا کسانو اوانکيزيسيون(دعقايدو پلټونکي لکه اوسني نهى عن المنکر ) پلټونکو سخته هڅه وکړه چې د دغه اثر ليکوال پيدا کړي اودهغه د روح دعذاب له پاره هغه ژوندي اور کي وسوځوي، خو بريالي نه شول .کتاب په پټه وپلورل شو اوبيا بيا چاپ شو . داروپا په نورو ژبو هم وژباړل او چاپ شو . همدا مهال دوه نور نومونه فاوست اودهمغه دتړون ملگري مفيستو په ژبو گرځېده .
اويا کاله وروسته کريستوفر مارلو داسې يوه منظومه هسته کړه چې دکتر فاوستوس دتراژيدي په نامه يې زيات شهرت پيدا کړ هماغه مهال دمفيستو فلس فرتوت الماني کيميا گر خاطره اودهغه سره دژمن ملگري داستان يې په اذهانو کې ژوندى کړ .مارلو د داستان په متن کې بدلون را نه ووړ خو دفاوست دژوند پاې کې يې دغم افسوس سره گډه کړه . دتراژيدي دعروج نقطه همالته ده چې کله له هوس نه ډک فاوست دښکلي هلن سره دتروا په سيمه کې مخامخ کيږي دهغې سره غيږ په غيږ کيدو په بدل کې صداقت ،نيکي ،اوهر څه قربانوي اوفرياد کوي چې « اى ښکلي هلن مامچې کړه چې تلپاتې شم » دلته دى چې مفکر شاعر دبشر بې وسې د دونيا دانديښنو په وړاندې څرگندوي . دمارلو دمنظومي په خپريدا سره فاوست افسانه له هر څه زياته مشهوره کيږي . اودادب دوستانو له پاره دپام وړ گرځي . هماغه مهال زياتې گرځنده هنرمندانو ډلي دانگليس او المان په ښارونو کې دفاوست سر گذشت په نندارو کې تمثيل اوجرا کوي .
په دې اساس دوه سوه کاله نوره هم اروپا د دکتر فاوست له زړه وړونکي داستان څخه غافله نه شوه ، تر هغي چې دالمان په ادب کې ستر اوبې مثاله شهکار ظهور وکړ. داستان له فولکلوري اوعامه بڼې را بهر شو دا هغه مهال وو چې يوهان ولفگانگ فن گويته دالمان دهنر نابغه يوه ابدي يا تلپاتې منظومه دفاوست په نامه خلق کړه. دفاوست داستان په لنډ ډول داسې دى :
فاوست يو ستر پوه اوعالم دي خو خپه اومتاثره دى، بې شميره کتابونو اوازمايښتونو هيڅ ونه شول کړاى فاوست خوشاله کړي اودهغه له روح وروان نه دغم اوخپگان لړې ليري کړي . نو کوډو اوجادو ته مخه کوي . چې د داسى چارو له لاري دنيکمرغي لار پرانيزي خو په دې هڅه کي بيا هم نامينده کيږي اوکله چې کيسه کوي دزهرو جام څښي چې بي مانا ژوند ته دپاى ټکي کيږدي . مفيستو ديو مساپر په جامه وردننه کيږي اوهغه ته وړانديز کوي چې په خوښۍ سره ورته وړانديز کوي . مفيستو چمتو کيږي چې نا انجام شوې هيلي اوخپه کوونکي ارزوگاني را پورته کړي خو په دې شرط چې د خوښې په کلونو کې ځان ابليس ته وسپاري اوهغه انجام چې شيطان هغه ته ټاکي له هر ډول شرط پرته ومني . فاوست له دې هيڅ گټه نه اخلي ، هماغه مهال يې مني او تړون په وينو لاسليک کوي .
دننداري منظومي لومړي برخه دفاوست د عياشي او هوس دوران دى له دنيوي لذتونو برخمن دي اوهمدا هوسونه اوعياشي دي چې په ناکامي اومرگ پاې ته رسيږي . دهغه دقربانيانو په ډله کې يوه هم «مارگارت» ده چې له درده ډکه برخمنه ده. هغه ښکلي نجلي ده سپيڅلي او پاک لمني ده . هغه د زړه اودين بايللي کس اوزده کوونکي په لباس کې ظاهريږي اونجلي ورته ځان تسليموي . دهغې ورور «والنتين » چې کله له سفر نه را ستنيږي پوهيږي چې خور يې ديو چا له خوا اميدواره شوې ده په دې لټه کيږي چې دغه کس ووژني خو سره له دې چې «والنتين» جگړه مار مبارز دي خو دفاوست له خوا دشيطان (مفيستو ) په مرسته وژل کيږي اوهغه نوي ماشوم چې نوى يې سترگې غړولي دي ، دسمندر څپو ته سپاري اوځان کليسا ته سپاري چې دښار په ميداني کې يې غړۍ پرې کړي .
