لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

آصف بهاند

968

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

یوسلودري اویایمه برخه

د نویو لنډیو د راټولولو، ثبتولو او درنو لوستونکو ته یې د وړاندې کولو په لړ کې داسې هم کېـږي چې زه د ځینو ځانگړو مناسبتونو په پار هم لنډۍ را ټولوم او د لنډیو څو برخې هغو مناسبتونه ته ځانگړې کوم لکه اخترونه، نوی کال او یا ځینې طبعي پېښې لکه زلزلې او سبلاوونه.

ځینې ناتارونه چې د انسانانو له لوري رامنځته کېـږي، منفي تاثیراتو نه یې د ټولنې اکثریت متاثره کېـږي؛ د دې پېښو په مناسبت هم د خلکو تاثر او عکس العملونه د لنډيو په لنډ او ښکلي قالب کې راڅرگندېـږي لکه تر شپـږم ټولگي پورته د نجونو د ښوونځیو تړل چې په پایله کې خلکو ډېرې لنډۍ تخلیق کړې او خپل تاثرات، خوابدۍ او ویرونه یې د هغو په څپو کې بیان کړل. ما د ښوونځیو د تړل کېدو په پار تخلیق شوو لنډیو ته له هماغه پیل نه ورپام و، تر سلو ډېرې لنډۍ مې راټولې او خپرې کړې چې اوس یې هم د راټولولو لړۍ روانه ده.

د پاسنیو دلایلو پر بنا یو څه موده د عادي نویو لنډیو د خپرولو لړۍ وځنډېده، دا دی اوس یې بېرته پیل کوم. په دې برخې کې به دا لاندې نوې لنډۍ درنو لوستونکو ته وړاندې شي:

لالیه مخکې شه لار ګوره

زما لیدلې لارې ټولې ړنګې دینه

 

د کلي ټولې حجرې تشې

ووړکي په شلو هـېـوادو اوښتي دینه

 

اسمانه کړنگ وهه رالوېـږه

چې ډلې، ډلې جاهلان در لاندې شينه

 

وطــن مي مور زه یي بچی یــم

اوس به په سرو سترګو د مور له غېـږي ځمه

 

نظر مې پورته په اسمان و

لار ته مې نه کتل په اور کې ولوېدمه

 

د تسلۍ راسره څوک دي

یو دېوالګی دی بله زه ورناسته یمه

 

په جینۍ سره او سپین هم کم دي

پلار لېونی یې په کلدارو خرڅوینه

 

که چیرته کېـږی بېـرته راشه

قسم دی یاره ځمکه ځای نه راکوینه

 

په زړۀ مې داسې زخم جوړ دی

نه مې دارو شته نه مې کېـږي علاجونه

 

ژونده د سرو سکروټو بار يې

په کاغذي اوږو دې وړم ايرې دې کړمه

 

پردی وطن دی ماسختن دی

تیرو یادونو ته سندرې جوړومه

 

دومره د چا کېسه کې نۀ یم

چې گـډېوډې چارې کـړم زور یې لرمه

 

پر ما شکمن لالی خبر کړئ

که بل مې يار وي، زه به سره کاپېره یمه

 

عـالمه مـۀ ورته زورېـږئ

سږنی کال د بېوسۍ دی تېر بـه شينه

 

د زړه رضا دې وه چې لاړې

گنې قران دې پر سر چا نېولی وونه

 

ښکاره دې نوم اخیستی نه شم

د زړه له درده دې ټپو کې يادومه

 

ستا په سر بیا پۀ کور کې جنګ دی

ځان مې کوڼ کړی دی، انگـړ جارو کومه

 

قدرت دې شته مکان دې نشته

چې په دربار کې دې په چـیـغو وژاړمه

 

د تماشې خلک مې ډېـر دي

د تسلی خلک مې خاورو لاندې دينه

 

بخته د خدای له پاره ویښ شه

څوک تر قیامته پورې نه کوي خوبونه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.