دتراژيدي په دويمه برخه کې فاوست دمفيستو په مرسته يو لړ بريو ته رسيږي . دربار ته لار پيدا کوي هلته دپاريس دسيورو او دپريام شاه دزوي اودهلن دميړه ننداره کوي چې دميني په خاطر دتروا هغه سترې جگړي ته وردرومي چې دتروا ځمکه له خاورو سره خاوري کيږي . فاوست دهلن ښکلا ويني له مفيستو غواړي چې دهغه دوصال اوخوند زمينه برابره کړي . هلن ژوندۍ کيږي ،فاوست يې ويني . فاوست دابليس په مرسته هغه تښتوي اودمنځنيو پېړيو يوې ماڼۍ ته يې په «گوتيک» کې چې جنگيالي يې ساتنه کوي ، وړي ،هلته فاوسرت غوښتنه کوي وصلت يې منل کيږي . زوى زيږوي چې نوم يې «فوريون» دى . هغه دشعر مظهر دى دا ځکه چې ديو رومانتيک قهرمان ديو کلاسيک قهرمان سره د پيوند حاصل دي.
په دويمه برخه کي فاوست هڅه کوي حيرانوونکي چاري پر مخ بوځې دبيلگي په توگه غواړي دمفيستو په مرسته طبعيت دانسان دخدمت تابع کړي اويا داسى قلمرو اوځمکه ايجاد کړي چې ټول خلک يې نيکمرغه وي . خو داسې هڅي بي گټي تماميږي . هيڅوک نه خوشالوي فاوست دا وخت بوډا اوله هر څه نه بيزاره دى. عياشي ، مينه او هيڅ شې يې نه خوشالوي . هغه له شيطان سره خپله ژمنه له ياده وړي غواړي ارام ومري خو مفيستو حاضر نه دى چې سترگې ترې پټي کړي نو ديوانو ته امر کوي چې روان يا روح يې وتښتوي اودوزخ ته يې يوسي خو وايي چې دخداې مهر اوبخښنه ورته وشوه .پرښته پيغام ورکوي چې گناهوې يې وبخښل شول .
فرناندو پسو وا دفاوست داثر په سريزه کې ليکي :
«گويته هغه څه چې د«شعر اوحقيقت »په اثر کي وايي نو هماغه لنډه نسخه چې څو واري خپره شوې وه تر لاسه کوي. هغه لولي خو وروسته يې دنورو نسخو سره هم مخامخ کيږي، په خپلو تياتري پوهيدنو کې له هغو اثارو متاثره کيږي چې په فاوست نامه اشپيتس او دمارلو په تراژيدي متکي و . » فرناندو پستو وا.فاوست ۱۱مخ
دفاوست لہ ظھور نہ څلورسوہ کالہ تیریږ ي ․ دفاوست څیرہ اوس دمدرن تخیل له پارہ مھمه اوپه زړه پورې دہ ․ دنیویورکر مجل دتری مایل ایلند له پیښې وروستہ فاوست دعلمي بی مسوء لیتۍ اوبې پروایی سمبول وبالہ ․
لہ فاوست څخه دگویتہ روایت دغنا ،تاریخی ژوروالی ،اخلاقی تخیل اوسیاسی درک اوبصیرت اوارواپوھنیز حساسیت لہ مخی ټول نور روایتونہ شاتہ کوی ․ دگویتہ فاوست پہ مدرنہ خبرتیا کې اوس دظھور پہ حال کی دی ․ نوی ابعاد راسپړ ي چی دفاوست اسطوري تل ھغہ پلټلي دي ․ دد اثر سوچہ اونگہ والي لویوالی نه یواز ې دپراختیا یي،لویوالي لہ پلوہ بلکی دخیال اولید داصالت لہ نظرہ پوشکین اړکړ چی ہغہ دمدرن ژوندانہ ټاپو وبولي ․ )) (۱ ))

لہ اھریمن یا شیطان سرہ دبشریت مبارزہ لہ خلقت څخه تر اوسہ پورې داساطیرو، افسانو ،روایاتو اوادبیاتو مضمون جو ړوي ․ان تر دې چې داسې هم لیدل شویدي ،اوھڅه شویدہ چې له شیطان سرہ سازش وشي اوروغې جوړې ته يې راوبولي ․ شیطان دخپلو ھیلو او ارزوگانو دپورہ کولو لہ پارہ کار وکړ ي ․ پہ د ې لړ کې زیاتې هڅې شویدي ․ داھڅې ټولې پردې کي متمرکزی وی چی څرنگہ وکړ ای شي دشیطان لہ خارق العادہ قوت نہ دخپل ځان په گټه کار واخلي ․
جی بی پریستلی لیکي : (( ھغہ څوک چې دفاوست دویمه برخہه لولي ددې حق لري احساس کړې چې گویتہ خپل ځان دمفھوم پہ حدودو کی نه دی ساتلی ․ ښایی داپه دې اساس وی چې یوازې لاچارہ نه و چې خپل سوچہ اساطیر ایجاد کړ ي بلکې پہ دې خاطر و چې یوہ اوږ دہ مودہ لہ دغہ اثر سرہ و….. ․․․․․
دگویتہ اثر ’’فاوست‘‘ یوہ تراژیدي دہ ․داسې تراژیدي چې انسان په کې له خپلې نړۍ اوچاپیریال سرہ پہ شخړه اختہ دی ․ انسان لہ خپلو ټولو شخړ و سرہ سرہ پہ کی خپل برخلیک تہ تسلیمیږي ․پہ ناکامۍ اونھیلي سرہ په کی له نړۍ سترگې پټوي ․ دفاوست پہ نندارہ ک هغه ټول قوتونہ چې دفاوست پہ وړاندې ولاړ دي ماوراء الطبیعی قوتونہ دي ․داسې بریښې چې دنوموړي په وړاندې موجود دي ھغہ ددہ داعمالو مولود نہ بلکې لہ مخہ مالوم اونوموړ ی دخپل سرنوشت پہ وړ اندې پوهيږي چې څه رامنځ ته کيږي . ․
فاوست پہ دغہ اثر کی یوہ دسات تیرۍ الہ دہ ․ یا پہ بل عبارت دابلیس دلاس اله دہ اولہ لومړۍ ورځې په دی خبرہ رضایت لري چې د څو کالو خوندونو اولذت پہ بیہ تریخ سرنوشت واخلي ․ دگویتہ پہ اثر کې داثر قھرمان یوہ پیړۍ هڅه کوي چې خپل هدف ترلاسه کړي اوپه دې دول جنت ته لاره پيدا اوپه ابليس غالب شي .
البته دا نظر هم موجود دى چې د فاوست اثر تراژیدی نہ بلکی کمیدی هم نہ دہ ․ ځکه چې دوخت اړوونکي ننداری ځانگړني لري لري ․ خو داچې دانسان اشتیاق اوغوښتنې بیخي زیاتي دي اوتل غواړي نور ھم تر لاسه کړي ک ي نو ھغہ له هلاکت سرہ مخامخ کوي اوپه دې ډول دتراژیدې ځانگړنې پیداکوي. ․

فاوست چې ډېرې هڅي کړي اوناهيلي دى ،غواړي ځان وژنه وکړي خو ناڅاپه دکليسا زنگ وهل کيږي . داختر ورځ اعلانيږي . نو له خپلې پريکړې اوړي . دتصوراتو په بهير کې دماشومتوب دوران ته ورگرځي . اوله ځانه سره وايي :
افسوس پر ما ،
يو عمر مې دفلسفې په وادي کې لار ووهله ،
ډير وختونه مې دقانون په تورتمو دهليزونو کې دخداې پيژندنې اقاليمو ته مخه کړه .
خو افسوس ! چي تر اوسه هم له يوه ستړي ستومانه اونا هوښياره نه پرته بل څه نه يم .
ماته استاد وايي اوډاکتر مې بولي !
خو ايا مادي شاگردانو او مريدانو ته څه کړي دي ؟
يوازې په تورتمو واديو کې مې ونڅول .
په شاړو غونډيو او مجهولو لارو مې سر کړل .
تر همدې ځايه .
په دې ليکنه کې له يو لړ اثار گټه اخيستل شوي چې دځينو نومونه دلته ليکم .
۱-تراژيدې فاوست ، دحسن شهباز ليکنه
۲ ادبيات اودانسان دننې نړي .
۳فاوست د فرناندو پسو وا
۴.دگورگ گادامر ليکنه . فلسفه در گفتگو ،
اويو څه نور

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.